روغتیا

پاکستان افغانانو ته د ايډز وړیا علاج برابروي

اشفاق يوسفزۍ لخوا

يو پوسټر چې د فبرورۍ په ۷ مه په پېښور کې په ناصر باغ سړک باندې ښکاري د خیبر پښتونخوا حکومت ايچ آی وي/ايډز په باره کې د عامه پوهاوي د پروګرام يوه برخه ده. [اشفاق يوسفزۍ]

يو پوسټر چې د فبرورۍ په ۷ مه په پېښور کې په ناصر باغ سړک باندې ښکاري د خیبر پښتونخوا حکومت ايچ آی وي/ايډز په باره کې د عامه پوهاوي د پروګرام يوه برخه ده. [اشفاق يوسفزۍ]

پیښور - د خیبر پښتونخوا حکومت دا فيصله چې د افغانستان په ايډز کې اخته مريضانو ته وړيا علاج برابر کړي، هغه خلکو ته بیرته ژوند ورکړی دی کومو چې په خپلو سيمو کې د علاج سهوليات نه لرل.

جانباز نورزۍ، د کابل ۳۵ کلن وګړې، وويل: "دا زموږ د ژوند سره يوه ستره مرسته او ښه والی دی او مونږ بايد د پاکستان د حکومت مننه وکړو چې موږ ته يې په پیښور کې وړيا ټسټونه او علاج برابر کړي دي."

جانباز، چې په متحده عرب امارات کې د يو بس ډريور په توګه کار کوي، وويل، د ايډز مثبت ټسټونو نه وروسته، هغه په جون ۲۰۱۶ کال کې بيرته واپس کړی شو.

د دغه وخت راهیسې، هغه په کابل کې د علاج نه بغير ژوند کولو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زه زياتره بيمار يم." "د ايډز له کبله، زه د کمې ايميونيټۍ د وجې د نورو بيمارو سره مخامخ يم."

جانباز د فبرورۍ په ۳ مه په حيات ميډيکل کمپلکس سنټر، پيښور کې د اینټیرټروايرل علاج لپاره داخل کړی شو.

هغه وويل، علاج د هغه په صحت کې یو مکمل بدلون رامنځته کړی دی، ځکه چې هغه په نورو بيمارو کې د اخته کيدو نه بچ دی.

د ايډز د مريضانو لپاره يو رحمت

په پیښور کې د ای آر ټي مرکز يو ډاکټر توحيد شاه وويل، د خیبر پښتونخوا حکومت د دې فيصلې چې افغان مريضانو ته په انساني همدردۍ وړیا خدمتونه برابر کړي د ځايي اوسيدونکو ستاينه تر لاسه کړې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "پخوا به موږ د افغانستان د مريضانو علاج نه کوو، خو درې مياشتې وړاندې، حکومت د افغانستان او فاټا مريضانو ته د وړیا علاج اجازه ورکړه."

هغه وويل، اوس مهال، د افغانستان ۲۶ مريضان، د درې ښځو او یو ماشوم په ګډون، علاج ترلاسه کوي.

په پیښور کې د ای آر ټي مرکز په پاکستان کې په داسې ډول ۱۶ مرکزونو کې يو مرکز دی. دغه مرکز په ۲۰۰۸ کال کې جوړ کړې شوی وو چې د ايډز مريضانو ته علاج برابر کړي.

اینټیرټروايرل علاج په داسې دوايانو باندې مشتمل دی کوم چې د ايډز د وايرس، د ايډز د بيمارۍ د پرمختګ او د ایډز د خپريدو مخنیوی کوي.

توحيد وويل: "په اوسط ډول، موږ د يو مريض په علاج باندې نږدې ۵،۰۰۰ امريکايي ډالره خرچه کوو."

د خوست صوبې، ۴۲ کلنه معصومه بي بي، وايي، د هغې میړه په جنوري ۲۰۱۶ کال کې د ايډز د بيمارۍ له کبله مړ شوی وو.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "هغه د متحده عرب اماراتو نه د ايډز د بيمارۍ له کبله راوشړلی شو، خو هغه مونږ ته د دغه بيمارۍ په اړه څه نه وو ويلي او موږ ته د دغې بيمارۍ په آخرني پړاو کې پته ولګيده."

هغې وويل: "د هغه د مرګ نه وروسته، زه پيښور ته په خپل بطن کې د درد له کبله راغلم او زما ټسټ دا څرګنده کړه چې زه هم په ايډز کې اخته يم."

هغې وويل: "په تیرو دريو مياشتو کې، زه په حيات اباد ميډيکل کمپلکس کې وړیا علاج تر لاسه کوم." "د علاج نه مخکې، زه په ډيرو بيمارو کې اخته شومه. اوس، زه کمزورتيا نه محسوسومه."

په علاج او پوهه کې همکاري

د افغانستان د صحت عامه وزير فيروز دين فيروز وويل، هغه د پاکستان د "انساني همدرۍ ګام" مننه وکړه چې د هغه د هیواد نه مريضان د علاج لپاره قبلوي.

هغه پاکستان فارورډ ته په يوې تليفوني انټرويو کې وويل، "په افغانستان کې د صحت د مرکزونو سخت کمی دی." طالبانو هسپتالونه ويجاړ کړي دي چې صرف خلکو ته زيان ورسوي او د صحت د خدمتونو مخنيوی وکړي."

فيروز وويل چې د ايچ ايم سي کارپوهان به په مستقبل کې د هیواد وزټ کوي چې د ايډز د پوهاوي په اړه ډاکټرانو او طبي کارکوونکو ته ټريننګ ورکړي.

هغه وويل: "په کابل کې د ای آر ټي مرکز جوړولو د همکارۍ د عملياتو يوه برخه ده." دغه مرکز به ټسټونه، علاج او د مشورې خدمتونه په ايډز کې اخته خلکو ته برابر کړي."

فيروز وويل، د هغه وزارت هم غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت د افغانستان لپاره د مشورې او د پوهاوي پروګرام جوړ کړي.

هغه وويل: "زياتره خلک دا ګمان کوي چې ايچ ای وي /ايډز د ناجايز جنسي عمل له کبله رامځته کيږي، او له همدې امله اخته کسان ګناهګاران ګڼلې شي."

هغه وويل، ځيني زيات شمير خلک چې په ايډز کې اخته وي د سماجي پابندو له کبله خپله بيماري نه څرګندوي. "موږ له پکار ده چې د دې بميارۍ د وجوهاتو او د مخنيوي په اړه عامه پوهاوي زیاته کړو."

هغه وويل: "موږ له پکار ده چې خلکو ته ووايو چې د ايډز او تور زيړی انتقال يو شان دی." هغه زياته کړه چې دواړه د وینې او يا د بدن د مايعاتو سره په لګيدو د يو نه بل ته انتقال کيږي. په دې وجوهاتو کې د ستنې او د غاښونو د الاتو دوباره استعمالول او غير محفوظ جنسي عمل هم شامل دي."

فيروز وويل: "موږ ته د ايډز د بيمارانو لپاره د خدمتونو ضرورت دی." "موږ پلان لرو چې يو پروګرام شروع کړو، چې په لومړي پړاو کې د سکريننګ سهولتونه او په دويم پړاو کې علاج برابر کړو. "

په پاکستان کې ايډز

د يواين ايډز تر ټولو وروستۍ سروې له مخې، په پاکستان کې نږدې ۱۰۰،۰۰۰ کسان په ايډز کې اخته دي، خو يوازې ۶،۵۰۰ کسان علاج ترلاسه کوي.

د ايډز د کنټرول ملي پروګرام او د روغتیا نړیوال تنظيم کار کوي چې په پاکستان کې په ايډز کې د مبتلا کسانو تازه معلومات راټول کړي چې د دوی د علاج اندازه ولګوي او علاج يې تيز کړي. تمه کيږي چې د تر ټولو وروستۍ مطالعاتو تتيجۍ به په راتلونکي هفته کې جاري کړې شي.

د ډبليو ايچ او په وينا، په په خیبرپښتونخوا کې نږدې ۱۶،۰۰ کسان د ایډز بیماري لري، خو تر اوسه پورې ډير لږ کسان علاج ترلاسه کوي.

د خېبرپښتونخوا د ايډز کنټرول پروګرام منيجر ډاکټر ايوب نوروز وويل، چې د ايډز کنټرول ملي پروګرام په راتلونکي دوو کلونو کې ۲،۷۲۷ رجسټر شوي د ايډز بيمارانو د علاج لپاره د ۳.۵ میلیونو امريکايي ډالرو بجټ منظوري ورکړه. په دغه بيمارانو کې ۹۰۰ زنانه او ۱۲ ماشومان هم شامل دي.

هغه وويل، په فاټا کې ۳۵۸ مريضان دي چې د هغوی تشخيص کړی شوی دی. په دغه کسانو کې ۲۰۱ علاج ترلاسه کوي.

ايوب وويل، د خیبرپښتونخوا، فاټا او د افغانستان نږدې ۱،۶۰۰ مريضان په ای آر ټي مرکزونو، حيات اباد ميډيکل کمپلکس پیښور او کوهاټ کې علاج ترلاسه کوي.

هغه وويل، د علاج معالجې نه علاوه، مريضانو او د هغوی کورنيو ته به مشوری ورکولی شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د دې پروګرام موخه دا ده چې د دې بيمارۍ سره د تړلی شوي داغ خاتمه وکړو او په ايډز کې د اخته خلکو حوصله افزايي وکړو چې وړيا ټسټونه وکړي."

هغه وويل، په پیښور، بنو، مردان، ډیره اسماعيل خان، ایبټ اباد او بټ خيله کې نوي ای آر ټي مرکزونه هم جوړيږي چې هلته کې افغان کډواله وړیا خدمتونه ترلاسه کولی شي.

هغه وويل: "هغه افغانان چې په پاکستان کې د کډوالو په توګه ژوند کوي او همدارنګه هغه کسان چې د خپل هیواد نه راځي په پېښور او کوهاټ کې وړیا خدمتونه ترلاسه کولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500