بشري حقونه

افغانستان «بچه بازي» د جرم په توګه اعلاموي

ای ایف پي

یو افغان هلک، چې د ماشوم جنسي غلام په توګه نیول شوی وو،‌ د ۲۰۱۶ د اکتوبر په ۳۱ مه په افغانستان کې په یوه نامعلوم موقعیت کې په یوه رسټورانټ کې ناست دی.‌ چارواکی وایي چې، افغانستان اراده کړې چې د «بچه بازۍ» -- جنسي غلامۍ او له هلکانو څخه بدې استفادې ته -- د لومړي ځل لپاره،‌ سختې سزاوې وټاکي.‌ [عارف کریمي/ ای ایف پي]

یو افغان هلک، چې د ماشوم جنسي غلام په توګه نیول شوی وو،‌ د ۲۰۱۶ د اکتوبر په ۳۱ مه په افغانستان کې په یوه نامعلوم موقعیت کې په یوه رسټورانټ کې ناست دی.‌ چارواکی وایي چې، افغانستان اراده کړې چې د «بچه بازۍ» -- جنسي غلامۍ او له هلکانو څخه بدې استفادې ته -- د لومړي ځل لپاره،‌ سختې سزاوې وټاکي.‌ [عارف کریمي/ ای ایف پي]

کابل -- ای ایف پي د چارشنبې په ورځ / د فبروري ۲۲مه/ راپور ورکړ چې،‌ افغانستان اراده کړې چې د «بچه بازۍ» عمل -- د هلکانو جنسي استثمار او له هغوی څخه بده استفاده، جرم وګرځوي -- او د جزا په اصلاح کیدونکي قانون کې ورته سخته سزا وټاکي.‌

دغه اقدام په داسې حال کې کیږي چې تیر کال یوه خپاره شوی راپور وښودله چې طالبانو د پولیسو په لیکو کې له بچه بازۍ څخه داسې استفاده وکړه چې مرګونې داخلي حملې یې پرې زیاتې کړې، او د متداولې جنسي غلامۍ لپاره یې د ځوانو هلکانو تښتول پراخ کړل.‌

دغو افشاګریو د کابل لپاره د کمپاین کوونکیو له خوا دا له اوږدې مودې راهیسې روانې غوښتنې داسې زیاتې کړې چې داسې یوه قاطع قانوني مقرره وضع کړي چې بچه بازي چې له طالبانو څخه وروسته په افغانستان کې بیا را پیدا شوې ده،‌ مهار کړي.‌

د هلکانو خوندي کول

اوس به د افغانستان په اصلاح کیدونکي د جزا قانون کې یو لړ سختې سزاګانې ځای شي -- چې د جنسي تېري لپاره به له ۷ کاله قید څخه نیولې د «بد ترینو مواردو» لکه له یوه څخه په ډیرو هلکانو تیري لپاره تر سختې سزا پورې شاملې وي.‌

د ولسمشر اشرف غني یوه جیګپوړي سلاکار نادر نادري ای ایف پي ته وویل، «د جزا په نوي قانون کې د دغه عمل د جرم ګرځولو لپاره یو مکمل فصل راغلی دی،»‌

«تمه ده چې دغه قانون په دې میاشت کې څه وخت تصویب شي.‌ دا به د دغه بدرنګ عمل د ودرولو په برخه کې یو مهم قدم وي.»

د یوه فصل مسوده چې ای ایف پي لیدلې او عنوان یې «ماشومان د اخلاقي فساد خوا ته بوول» نومېږي همدارنګه بیانوي چې د بچه بازۍ قربانیان نشي کیدای چې له قانوني لحاظه تعقیب شي، دا په یوه داسې هیواد کې چې هلته د جنسي تیري قربانیان اکثر وختونه له سزا سره مخامخ کیږي یو د پام وړ خبر دی.‌

د افغانستان د جزا قانون پخوا یوازې لواطت او له نکاح څخه پرته جنسي عمل منع کړی وو، چې د حقونو کمپاین کوونکو ویل چې د بچه بازۍ ستونزه یې په صحیح توګه نه ده بیان کړې.‌

د پولیس قوماندانانو سربیره، جنګسالاران،‌ سیاستوال او د افغان اشرافو نور غړي هم اکثر وختونه «بچه ګان یا هلکان»‌ د صلاحیت او د ژوند د کچې د لوړوالي د یوه سمبول په توګه ساتي.‌

ځوان هلکان، چې ځینې وختونه یې د ښځو په څیر لباس اغوستی وي، سینګار یې کړی وي او په پښو کې یې ګونګروګان اچولي وي،‌ کیدای شي چې په خصوصي مجلسونو کې د نڅاګرو یا رقاصانو په توګه استعمال شي او اکثر وختونه ترې جنسي استفاده کیږي.‌

بچه بازۍ ته په پراخه کچه د همجنسبازۍ (چې معمولا یو ګمراه عمل دی،‌ او په اسلام کې منع دی) په سترګه نه کتل کیږي -- او په پراخه کچه په کلتوري لحاظ منل شوی دی.‌

دا چې وایي،‌ «ښځې د ماشومانو د ساتنې لپاره دي،‌ هلکان د خوند اخیستلو لپاره» د افغانستان په ډیرو برخو کې یوه عامه خبره ګرځیدلې ده.‌

ویل کیږي چې دغه لرغونی رواج، چې د طالبانو د ۱۹۹۶ - ۲۰۰۱ واکمنۍ کې پرې بندیز لګیدلی وو،‌ د افغانستان په پښتون مېشتو جنوبي او ختیځو کلیوالو سیمو، او د شمال د تاجکانو په سیمو کې ډیر پراخ شوی دی.‌

د ۲۱مې پېړۍ غلامان

د جزا قانون څخه مخکې،‌ فعالانو له کلونو راهیسې هڅه کوله چې د بچه بازۍ په هکله یو ځانګړی قانون راوځي، او په دې هکله یې لږه هیله لرله چې له پارلمان څخه به تdر شي ځکه چې هغوی شک درلود چې دغه عمل پخپله د قانون جوړونکیو تر منځ هم رواج دی.‌

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مامورې ثریا صبحرنګ وویل،‌ «ما ته د پارلمان له غړو څخه داسې ټیلیفونونه راتلل چې ویل یې هغوی به په پارلمان کې هیڅکله اجازه ورنه کړي چې د بچه بازۍ قانون تصویب شي. دا د ۲۱مې پېړۍ د غلام ساتنې طریقه ده.»

احتمال شته چې د جزا قانون د پارلمان د روانې رخصتۍ پر وخت د ولسمشر د حکم په اساس تصویب شي.‌ خو صبحرنګ وارخطا ده چې ښایي ځینې قانون جوړونکي یې وروسته د پارلماني بیاکتنې پر وخت کم اثره کړي.‌

افغانستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو او د ماشوم عسکرو پر استخدام د بندیز په شمول د دې ته ورته مقرراتو د تنفیذ یو کمزوری ریکارډ لري، په ځانګړې توګه کله چې مرتکبین غښتلي وي.‌

د حقونو د ګروپونو په وینا،‌ په افغاني ټولنه کې د جنس په اساس سخت جلاوالي د بچه بازۍ خپرولو سره مرسته کړې ده.‌

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون (ای آی اېچ آر سي) د ۲۰۱۴ په یوه راپور کې وویل،‌ ګڼو نورو فکټورونو لکه د قانون د حاکمیت نشتوالي،‌ اداري فساد،‌ قضا ته محدود لاسرسي،‌ بې سوادۍ، فقر، نا امنۍ او د وسله والو ګروپونو موجودیت هم د دغه عمل په پراختیا کې مرسته کړې ده.‌

بچه ګان یا هلکان معمولا د ۱۰ او ۱۸ کالونو تر منځ عمرونه لري.‌ د هغوی له جملې څخه اکثر تښتول شوي او ځینې وختونه نا امیده کوونکي فقر د هغوی کورنۍ دې ته برابروي چې هغوی په بده استفاده کوونکیو باندې وپلوري.‌

قوي چارواکي لاس لري

منتقدینو ویلي دي،‌ ښکاري چې داسې اراده نشته چې د بده استفاده کوونکیو امنیتي چارواکو په برخه کې چې په دغه عمل کې لاس لري اقدام وشي.‌

خو د دغه عمل، چې یو وخت د شرم او سکوت په پرده کې پټول کیده، په برخه کې مخ پر ودې عامه ژوره کتنه مقامات دې ته اړباسي چې په ځینې سیمو کې لاس په کار شي.‌

د دې میاشتې په اوایلو کې، حکومت په شمال کې د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د پولیسو قوماندان شاه میرزا پنجشیری وروسته له هغه له دندې ګوښه کړ چې د هغه د «بچه بازۍ د میلې» ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوه.‌

د کندوز د حکومت یوه ویاند ای ایف پي ته وویل،‌ «هغه ځوان، ښایسته هلکان تښتول او هغوی یې دې ته مجبورول چې د بچه بازۍ په مجلسونو کې وګډېږي.»

هغه وویل،‌ «کله چې مونږ په دې هکله خبر شوو مونږ سمدلاسه هغه له کاره ګوښه کړ،» او زیاته یې کړه چې پنجشیری په کندوز کې لومړنی لوړپوړی پولیس چارواکی وو چې د دغه عمل له وجې له کاره لیرې کړای شو.

په امنیت باندې اغیزه

چارواکي وایي،‌ بچه بازي په افغانستان کې د جګړې په اوږدمهالي حالت باندې یو مضر تاثیر لري، او له طالبانو سره مرسته کوي چې د اروزګان په څیر ولایتونو کې په امنیتي لیکو کې ننوځي.‌

په امنیتي لیکو کې دغه د بدې استفادې عمل همدارنګه د ناټو له خوا د روزل کېدونکیو افغان ځواکونو لپاره ملاتړ هم کموي.‌

د متحده ایالاتو کانګرس په ۲۰۱۵ کال کې وویل،‌ «تر دې دمه، متحده ایالاتو له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره له ۶۰ میلیارد ډالرو څخه ډیره مرسته کړې ده، چې خواوشا ۵۰۰ میلیونه ډالر یې له افغان محلي پولیسو سره شوې ده،»

«د افغان عسکرو او پولیسو له خوا استثماري جنسي عمل کولی شي چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د متحده ایالاتو او افغان عوامو ملاتړ کم کړي، او زمونږ لویه پانګونه له خطر سره مخامخ کړي.»

دغه عمل همدارنګه د طالبانو دا هیله تشویقوي چې په افغانستان کې د شریعت په قانون باندې تاکید وکړي او هم د هغوی یاغیتوب ته ګټه ور رسوي.‌

په کابل کې یوه لویدیځ چارواکي ای ایف پي ته وویل، «د ۱۹۹۰مو کلونو په اوایلو کې د تیريګرو مجاهدینو ځواکونو دغه ډول وحشیانه بدو استفادو د سخت دریځو طالبانو ولسي ملاتړ ته لاره هواره کړه، او له هغوی سره یې مرسته وکړه چې د هېواد له بیلابیلو برخو څخه قدرت ته ورسېږي.‌ له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته د حکومتي قواوو عین ډول چلند هم له دې سره مرسته کوي چې یاغیتوب پراخ شي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو! دا بالکل صحیح کار دی چې کیږي.‌ یو شمېر حنفي مذهبي کسان داسې ښیي چې د سفر پر وخت لواطت روا دی، او په دې دلیل هغوی دغه ډول کارونه کوي او ماشومانو ته سپکاوی وراړوي.

ځواب ورکړئ

داسی عملونه خو سته خوصوصا په هغه څایونو کی چیری دحکومت پوستی وی اویا هغه قومندانان چی په لوړه روتبه کی وی دا ټول په دغه نامشروع عمل اخته کسانان دی کوم چی اوس مهال مو ددولت مخالفین نیږدی و ښارو ته شول عمده وجه یی هم دغه وه

ځواب ورکړئ

افغان حکومت صحیح کار وکړ. که څه هم چې داسې کسان شته چې د بچه بازۍ عمل ترسره کوي او اکثر یې داسې محلي قوماندانان دي چې د یوې ځانګړې ډلې له خوا حمایه کیږي، آیا دغه کسان به سزا وویني؟ مونږ شاهد یو چې ډېر قوانین تصویب شوي دي خو بیا هم د قوي کسانو له خوا ترې تېری کیږي. او که چېرې دغو خلکو ته سزا ورنه کړل شي، له قانون څخه د سرغړونې پروسه به دوام ومومي. سوله

ځواب ورکړئ

سلامونه! رشتیا هم چی دغه عمل یو غیر مشروع عمل دی او د اسلام مقدس دین هم دغه عمل په کلکه غندلی ده او ددی عمل مرتکبین یی د سختو سزاگانو وعدی هم ورکری دی. خو بد بختانه دغه عمل ورز په ورز مخ په زیاتیدو دی. لمری خو ملاصاحبان د جوماتونو له لاری باید عامه خلکو ته ددی شنیع او ناروا عمل په هلکه مالومات ورکری تر سو خلک ددی عمل سخه زان او خپل فامیل وژغوری. په دوهم قدم کی د دولت دنده ده چی ددی ناروا عمل د مخنوی لپاره جدی اقدامات وکری.

ځواب ورکړئ