ديپلوماسي

پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې هڅې ګړندۍ کوي

د عدیل سعید راپور

یو افغان سرحدي پولیس افسر د فبرورۍ په ۱۷مه د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحد ساتنه کوي. د پاکستان په سیهون کې د فبرورۍ په ۱۶مه د یوه صوفي په زیارت کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته چې ۸۰ کسان یې ووژل او له ۲۰۰ تنو څخه ډیر نور یې ټپیان کړل، پاکستاني مقاماتو د افغانستان او پاکستان تر منځ لوی سرحد د نامعلومې مودې په مخه بند کړ. [نورالله شیرزاده/ای ایف پي]

یو افغان سرحدي پولیس افسر د فبرورۍ په ۱۷مه د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحد ساتنه کوي. د پاکستان په سیهون کې د فبرورۍ په ۱۶مه د یوه صوفي په زیارت کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته چې ۸۰ کسان یې ووژل او له ۲۰۰ تنو څخه ډیر نور یې ټپیان کړل، پاکستاني مقاماتو د افغانستان او پاکستان تر منځ لوی سرحد د نامعلومې مودې په مخه بند کړ. [نورالله شیرزاده/ای ایف پي]

پېښور -- د افغانستان - پاکستان د سرحد په دواړو خواوو کې چارواکو هیله څرګنده کړې چې د اورپکو په فعالیتونو کې د وروستي زیاتوالي په پام کې نیولو سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یو له بل سره همکاري وکړي.

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د فبروۍ په ۲۰ مه وویل، د پاکستان له خوا په سرحد د امنیتي ګامونو پیاوړتیا د یوه مشترک دښمن پر ضد د جګړې معنی ورکوي -- «چې په دې کې د هر رنګ او رخ ترهګر راځي.»

د پوځ د عامه اړیکو د یوې خبرپاڼې په اساس، باجوه په راولپنډۍ کې د لوړې سطحې په یوه امنیتي مجلس کې وویل، «پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کړې ده او باید چې دې هڅې ته په ګډه سره دوام ورکړي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، «باجوه په سرحد کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ لارښوونه وکړه څو د غیرقانوني حرکتونو د ټولو ډولونو په شمول په سرحد د ترهګرو د اوښتلو را اوښتلو مخه ونیسي.»

پاکستاني مزدورکاران د فبرورۍ په ۹مه خپل لاس ګاډي چې په شیانو باندې بار دي د پاکستان په خیبر ایجنسۍ کې له افغانستان سره د تورخم په پوله کې ټیله کوي. [عبدالمجید/ ای ایف پي]

پاکستاني مزدورکاران د فبرورۍ په ۹مه خپل لاس ګاډي چې په شیانو باندې بار دي د پاکستان په خیبر ایجنسۍ کې له افغانستان سره د تورخم په پوله کې ټیله کوي. [عبدالمجید/ ای ایف پي]

سربیره پر دې، هغه «د افغان مقاماتو له خوا د وروستي وړاندیز هرکلی وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد د نتیجه لرونکو هڅو دوه اړخیزه همغږي پرمخ ویوړل شي.»

دغه مجلس په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې په وروستي ډیرښت او د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم د پولې په موقتې بندیدا پسې وروسته ترسره شو.

د همکارۍ په لورمثبت ګامونه

په عین حال کې، د دواړو غاړو ډپلوماټانو خبرې «مثبتې» وګڼلې.

په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخیلوال د فبرورۍ په ۲۰ مه د ټولنیزو رسنیو له لارې وویل، «ما له کابل څخه له نننۍ راستنیدنې څخه وروسته، د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز سره یو ډیر مثبت ملاقات، او د پوځ له مرکزي قوماندانۍ سره رغوونکې خبرې درلودل.»

هغه وویل، «په نتیجه کې، زه تمه لرم چې روان تاوتریخوالی به ژر له منځه لاړ شي او یو د بل اندیښنو ته د ځواب ویلو او په همکارانه طریقه د شکایتونو د حل لپاره به یو مثبت چاپیریال رامنځته شي. مونږ په امتحاني توګه د مخکې تګ لپاره په یوه لاره سره سلا شوي یو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا د مجلس ترسره کیدا او د هغه نتیجه تایید کړل.

د د نیشن ورځپاڼې د خبر له مخې، هغه وویل چې، «دواړو اړخونو رغوونکې خبرې وکړې. هلته د سولې د هڅو د یقیني کولو په هکله د رایو یووالی موجود وو.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړه چې له پاکستان سره ګډ کار وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني پاکستان فارورډ ته وویل، افغان حکومت «هیله لري چې خبرې اترې وکړي او د پاکستان حکومت سره د دواړو لوریو د لستونو او اندیښنو په هکله، په ځانګړې توګه د همغږۍ د څلوراړخیز ګروپه چوکاټ کې، په ګډه مسؤلانه اقدامات ترسره کړي.»

د ګډ دښمن پر ضد یووالی

د پاک - افغان خلکو د جرګې ویاند نثاراحمد خان وویل، «دا د پاکستان د لوړې سطحې پوځي افسرانو څخه یوه ډیره مثبته وینا ده چې دواړه هیوادونه به د ګډ دښمن یعنې ترهګرو پر ضد جګړه کوي.»

هغه وویل، د پولې په دواړو غاړو کې خلک له ترهګرۍ څخه ډیرسخت متاثر شوي دي او دا د دواړو حکومتونو لپاره د دې وخت دی چې سره کیني او په ګډه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې هر ډول غلط فهمۍ لیرې کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د پاکستان او افغانستان د حکومتونو او خلکو تر منځ له یووالي څخه پرته، دا نشي کیدای چې زمونږ ګډ دښمن مات کړای شي او مونږ به له دې مصیبت څخه چې لا دوخته یې زرګونه قیمتي ژوندونه له منځه وړي دي لا نور په کړاو اخته شو.»

نثار وویل، «که په پاکستان کې خلک په بمي چاودنو او هدفي وژنو مړه کیږي، افغانان هم خوندي نه دي او د تاوتریخوالي او افراطیت قرباني کیږي.»

لطف الرحمان چې په ریډیو پاکستان کې یو مشر پروډیوسر دی او د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ په کرښه د خپلې دوکتورا لپاره څیړنه کوي وویل، «د پاکستان د لوی درستیز بیانیه ډېره د ستاینې وړ ده او له افغان لوري څخه د یوه مناسب ځواب وړتیا لري.»

هغه د دواړو هیوادونو له سیاسي رهبریو څخه وغوښتل چې همکارۍ سره غښتلې کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «افغان حکومت باید د پاکستان د لوی درستیزمثبت سګنال ته متقابل ځواب ووایي او د دې لپاره همغږي رامنځته کړي چې هغه ترهګر چې د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې یې پناه اخیستې ده وباسي.»

هغه وویل، «د پاکستان او افغانستان خلک له ګډو ستونزو سره مخامخ دي، چې د هغو تر منځ ترهګري تر ټولو لویه ستونزه ده.»

د ضرب عضب عملیاتو پراخول

د پیښور پوهنتون د سیاسي علومو د ډيپارټمنټ رییس پروفیسر الف. ز. هلالي پاکستان فارورډ ته وویل، «اوس د دې وخت راغلی دی چې په یوه پلیټ فارم په ګډې ناستې سره د ترهګرۍ ضد ګامونو په هکله ... غلط فهمۍ ختمې کړای شي،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «له همکارۍ څخه پرته مونږ نشو کولی چې د ترهګرو خوندي ځایونه په نښه کړو. د دې هدف لپاره، افغانستان باید همکاري پراخه کړي ځکه چې پاکستان د روانو پوځي عملیاتو، ضرب عضب، په نتیجه کې یاغیان له خپلې خاورې څخه ایستلي دي.»

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ په جون کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو ترسره کول پيل کړل.

په پیښور کې میشت د فاټا یا قبایلي سیمو د امنیتي چارو پخواني سکرټر متقاعد ډګرمن محمودشاه وویل، «ترهګري په یوه نړیواله ستونزه باندې اوښتې ده او نشي کیدای چې د هیڅ هیواد له خوا په یوازې ځان ماتې ورکول شي.»

هغه وویل، پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یو لوی رول لوبولی دی او اوس د ترهګرو د پاتې پټنځایونو په له منځه وړلو کې د افغانستان ملاتړ ته ضرورت لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ ترهګر له خپل هیواد څخه ایستلي دي، او ضرب عضب عملیاتو ډیر مثبت او هڅوونکي نتایج لرلي دي.»

شاه وویل، لکه څرنګه چې باجوه په روښانه ډول وویل، «له دوه اړخیزې همکارۍ او ملاتړ پرته، مونږ نشو کولی چې د تاوتریخوالي د روانې ستونزې مخه ونیسو او پای ته یې ورسوو.»

یو اړخیزتوب د حل لاره نه ده

په پیښور پوهنتون کې یوه افغان محصل خالد امیري وویل، «د ترهګرۍ له منځه وړل یووالي ته ضرورت لري، او د دواړو هیوادونو پالیسي جوړونکي باید دا حقیقت درک کړي.»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «یو اړخیزې هڅې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې مناسبه لاره نه ده،» او تاکید یې وکړ چې افغان حکومت دې د باجوه احساسات غبرګ کړي.

د پاک - افغان ګډې سوداګریزې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي وویل، «که دواړه هیوادونو د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې یو د بل اهمیت درک نه کړي، دغه فتنه به لا نوره قوي شي او د خلکو ژوند او ملکیت ته به زیان ورسوي.»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د ترهګرۍ پر ضد جنګیدونکیو دواړو هیوادونو تر منځ جګړه هیڅکله د یوې ستونزې حل نه دی، او وړاندیز یې وکړ چې د هغه پر ځای دې همکاري او یو د بل ملاتړ وشي.

د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي له لارې د امنیت د ښه کیدا تر څنګ، ضیاء وړاندیز وکړ چې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري، چې د پاکستان له خوا افغانستان ته د ننوتلو د دروازو په موقتي بندیدا سره په ټپه دریدلې ده، بیا پرانستل شي.

ضیاء وویل، د پاکستان په سمندري بندرونو او سرحدي مرکزونو کې زرګونه کانټینرونه په انتظار ولاړ دي، چې دواړو خواوو ته بیلیونونه روپۍ تاوان وراړوي.

هغه وویل، «که مونږ تجارت بیا پرانیزو... هغه به د اعتماد جوړونې د ګامونو د رامنځته کولو تر څنګ، مرسته وکړي چې د حکومتونو تر منځ تاوتریخوالی را کم او د خلکو تر منځ تماسونه بیا پیل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان باید فکر وکړي چې په افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي او نه دې په افغانستان کې د جګړې په هکله خوښي څرګندوي. که په یوه ګاونډي هېواد کې تل جګړه وي، داسې ورځ به راشي چې د جګړې اور د هغه ګاونډي هېواد ته ورسېږي او هغه هم د جګړې په اور کې وسوځي. ښايي پاکستان د افغانستان له جګړې خوند واخلي او ښايي په افغانستان کې د جګړې له لارې یو څه پیسې ترلاسه کړي، خو داسې ورځ به راشي چې په څو ورځو کې ټول هغه څه چې پاکستان د افغانستان د جګړې له لارې ترلاسه کړي، له منځه ولاړ شي. پاکستان باید هڅه وکړي چې ژر تر ژره په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي. د پاکستان خیر د افغانستان په ابادولو کې دی، نه د افغانستان په ورانولو کې. ایا د ناروا پیسو په موندلو کې ډیرې ګټې دي، که د حلالو پیسو پرځای د حرامو پیسو په موندلو کې ډېر ښه ترلاسه کیږي؟ هیڅوک د غیرقانوني پیسو په موندلو کې هیڅ ښه نه ګوري. که په افغانستان کې امنیت وي، پاکستان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ له لارې ډېره ګټه ترلاسه کړي. که پاکستان هوښیار وي، باید یو دوست ګاونډی ولري، نه دښمن. له څو کلونو راهیسې پاکستان په افغانستان کې دننه داسې کارونه کړي چې حتی افغان ماشومان هم له پاکستان څخه کرکه لري. که د یوه ګاونډي په کور کې اور ولګېږي، د بل ګاونډي کور به خامخا اور اخلي. پاکستان باید دغه اور مړ کړي څو پاکستان پخپله خوندي پاتې شي.

ځواب ورکړئ