اقتصاد

د ایکو هیوادونو ژمنه وکړه چې اورپکۍ ته ماته ورکړي، اقتصادي وده پراخه کړي

د جاوید محمود راپور

د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) غړو هیوادونو مشرانو د مارچ په ۱ په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې ژمنه وکړه چې په جنوبي او مرکزي اسیا کې اورپکۍ ته ماته ورکړي او اقتصادي وده او ثبات پراخ کړي.‌

د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) غړو هیوادونو مشرانو د مارچ په ۱ په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې ژمنه وکړه چې په جنوبي او مرکزي اسیا کې اورپکۍ ته ماته ورکړي او اقتصادي وده او ثبات پراخ کړي.‌

اسلام اباد -- د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) غړو هیوادونو مشرانو ژمنه وکړه چې په جنوبي او مرکزي اسیا کې اورپکۍ ته ماته ورکړي او اقتصادي وده او ثبات پراخ کړي.‌

د لسو هیوادونو ګروپ د سې شنبې - چارشنبې په ورځو / د فبروري ۲۸ - د مارچ ۱/ په اسلام اباد کې یو کانفرانس ترسره کړ.‌ د دغه ګروپ په غړو هیوادونو کې افغانستان،‌ پاکستان او د پخواني شوروي د منځنۍ اسیا دولتونه شامل دي.‌

د ایکو د ۱۰ هیوادونو د مشرانو تر څنګ،‌ په برخه والو کې د ملګرو ملتونو او ځینې دوستو غړو هیوادونو چارواکي شامل ول.‌

د پاکستان لومړي وزیر میا محمد نواز شریف د مارچ په ۱ د خبرو د وروستۍ ورځې مشري وکړه.‌ پاکستاني تلویزیون دغه کانفرانس په ژوندۍ بڼه وښود.‌

نوازشریف د پای په خبرو کې وویل،‌ د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره په کار دی چې « د افراطیت، ترهګرۍ او د نشه ییزو توکو د قاچاق» ننګونې حل کړای شي.‌

هغه وویل،‌ پاکستان به په سمندر، ځمکه او فضا کې د ارتباطاتو همکارۍ ته وده ورکړي او د سیمې د لا ښه کولو لپاره به بیلابیلو صنعتونو ته انکشاف ورکړي، او زیاته یې کړه چې بل لومړیتوب شمالي - جنوبي اتصال ته انکشاف ورکول دي.‌

د اورپکۍ او د اسلام پر ضد د کرکې په وړاندې مبارزه کول

د ایکو د نورو هیوادونو مشرانو په دې موافقه وکړه چې سره نژدې شي، د اورپکۍ پر ضد مبارزه وکړي او سیمه ییز اقتصاد ته انکشاف ورکړي‌.‌

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان په کانفرانس کې وویل،‌ «مونږ باید داعش او د اورپکو نورې ډلې چې په بیلابیلو هیوادونو کې جګړه کوي کمزورې کړو.»‌

هغه د سیمه ییز اتصال د جوړولو لپاره د هڅو په چټکتیا او اقتصادي انکشاف باندې تاکید وکړ او وړاندیز یې وکړ چې قبرص دې د ایکو په غړو کې زیات کړای شي.‌

د اذربایجان ولسمشر الهام علي ییف د اسلام پر ضد کرکه (اسلاموفوبیا)‌ چې اسلام او ترهګري سره ګډوي،‌ وغندله او ویې ویل،‌ «مونږ باید ... نړۍ ته ووایو چې اسلام د سولې دین دی،»‌

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال وویل،‌ «سوله او اتصال باید په ټولیز ډول تعقیب شي،»‌

هغه وویل، د ریل ټرانزیټ، د ګرځندوی د سکټور، ښوونې او روزنې او ټکنالوجۍ انکشاف په افغانستان او د ایکو په نورو هیوادونو کې د پرمختګ لپاره حیاتي دي، او تاکید یې وکړ چې د سوداګرۍ په لاره کې خنډونه چې سیمه ییزه سوداګري له ستونزو سره مخامخ کوي دې له منځه ویوړل شي.‌

پاکستان په وروستیو وختونو کې وروسته له هغه له افغانستان سره پوله بنده کړه چې په وروستیو اونیو کې په ترهګریزو بریدونو کې زیاتوالی راغی.‌

د سوداګرۍ له لارې د خنډونو لیرې کول

د منځنۍ اسیا مشرانو هم د اقتصادي همکارۍ لپاره اوازونه اوچت کړل.‌

د قزاقستان لومړي وزیر باکیتژن سګینتایوف د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ لپاره اواز پورته کړ او یاده یې کړه چې د هغه هیواد چې په تیلو او ګازو غني دی له اروپا سره ارتباطاتو ته انکشاف ورکوي، چې د ایکو غړي یې حمایه کړي.‌

د کرغزستان لومړي وزیر سورن بی جین بیکوف د اقتصادي همکارۍ په انکشاف کې په «چټک پرمختګ» باندې تاکید وکړ.‌

په بیشکېک کې د سیاسي چارو پوه باکیت باکیتیوف د سرحدونو تر منځ د مالونو د ټرانسپورټ د مثال په ورکولو سره وویل،‌ د ایکو کانفرانس د جینبیکوف لپاره یو ښه فرصت وو چې د لا زیاتې دوه اړخیزې مثمرې همکارۍ لپاره په لرلیدونو باندې خبرې اترې وکړي‌.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل،‌ «د کرغزستان تر ټولو لنډه سمندري لاره له توروګرت، کاشغر او اسلام اباد څخه تیریږي، او په ګوادر باندې پای ته رسېږي،»

هغه وویل،‌ «د منځنۍ اسیا د ټولو هیوادونو لپاره کارګو کیدای شي چې په کرغزستان کې د توروګرت غاښي له لارې انتقال شي،»‌ او زیاته یې کړه چې «دا به د کرغزستان لپاره د اقتصادي انکشاف یوه لویه سرچینه وي.‌»

د کاسا - ۱۰۰۰ پروژه پر مخ ځي

له کانفرانس څخه وروسته، شریف د تاجک ولسمشر امام علي رحمان په شمول له بیلابیلو برخه والو سره په خصوصي توګه ولیدل.‌

د پاکستان راډیو راپور ورکړ چې،‌ «دواړو مشرانو د هغه پرمختګ په هکله چې تر دې دمه په اقتصادي برخه کې په ځانګړې توګه د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې په برخه کې شوی دی، چې ژر به ساختماني فیز ته داخله شي، د قناعت څرګندونه وکړه،» او زیاته یې کړه چې شریف او رحمان دواړو «د سوداګرۍ، انرژۍ او د دفاعي همکارۍ د لا زیاتولو په اړتیا تاکید وکړ.»‌

د منځنۍ اسیا د جنوبي اسیا د بریښنا د لیږد او سوداګرۍ پروژه (CASA -1000) د نړیوال بانک یوه پروژه ده چې په تیر می کې پیل شوې او هدف یې دا دی چې د بریښنا لپاره یو سیمه ییز بازار رامنځته کړي.‌

د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې یوه اقتصادپوه،‌ جاخونګیر بوبوییف، وویل، «دغه کانفرانس د سیمه ییزې همکارۍ په پیاوړتیا کې یوه بله مرحله په ګوته کړه.»‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «په وروستیو وختونو کې،‌ د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پلي کولو په هکله ډیر بحثونه وشول. رحمان په اسلام اباد کې د ملاقاتونو پر وخت له ټولو اړخونو -- تاجکستان،‌ کرغزستان، افغانستان او پاکستان څخه دا اطمینان ترلاسه کړ چې د پروژې تطبیق په صحیح توګه ترسره کړي.»‌

پاکستاني کتونکي نظر ورکوي

پاکستاني ژورنالستانو دغه کانفرانس د ترهګرۍ پر ضد او د اقتصادي ودې لپاره د سیمه ییز پیوستون په موخه د یوه فرصت په توګه وستایه.‌

په اسلام اباد کې د څیړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز اجراییه رییس امتیازګل په سیند ایالت کې د یوه صوفي په زیارت کې د داعش د بمي چاودنې په څیر ډلوژنې ته په اشاره وویل، «د ایکو ځینې غړي هیوادونه لکه پاکستان، افغانستان او ترکیه د ترهګرۍ له بدترین حالت سره مخامخ دي،»‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د سیمې ټول هیوادونه باید هڅې وکړي چې ترهګري کنټرول کړي،»

هغه وویل، په کانفرانس کې د ایکو د غړو هیوادونو او نورو متحدانو برخه اخیستنه ښیي چې هغوی تصمیم لري چې د اورپکۍ پر ضد مبارزه وکړي او نېکمرغۍ ته وده ورکړي.‌

په اسلام اباد کې په نیشنل یونیورسیتي آف ساینسز اینډ ټکنالوجي کې د اجتماعي او بشري علومو د پوهنځي رییس اشفاق حسن پاکستان فارورډ ته وویل،‌ ایکو په سیمه ییز اقتصادي انکشاف کې یو «ډیر مهم رول» لوبوي.‌

هغه د غړو هیوادونو د طبیعي ګاز، ډبرو سکرو،‌ قیمتي کاڼو او نورو طبیعي سرچینو پراخو ذخیرو ته اشاره وکړه او د داسې یوه میکانیزم د جوړولو وړاندیز یې وکړ چې اقتصادي همکاري چټکه کړي.‌

په کراچۍ کې د بزنس پلس تلویزیون یوه مشر ویاند علي ناصر وویل، د ایکو هیوادونه باید د سرکونو او ریللارو ارتباطاتو ته انکشاف ورکړي، د سوداګرۍ په لاره کې خنډونه له منځه ویسي،‌ او سفري او کلتوري مفاهمې اسانه کړي چې د نړیوالې سوداګرۍ او شفافیت له انکشاف څخه ګټه پورته کړي.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «ایکو باید اروپا ته د ننوتلو د یوې دروازې په انکشاف باندې کار وکړي چې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی ومومي او د پانګونې لپاره ګرځندوی او نورې لارې برابرې کړي،»

د کرغزستان له بشکیک څخه ایرکین کمالوف او د تاجکستان له دوشنبې څخه نادین بهروم د دې راپور په جوړولو کې همکاري کړي ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500