تروريزم

په تازه ویډیو کې داعش ماشومان په اعداموونکیو باندې اړوي

له قاهرې څخه د ولید ابوالخیر لیکنه

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ یو اورپکی ښیي چې یوه له درې کلنۍ نه کم عمره ماشوم ته ټوپک په لاس ورکوي. په ویډیو کې، څو لحظې وروسته ماشوم یو «مرتد» تر هغه ولي چې مړ شي.

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ یو اورپکی ښیي چې یوه له درې کلنۍ نه کم عمره ماشوم ته ټوپک په لاس ورکوي. په ویډیو کې، څو لحظې وروسته ماشوم یو «مرتد» تر هغه ولي چې مړ شي.

په یوه نوې ویډیو کې چې په تحریکوونکو مذهبي بیانونو سینګار د داعش له خوا تولید شوې او په ټولنیزو رسنیو خپره شوې،‌ کوچني ماشومان د لویو سړیو سرونه پرې کوي.‌

کارپوهانو دیارونا ورځپاڼې ته وویل،‌ دغه ویډیو له ماشومتوب او اسلام دواړو څخه ښکاره سرغړونه ده،‌ او زیاتوي چې ټولنیز تخریب به د مغز وینځل شویو ځوانو مرتکبینو له ساحې څخه ډیر اخوا سرایت وکړي ځکه چې هغه داسې ترتیب شوی چې نور ماشومان هم ورجلبوي.‌

دغه ویډیو چې د جنورۍ په ۸ مه د داعش د تش په نامه الخیر ولایت (چې د دیر الزور ښار او د هغه لیرې پرتې سیمې احتوا کوي)‌ د رسنیو د څانګې له خوا خپره شوې،‌ درې هلکان ښیي، چې د یوه عمر یې له ۴ کلونو څخه ډیر نه دی، او د دیرالزور په کلیوالو سیمو کې ځوان سړي وژني.‌

دغه قربانیان په دې تورن شوي چې مرتد شوي او د کوردي خلکو د خوندیتوب د واحدونو (وای پي جي) لپاره چې په شمالي سوریه کې د داعش پر ضد جګړه کوي،‌ جاسوسي کوي.‌

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ یو اورپکی ښیي چې یوه کوچني هلک ته چاقو په لاس ورکوي. په ویډیو کې، څو لحظې وروسته هلک د یوه «مرتد» سر پرې کوي.

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ یو اورپکی ښیي چې یوه کوچني هلک ته چاقو په لاس ورکوي. په ویډیو کې، څو لحظې وروسته هلک د یوه «مرتد» سر پرې کوي.

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو غړي هغه ماشومان نیسي چې په بر الرقه ولایت کې د جګړو په ترڅ‌ کې د داعش په لیکو کې جنګ کوي.‌ [د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو له خوا اخیستل شوی عکس]

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو غړي هغه ماشومان نیسي چې په بر الرقه ولایت کې د جګړو په ترڅ‌ کې د داعش په لیکو کې جنګ کوي.‌ [د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو له خوا اخیستل شوی عکس]

د مصرد ابن الولید د مطالعاتو او ساحوي څیړنو د مرکز د نویو رسنیو د ډیپارټمنټ د رییس ماذن ذکي په وینا،‌ دغه ویډیو د یوه ویډیو ګیم په بڼه وړاندې شوې او په روښانه توګه داسې تهیه شوې چې ماشومان ورجلب کړي.‌

هغه وویل،‌ د دې ویډیو هدف دا دی چې «د جالبو رسنیزو محتویاتو په وړاندې کولو سره چې په داسې حملو سره شروع کیږي چې د یادې ډلو عناصر یې ترسره کوي»‌ نور ماشومان دې ته جلب کړي چې د یادې ډلې د لیکو سره یوځای شي.‌

هغه زیاته کړه،‌ یو ماشوم چې دغه ویډیو ګوري به له شک پرته د خپل ځان په هکله داسې تصور وکړي چې د دغو عناصرو له ډلې څخه یو دی.‌

تحریکوونکی بیان

ذکي وویل،‌ د ویډیو تحریکوونکی مذهبي بیان «د تعهد او انکار په مفهوم» سره پیل کیږي.‌

هغه وویل،‌ دا ښیي چې «مذهبي ارتباطات د خپلوۍ له ارتباطاتو څخه څنګه ډیر قوي دي،‌ چې دا اصلا د یادې ډلې په ګټه د کورنیو او خپلوانو په وړاندې یو تحریک دی»

هغه زیاته کړه،‌ «دغه ویډیو همدارنګه د داعش د ټولو عمرونو عناصر ښيي،‌ چې دا په ګوته کړي چې دغه ډله د عناصرو تر منځ‌ د عمر په اساس تفریق نه کوي او دا چې ټول یو ډول ارزښت لري،»‌

د دې لپاره چې دا ټکی وښیي، دغه ویډیو «د خلافت د یوه ماشوم» خطاب القمیشلي کیسه را اخلي چې وروسته له هغه چې د هغه کورنۍ تصمیم ونیو چې «د کفر په ځمکه کې» - په هغه کردي قلمرو کې چې د دغه ګروپ له کنټرول څخه بهر ده واوسیږي، هغه دا غوره وګڼله چې له دې ډلې سره واوسیږي.

په کمره باندې، هلک ادعا کوي چې هغه د داعش قلمرو ته د خپل ورور ابو برا القمیشلي په تشویق سره، چې په یوه هوایي برید کې ووژل شو، راغی.

ذکي وویل، «د ماشوم په کیسه کې، د مور او پلار د تصمیمونو پر ضد په بغاوت او نه اطاعت تاکید شوی دی، چې ماشومان دې ته تحریک کړي چې له دغه ګروپ سره یوځای شي. دا په ښکاره څرګندېږي چې د دغه ماشوم ذهن وینځل شوی دی.»

ذکي وویل، د هغه له الفاظو سره د نورو ماشومانو فوټیج راځي چې هغوی ته د وسلو د کارولو روزنه ورکول کیږي، او داسې جذابې صحنې ورسره ښودل کیږي چې د اس په شا د سورلۍ په شمول ډیرې خوشحالۍ، وسلې او سپورټي فعالیتونه په کې وي.

هغه درې قربانیان له یوه غمجن پای سره مخامخ کیږي.

درې واړه ځوانان داسې ښودل کیږي چې په دې اعتراف کوي چې له کوردي ځواکونو سره یې د داعش پر ضد کار کاوه، چې تر هغه وروسته هغوی تړل کیږي او د ماشومانو له خوا اعدامیږي.

له ماشومانو څخه ښکاره سؤ استفاده

د قاهرې پوهنتون د ټولنیزو علومو پروفیسرې بسیمې حسني دیارونا ورځپاڼې ته وویل، «دا ویډیو، چې د ماشومانو د په نښه کولو لپاره جوړه شوې، داسې یو عمل دی چې هم ماشومتوب تحریفوي او هم اسلام.»

هغې وویل، په دې تازه ویډیو سره، داعش دوه جرمونه ترسره کړل: «لومړی یې د وژلو تحریکول دي او دویم یې په ځانګړې توګه د ماشومانو تحریکول دي چې وژل وکړي، چې دا په ښکاره توګه له ماشومانو څخه سؤ استفاده ده.»

هغې زیاته کړه، «دغه ډول فلمونه له دې ګروپ سره مرسته کوي چې ماشومان په بشپړ ډول [د دغو عملونو] له جرم توب څخه ناخبره ګرځوي، ځکه چې له هغو سره داسې مذهبي تاییدونه یوځای کړای شوي وي چې دغه ګروپ تحریف کړي وي،»

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو د ډلې قوماندان غاسان ابراهیم دیارونا ته وویل، د سوریې دیموکراتیک ځواکونه، د فرات غضب عملیاتو د یوې برخې په توګه د الرقه په کلیوالو سیمو کې د داعش پر ضد د هغوی د شویو جګړو په ترڅ کې، وتوانیدل چې د داعش یو زیات شمیر غړي ونیسي. په دغو کسانو کې داسې ماشومان او هلکان هم ول چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو نه کم وو.

هغه وویل، سم چې د ماشومانو مورچلونه محاصره شول سمدلاسه هغوی تسلیم شول.

هغه زیاته کړه، هلته داسې جیګپوړي قوماندانان نه ول چې هغوی ته هدایات او لارښوونې ورکړي، «او دا ښیي چې هغوی په یوازې ځان جګړې ته لېږل شوي ول.»

ابراهیم وویل، دا ښکاره ده چې داعش دې حد ته رسېدلی چې په ماشومانو تکیه وکړي ځکه چې په سوریه او عراق کې د جګړو پر مهال د هغوی ډیر کسان ووژل شول او دا چې هغوی نشي کولی چې نور نو له بهر نه جنګیالي استخدام کړي.

هغه وویل، «اوس خبره یوازې ماشومانو ته پاتې ده چې هغه تشه ډکه کړي چې د جنګیالیو په شمیر کې راغلې ده،»

هغه وویل، له هغو ماشومانو سره چې د داعش په لیکو کې په جنګ کولو نیول شوي دي «ډیر په پام سره چلند کیږي. هغوی اجتماعي کمپونو ته لېږدول شوي چې هلته کارپوهان له هغوی څخه پوښتنې کوي، چې تر هغه وروسته د هغوی د میندو او پلرونو او خپلوانو لټون کیږي.»

ابراهیم وویل، بیا هغوی په ټولنه کې بیا ترمیم کیږي، او د هغوی ذهنونه له هغې نظریې څخه پاکول کیږي چې داعش په کې کرلې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې د داعش په هکله یو څه معلومات ورکړئ.

ځواب ورکړئ

په نظامي حملو کې له کوچنیو ماشومانو څخه کار اخیستل یو غیرانساني کار دی.‌

ځواب ورکړئ