تروريزم

د ایران له خوا ملاتړ کیدونکې ملیشې پاکستانيان او افغانان د دې لپاره استخداموي چې په سوریه کې جګړه وکړي

د عبدالغني کاکړ راپور

د فاطمیون غونډ، چې یوه افغان شیعه ملیشه ده او د ایراني افسرانو تر قوماندې لاندې جګړه کوي، په ډسمبر میاشت کې د سوریې په پالمیره کې د سوریې د حکومت د پلوي عسکرو تر څنګ جګړه وکړه. [تسنیم خبري اژانس]

د فاطمیون غونډ، چې یوه افغان شیعه ملیشه ده او د ایراني افسرانو تر قوماندې لاندې جګړه کوي، په ډسمبر میاشت کې د سوریې په پالمیره کې د سوریې د حکومت د پلوي عسکرو تر څنګ جګړه وکړه. [تسنیم خبري اژانس]

کویټه -- د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ اړوند سرتیري د افغانستان او پاکستان شیعه مسلمانان د دې لپاره استخداموي چې په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد په ننګه جګړه وکړي.

د پاکستان د دفاع وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل، «د فاطمیون غونډ چې له افغان شیعه اجیرانو څخه او د زینبیون غونډ چې له پاکستاني شیعه اورپکو څخه تشکیل شوی دی په پراخه کچه د دې لپاره شیعه جنګیالي استخداموي چې په سوریه کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ، حزب الله او د ایران له خوا ملاتړ کیدونکو نورو عراقي ملیشو تر څنګ جګړه وکړي،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «له استخدام څخه وروسته، شیعه جنګیاليو ته د پنځو اونیو په مخه له استخدام څخه مخکې روزنه یا ټریننګ ورکول کیږي، او د هغوی تخصصي ټریننګ د ایران په یزد ولایت او ځینې نورو پټو مرکزونو کې ترسره کیږي،»

هغه وویل، په تیرو څو کلونو کې سلګونه پاکستاني او افغان شیعه جنګیاليو ته د سوریې په حلب کې هم روزنه ورکول شوې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د فاطمیون غونډ، چې د ډسمبر په میاشت کې ښودل کیږي، له نژدې ۲۰ زره افغان شیعه اجیرانو څخه تشکیل شوی دی. د سوریې په تدمور کې په سرپناه باندې لیکلی پاړسي لیک وایي، «د فاطمیون د هرات هلکان دلته ول. یا زینب!» [تسنیم خبري اژانس]

د رسنیو د راپورونو له مخې، د فاطمیون غونډ، چې د ډسمبر په میاشت کې ښودل کیږي، له نژدې ۲۰ زره افغان شیعه اجیرانو څخه تشکیل شوی دی. د سوریې په تدمور کې په سرپناه باندې لیکلی پاړسي لیک وایي، «د فاطمیون د هرات هلکان دلته ول. یا زینب!» [تسنیم خبري اژانس]

هغه وویل، «مونږ داسې راپورونه لرو چې یو زیات شمیر پاکستاني شیعه جنګیالي چې په سوریه کې په جګړه کې اخته دي لا له مخکې څخه په ایران کې اوسیږي، په داسې حال کې چې نور بیا د پاکستان له پاړه چینار، کوېټې، لاهور، سکر او ځینې نورو سیمو څخه راځي،»

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په سوریه کې اورپکو ته روزنه ورکړه او په وسلو یې سمبال کړل.

د فاطمیون غونډ په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شو او معمولا د هغو نژدې ۳ میلیونه افغانانو له منځه کسان استخداموي چې په ایران کې اوسیږي.

د ایراني رسنیو له قوله، هغه نژدې ۲۰ زره جنګیالي لري، او د نورو رسنیزو راپورونو له مخې دغه غونډ په سوریه کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د ملاتړ کیدونکیو ملیشو له منځه تر ټولو ډیر تلفات لیدلي دي.

دغه ګروپ چې د ایراني قوماندانانو تر امر لاندې فعالیت کوي، له حکومتي ځواکونو سره د ایتلاف له لارې یې د ډسمبر په میاشت کې داسې جګړه وکړه چې داعش یې د سوریې له پالمیره څخه وایست.

د زینبیون غونډ کوچنی دی او په ابتدا کې، په ۲۰۱۳ کال کې، وظیفه ورکول شوه چې په سوریه کې د مقدسو ځایونو ساتنه وکړي. په ۲۰۱۵ کال کې د هغه شمېء کافي اندازه لوی شو چې د خپلې لوا د جوړولو لپاره یې توجیه وموندله او د درعا او حلب په خواوشا کې یې تعرضي جنګونه پيل کړل.

دغه ګروپ په ایران کې د اوسیدونکیو پاکستاني شیعه ګانو، په پاکستان کې اوسیدونکیو شیعه هزاره کډوالو او د پاکستان له نورو شیعه ګانو څخه کسان استخداموي.

دواړو ګروپونو ته د ایران اسلامي انقلابي ګارډ پیسې، وسلې او روزنه ورکوي. د هغوی استخدام د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د استخدام لاره تعقیبوي چې د لبنان، عراق، یمن او نورو هیوادونو په شمول له ټولې سیمې څخه شیعه ګان د دې لپاره ګوماري چې په سوریه کې د خپلې [شیعه] عقیدې د ملاتړ لپاره جګړه وکړي.

د راپورونو له مخې، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ جنګیالیو ته د میاشتې ۵۰۰ ډالر ورکوي، او د هغو جنګیالیو د کورنیو غړو ته چې په سوریه کې وژل کیږي د ایران د استوګنې اسناد ورکوي.

د جنګیالیو لپاره ټرانسپورټ برابرول

په پاکستان کې استخدام شوي جنګیالي ایران ته د شیعه زایرانو په شکل کې ځي.

د پاکستان د دفاع وزارت چارواکي وویل، «تیر کال په کویټه او تفتان کې په صفري سرحدي نقطه کې، امنیتي ځواکونو ۳۹ تنه شیعه زایران له زینبیون سره د ارتباطاتو په تور ونیول،» او زیاته یې کړه چې څیړنې ترې روانې وې.

په اسلام اباد کې د کورنیو چارو د وزارت یوه چارواکي محمد عبدالله خالد تایید کړه چې، پاکستانۍ امنیتي ادارې په هیواد کې د شیعه زایرانو حرکتونه له نژدې څخه څاري چې معلومه کړي چې آیا هغوی له زینبیون سره کوم ارتباطات لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «پاکستانۍ امنیتي ادارې په دې کار کوي چې په پاکستان کې د شیعه اورپکو حمایوي شبکه پيدا کړي،»

هغه وویل، «دا زمونږ د ملي امنیت لپاره یوه جدي اندیښنه ده چې پاکستاني اتباع په سوریه کې د فرقه یي لاسته راوړنو لپاره کارول کیږي،»

خالد وویل، د پاکستان د سمندري امنیتي ادارې منسوبینو د فبرورۍ په ۸ مه د درې ایرانیانو په شمول ۱۳ تنه مشکوک اورپکي له بلوچستان سره نژدې د جواني ساحل تر څنګ په دوه کشتیو کې ونیول. هغه وویل، «دغه مشکوک کسان په ناقانونه توګه د پاکستان خاورې ته را داخلیدل.»

هغه وویل، «دغه ۱۳ تنه مشکوک کسان... په لوړه کچه تر څیړنې لاندې نیول شوي دي، او لومړنیو پوښتنو ګروېږنو ثابته کړه چې هغوی هڅه کوله چې له بلوچستان څخه سوریې ته د استخدام شویو کسانو د لېږد لپاره چمتووالی وکړي،»

هغه وویل، «تر دې مخکې، د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې، دوه شیعه جنګیالي چې د زینبیون له لارې استخدام شوي ول هم په کویټه کې ونیول شول،» او زیاته یې کړه چې پولیسو هغوی هغه وخت ونیول چې له سوریې څخه بېرته راوګرځیدل.

هغه وویل، «زمونږ د یاغیتوب پر ضد د مبارزې د چارواکو په وینا، هغه جنګیالي چې په پاکستان کې په پټه د دې لپاره استخدامیږي چې په سوریه کې جګړه وکړي هغوی ته د میاشتې له ۶۰ زره روپیو (۵۷۳ ډالرو) څخه نیولې تر ۱۱۰ زره روپیو (۱۰۵۰ ډالرو) پورې ورکول کیږي،»

دغه تنخاګانې د ځوانانو لپاره زړه راښکونکې دي، خو اکثر یې بیرته کورونو ته نه راستنېږي.

خالد وویل، «د دغه ډول جنګیالیو یو زیات شمیر د سوریې په بېلابېلو برخو کې ووژل شول،»

فاطمیون د افغان ځوانانو استثمار کوي

په کابل کې یوه پخواني افغان قانون جوړونکي وکیل اسدالله وویل، په افغانستان کې فاطمیون اکثر له کابل او د هرات په شمول هغو سیمو څخه چې شیعه ګان په کې ډیر دي افغان ځوانان استخداموي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «فاطمیون د افغانستان د قانون د حاکمیت او بشري حقونو نازک حالت څخه په خپله ګټه استفاده کوي او مقامات دې خبرې ته اهمیت نه ورکوي،»

اسدالله وویل، د کابل په دشت برچي سیمه کې، د فاطمیون مستخدمین په پټه کار کوي، او زیاته یې کړه چې دغه ګروپ خپل یو شمیر استخدام شوي کسان د سفري ادارو یا ټریول ایجنسیو له لارې چې په هرات او کابل کې فعالیت کوي ایران ته لېږي.

هغه وویل، «په افغانستان کې د شیعه جنګیالیو زیات شوی استخدام د افغانستان د په سختۍ سره کنټرولیدونکیو جنوب لویدیځو سیمو لپاره د یوه ویروونکي حالت د رامنځته کیدلو سبب ګرځي،»

هغه وویل، «افغان حکومت باید په افغانستان کې د ایرانیانو له خوا د ملاتړ کیدونکیو اورپکو د له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه واخلي. دغه عناصر د افغانستان نا ارامه برخې لا نورې بې ثباته کوي.»

ایران د فرقه یي شخړو په اور تیل شیندي

په جلال اباد کې د امنیتي چارو تحلیلګر فرهاد جهاني وویل، «ایران په سیمه کې د فرقه یي شخړو په اور تیل شیندي، او په سوریه کې د جنګیدلو لپاره د ځوانو افغانانو استخدام داسې یوه هڅه ده چې په افغانستان کې د سوني او شیعه وګړو تر منځ تاوتریخوالي زیاتوي،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «یو زیات شمیر بې کاره افغانان د ایران په لور حرکت کوي، خو کله چې هغوی هلته لاړ شي، اورپکي ګروپونه هغوی استخداموي،»

هغه وویل، «تر دې دمه د سوریې په بېلابېلو برخو کې له ۵۰۰ تنو څخه ډیر افغان شیعه جنګیالي د بشارالاسد د حکومت په ګټه په جنګ کې وژل شوی دي،»

جهاني وویل، د مزارشریف د سیمې د شیعه ټولنې یو زیات شمیر کسان د سوریې د جګړې برخه دي، چې اکثر یې د فاطمیون ملیشې له خوا استخدام شوي دي.

هغه وویل، «د جګړې په مقابل کې، افغان شیعه جنګیالیو ته په ایران کې د استوګنې اسناد ورکول کیږي،»

هغه وویل، «د افغانستان شیعه ځوانانو ته د مسلکي نظامي ټریننګ په ورکولو سره، ایران نیت لري چې د جنګیالیو داسې یوه لوا جوړه کړي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته په افغانستان کې د طالبانو او نورو سوني اورپکو د ګروپونو پر ضد جنګ وکولی شي،»

د استخدام غټ سببونه

د پنجاب پوهنتون استاد او په اسلام اباد کې د دفاعي او امنیتي چارو تحلیلګر حسن عسکري رضوي وویل، «دا چې په سعودي عربستان کې عناصر او د خلیج نور هیوادونه د سوني اورپکو ډلو ملاتړ کوي، د دې ټکي په پام کې نیولو سره دا د ایران لپاره یوه عقیدوي پروژه ده چې شیعه جنګیالي استخدام کړي او په نورو اسلامي هیوادونو کې [خپل حرکت] ته وده ورکړي،»

هغه وویل، د پاکستان حکومت باید د ایران د ګټو لپاره د دغه هیواد د شیعه ځوانانو استخدام ډیر جدي ونیسي. هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «دغه چارې په هیواد کې فرقه یي ویش پراخوي،»

هغه د بې کارۍ او د اساسي اسانتیاوو د نشتوالي په یادولو سره، وویل، «حکومت باید هغه ستونزې حل کړي چې هغه زمونږ ځوانان د ناقانونه ډلو لاسونو ته ورټیل وهي،»

رضوي وویل،‌ «د ایران دا قانون چې حکومت ته اجازه ورکوي چې د هغو خارجي جنګیالیو، کورنیو ته چې د ایران د ګټو لپاره،‌ په سوریه کې وژل کیږي په ایران کې د استوګنې اسناد ورکوي یوه داسې هڅه ده چې شیعه ځوانان دې ته تشویقوي چې د جګړې له لیکو سره یوځای شي،»‌

هغه وویل، «د زینبیون په څیر د اورپکو ګروپونه غریب او ژر ښوییدونکي ځوانان بې لارې کوي،»‌

هغه وویل، «فدرالي حکومت باید داسې کلک ګامونه واخلي چې په هیواد کې د بې روزګارۍ پر ضد مبارزه وکړي، ځکه چې دا کار به په دې برخه کې یو غټ رول ولوبوي چې د اورپکو دا هڅې شنډې کړي چې شیعه یا سوني ځوانان د خپلو ګټو لپاره وکاروي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې افغان ځوانان د طالبانو پر ضد د پیسو لپاره جنګیږي، نه د طالبانو د له منځه وړلو لپاره. دا جنګ د افغانانو خپل جنګ نه دی. په افغانستان کې کار نشته. زموږ ځوانان چې کمزوری اقتصاد لري مجبور دي چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د افغان اردو د جلب او جذب په یوه مرکز کې نوم لیکنه وکړي. د حیرانتیا خبره دا ده چې په کوم ځای کې چې مزدوران د کار موندلو لپاره ولاړ وي، هلته یې د افغان اردو د جلب او جذب غرفه لګولې وي. بې وزله افغانان په هر هیواد کې یوازې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره جنګیږي. په افغانستان کې نه کار شته، نه د تولید فابریکې، نه بل څه. ټول ځوانان بې روزګاره دي او د بېکارۍ له امله اړ دي چې نورو ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي. نور دولتونه هم له فرصته په استفادې سره افغان ځوانان په خپلو هدفي جګړو کې کاروي.

ځواب ورکړئ

تاسو ولې له ایران سره مرسته نه کوئ چې د داعش جرړې وباسي؟ آیا تاسو د داعش په خواخوږو کې یئ؟ آیا تاسو د طالبانو ملاتړ کوئ؟‌ ځکه، که داسې نه وي، ولې باید افغانستان د فاطمیون غونډ ملاتړ نه کوي؟ فاطمیون غونډ د داعش، یاغیانو، او قاتلاانو پر ضد جګړه کوي. دا ستاسو لپاره د دې وخت دی چې انصاف وکړئ او په دې برخه کې له ایران سره مرسته وکړئ.‌

ځواب ورکړئ

ښکاره خبره ده چې، تاسو هغه پښتانه، چې روزل شوي، او د سعودي عرب له خوا توظیف شوي دي، او همدارنګه هغه ازبکان چې روزل شوي، او د ترکیې له خوا توظیف شوي دي، هېر کړي دي چې ذکر یې کړئ.

ځواب ورکړئ