تروريزم

افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش اورپکي پسې واخیستل

د اعزازالله راپور

افغان امنیتي ځواکونو د فبرورۍ په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې موقعیت نیولی دی. [نورالله شیرزاده/ای ایف پي]

افغان امنیتي ځواکونو د فبرورۍ په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې موقعیت نیولی دی. [نورالله شیرزاده/ای ایف پي]

جلال اباد، افغانستان -- چارواکو سلام ټایمز ته وویل، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد جګړه کې بریالیتوب ترلاسه کړی دی.

عسکرو، چې د ایتلاف هوایي ملاتړ ورسره دی، په دغه ولایت کې د فبروري په ۱۲مه د شاهین ۲۵ عملیات د دې لپاره پیل کړل چې هلته د داعش د ډیریدونکیو فعالیتونو مخه ونیسي.

په ننګرهار کې، د روانو عملیاتو په ترڅ کې د نورو بریالیتوبونو تر څنګ، د فبروري په ۱۵مه په هسکه مینه او کوټ ولسوالیو کې د داعش ۳۸ تنه اورپکي ووژل شول او د فبروري په ۲۲مه په هسکه مینه ولسوالۍ کې د داعش ۱۲ تنه غړي ووژل شول.

چارواکي وایي، محلي ملاتړ ډیره ګټه وکړه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د فبروري په ۲۳مه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ د بریالیتوب راز دا دی چې مونږ ځایي خلک لرو چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره کار او مرسته کوي او حکومت ته معلومات ورکوي،»

د رسنیو د راپورونو په اساس، تر اوسه پورې لسګونه اورپکي وژل شوي دي.

خوګیاڼي وویل، «خلک په خپلو ملي امنیتي ځواکونو باندې باور لري. مونږ دا وړتیا لرو چې داعش له ولایت څخه وباسو.»

هغه وویل، له اصلي جنګ څخه وروسته، حکومتي ځواکونه اوس په شینوارو، کوټ او هسکه مینه ولسوالیو کې په تصفیوي عملیاتو باندې تمرکز کوي. پولیس او د ملي امنیت ریاست منسوبین یو له بل سره مرسته کوي.

خوګیاڼي وویل، «د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو زړور سرتیري پوهیږي چې یاغیان چیرې پټېږي. هغوی غواړي چې داعش چې په هرځای کې وي هلته یې ووژني.»

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي ذبیح الله زمري وویل، افغانان د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تر شا او په مقابل کې هغوی د دوی د ملاتړ لپاره ولاړ دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی داسې یوه اردو ده چې اسلام او افغاني دود ته احترام لري، له همدې امله ده چې خلک به تر پایه د هغوی تر څنګ ودریږي،»

هغه زیاته کړه، بلې خوا ته بیا داعش نه د اسلام درناوی کوي او نه د افغاني کلتور،او په افغاني ټولنه کې ځای نه لري.

دا عملیات د شفق ۲ عملیات، چې سرتیرو د ایتلاف په هوایي ملاتړ په ټول هیواد کې د اورپکو پر ضد پيل کړی وو، بشپړوي. هغه د نومبر په ۲۱مه پیل شوي وو.

د ولسوالیو تصفیه کول

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د فبروري په ۱۹مه وویل، د شاهین ۲۵ عملیات په کافي اندازه بریالي ول، چې عسکرو په کې تقریبا په بشپړ ډول په نښه شوې ولسوالۍ له اورپکو څخه پاکې کړې.

هغه وویل، داعش زمونږ د خلکو لپاره یو لوی ګواښ دی، او زیاته یې کړه چې اورپکي بې ګناه ملکي خلک وژني او په جوماتونو، ښوونځیو او زیارتونو باندې بریدونه کوي.

هغه زیاته کړه، «مونږ یوه قوي او زړوره اردو لرو. مونږ دا وړتیا لرو چې داعش له خپل هیواد څخه ختم کړو.»

د هدف سیمو اوسیدونکیو سلام ټایمز ته وویل، اکثرو ځایي کورنیو خپل غړي له طالبانو او اوس له داعش سره په جګړه کې له لاسه ورکړي دي.

د کوټ ولسوالۍ یوه مشر ملک رحمت ګل سلام ټایمز ته وویل، نژدې هرې کورنۍ په تیرو دوه کلونو کې د داعش پر ضد جګړه کې یو څوک له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل، «خلک له ملي اردو او ملي پولیسو سره له دې امله مرسته کوي چې هغوی زمونږ ژوند ژغوري او غواړي چې سیمې ته ثبات راولي. د خلکو مرسته له هغوی سره مله ده.»

د داعش تلفات

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د فبروري په ۲۰مه سلام ټایمز ته وویل، په شاهین ۲۵ عملیاتو کې د داعش تلفات لسګونو ته رسېږي چې د داعش څو مشران هم په کې وژل شوي دي.

هغه وویل، وروستیو عملیاتو د داعش ۲۷ غړي ووژل چې ۱۱ یې په یوه هوایي برید کې ووژل شول.

په کابل کې د امنیتي چارو تحلیلګر عتیق الله امرخیل سلام ټایمز ته وویل، افغان ملي اردو او ملي پولیس په بشپړ ډول دا وړتیا لري چې سیمه کنټرول کړي، او ځایي خلک اراده لري چې د داعش په ایستلو کې مرسته وکړي.

د هدف سیمو اوسیدونکي هیله ښیي چې داعش به د تل لپاره ورک شي.

د هسکې مینې اوسېدونکي سید پاشا سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په دې عملیاتو ډیر خوښ یو. مونږ خوښ یو چې افغان عسکر دلته راغلي دي. مونږ هیله لرو چې بیا هیڅکله په خپله سیمه کې داعش ونه وینو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500