سوداګري

کارپوهان: افغانستان په مسلکي توګه روزل شویو ملکي کارمندانو ته سخت ضرورت لري

د سلیمان راپور

دا وخت د سي بي آر پروګرام له ۳۰ وزارتونو او مستقلو ادارو سره کار کوي، چې په هغو کې دغه پروګرام پلان لري چې ۱۵۰۰ کارپوه او مسلکي کارمندان په مدیریتي او رهبري موقفونو باندې وګوماري. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

دا وخت د سي بي آر پروګرام له ۳۰ وزارتونو او مستقلو ادارو سره کار کوي، چې په هغو کې دغه پروګرام پلان لري چې ۱۵۰۰ کارپوه او مسلکي کارمندان په مدیریتي او رهبري موقفونو باندې وګوماري. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

کابل -- د افغانستان حکومتي ادارې چې د څلورو لسیزو اوږده تاوتریخوالي ځپلي دي د مستعدو، مسلکي کارمندانو له سخت کمي سره مخامخ دي.

د افغانستان د نتایجو لپاره د ظرفیت جوړونې د پروګرام (سي بي آر) هدف دا دی چې دغه ستونزه د روزنې د برابرولو، د استخدام د خدمتونو او حکومتي ادارو ته د تخنیکي مرستې د برابرولو له لارې حل کړي.

د سي بي آر رییس نجیب وردک وویل، «د سي بي آر دفتر د ۳۰ وزارتونو او نورو حکومتي ادارو په شمول له ۴۴ حکومتي موسسو سره په همکارۍ او همغږۍ کې کار کوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د هغو ادارو په شمول چې د مالیې ټولولو، عامې روغتیا او د کاري فرصتونو د برابرولو په برخو کې کار کوي په شمول لویو ادارو ته لومړیتوب ورکوو. مونږ ۸۰٪ بودیجه یادو ادارو ته تخصیص کړې ده، په داسې حال کې چې پاتې ۲۰٪ نورو حکومتي ادارو ته ورځي.»

هغه زیاته کړه، «تر اوسه پورې، ۹۰۰ مسلکي کارمندان د دې لپاره مقرر شوي چې د سي بي آر پروګرام هدفونه ترسره کړي. د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې به، په مجموعي توګه ۱۵۰۰ مسلکي او پوه افراد چې د اصلاحاتو په وړاندې به ژمنتیا لري، په حکومتي دوایرو کې مقرر کړای شي.»

هغه وویل، د یادو موقفونو ۳۰٪ د ښځو لپاره ځانګړي شوي دي.

وردک وویل، د سي بي آر هدفونه پر دې مشتمل دي چې، «حکومتي ادارې اصلاح کړي، په حکومتي دوایرو کې د کار کولو ظرفیتونه لوړ کړي، د کاروبار پروسې اسانه کړي، خلکو ته په عالي درجه خدمتونه وړاندې کړي او هغه معیارونه تطبیق کړی چې د ریفورم د پروګرامونو له خوا رامنځته شوي دي.»

قوي سیاسي ملاتړ

وردک وویل، «له دې پروګرام سره د حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر قوي ملاتړ موجود دی،» او زیاته یې کړه چې د معلوماتو شریکول او مسؤلیت مننه د دغه پروګرام د بریالیتوب لپاره لوی دلایل دي.

هغه وویل، «مونږ د سي بي آر د اجرأتو په هکله د وزیرانو شورا ته [چې د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله یې مشري کوي] یو میاشتنی راپور لیږو، او همدارنګه یو مشابه راپور کابینې ته [چې ولسشمر اشرف غني یې مشري کوي] ورلیږو. په دې دلیل، دغه پروسه په چټکۍ سره پرمخ ځي.»

افغان حکومت د سي بي آر پروګرام په ۲۰۱۲ کال کې په مجموعي توګه د ۱۰ بیلیونه افغانیو (۱۵۰ میلیونه ډالرو) په مجموعي بودیجه پیل کړ. دغه پیسې د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق (ای آر ټي ایف) له خوا چې د نړیوال بانک له خوا مدیریت کیږي ورکول شوې وې.

د وردک په وینا، د سي بي آر لومړۍ مرحله د ۲۰۱۷ کال تر پایه دوام کوي او خپلو هدفونو ترلاسه کولو ته نژدې شوې ده.

هغه وویل، «تر اوسه پورې، دغه پروګرام مثبت او د منلو وړ نتایج درلودل،»

هغه وویل، ای آر ټي ایف لا مخکې تر مخکې د د راتلونکې مرحلې لپاره ۲۳.۴ بیلیونه افغانۍ (۳۵۰ میلیونه ډالر) بودجه تصویب کړې ده.

د مسلکي کسانو له کمي څخه راوتل

پرویز علي چې سي بي آر درې میاشتې مخکې د کانونو او پیټرولیم وزارت کې د پانګه اچونې او بازارموندنې د ودې په برخه کې استخدام کړی وویل، «په حکومتي دوایرو کې د ظرفیت کموالی او د مسلکي کدرونو کموالی هغه لویې ننګونې دي چې حکومت ورسره مخامخ دی،»

علي چې د تجارت اداره یا بزنس اډمینیسټریشن کې دوکتورا لري سلام ټایمز ته وویل، «البته، د سي بي آر پروګرام وکولی شوای چې د مسلکي، پوهو او تجربه لرونکیو افرادو په استخدام سره قسما دغو ستونزو او ننګونو ته ماتې ورکړي،»

هغه په حکومت باندې تاکید وکړ چې نویو مقررو شویو مسلکي کسانو ته زیات کارونه ور په غاړه کړي چې هغوی وکولی شي چې له خپلو مهارتونو او تجربو څخه په استفادې سره په حکومتي دوایرو کې اصلاحات راولي.

نیلوفر لنګري هم د سي بي آر پروګرام کې برخه واخیسته او د یوې وظیفې لپاره یې له سلګونو عارضینو سره سیالي وکړه.

هغې ۱۱ نورو شارټ لسټ شویو کاندیدانو ته ماتې ورکړه او د ښاري پراختیا او کورجوړونې وزارت کې د مطبوعاتو او خپرونو رییسه شوه.

هغې وویل، د سي بي آر دوام یوه عاجله اړتیا ده.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «دا وخت، حکومتي دوایر یوازې یو کم شمیر داسې مسلکي کسان لري چې هغوی ورته اړتیا لري،»

هغې وویل، «افغانستان د خپل پرمختګ لپاره مسلکي سړیو او ښځو ته ضرورت لري،»

صحیح لوري ته یو ګام

په افغانستان کې د کارکوونکیو د ملي اتحادیې رییس معروف قادر سلام ټایمز ته وویل، ډیر نور څه باید وشي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «وزارتونه او نور حکومتي دوایر د مدیریت او رهبرۍ په برخو کې له مهمو ننګونو سره مخامخ دي او تر ډیره دا د روزل شویو او ماهرو کارمندانو یا پرسونل د کموالي -- او حتی نشتوالي له امله دي،»

هغه وویل، د حکومت د ستراتیژیکو پلانونو تطبیق د پراخو نړیوالو مرستو له ترلاسه کولو سره سره هم ناقص وو.

قادر وویل، «د دې لپاره چې ... په حکومت کې اصلاحات راشي او د فساد پر ضد جدي مبارزه وشي، او بالاخره چې ظرفیت لوړ شي، حکومت باید داسې یو پلان جوړ او ترسره کړي چې د سي بي آر پروګرام نه ډیر لوی وي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کیفیت ډېر ټیټ دی او د یوې علمي مقالې لپاره مناسب نه دی.‌ په راتلونکي کې، هڅه وکړئ چې په انټرنټ باندې غوره لیکنې خپرې کړئ.

ځواب ورکړئ