تروريزم

د طالبانو له خوا افغان ټولنې ته د زیان رسونې په دوام سره د خلکو غوسه ډېره شوه

د نجیب الله راپور

افغان امنیتي پرسونل د ۲۰۱۷ د مارچ په ۲مه په کابل کې د پولیسو د حوزې د ودانۍ د ویجاړو شویو برخو تر څنګ هلته له یوه ځانمرګي موټر بمي برید څخه یوه ورځ وروسته تیرېږي.‌ په کابل کې په دوه امنیتي ودانیو په یو وخت طالبانو ځانمرګي بمي بریدونه وکړل چې ۱۶ کسان په کې ووژل شول.‌

افغان امنیتي پرسونل د ۲۰۱۷ د مارچ په ۲مه په کابل کې د پولیسو د حوزې د ودانۍ د ویجاړو شویو برخو تر څنګ هلته له یوه ځانمرګي موټر بمي برید څخه یوه ورځ وروسته تیرېږي.‌ په کابل کې په دوه امنیتي ودانیو په یو وخت طالبانو ځانمرګي بمي بریدونه وکړل چې ۱۶ کسان په کې ووژل شول.‌

کابل -- افغان اتباعو او چارواکو وروسته له هغه غوسه څرګندوي چې طالبانو د خلکو د ژوند د ویجاړولو او د هېواد د اقتصادي ځواک کمزوري کولو ته ادامه ورکړه.‌

په کابل پوهنتون کې د ارواپوهنې د څانګې یوې ۲۱ کلنې محصلې، مریم، سلام ټایمز ته وویل، طالبانو په تېرو ۱۳ کلونو کې زرګونه کورنۍ ویجاړې کړې او افغانانو ته یې بې اندازې غمونه جوړ کړل.

په ۲۰۱۶ کال کې، د ملکیانو تلفات له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې ملګرو ملتونو ثبت کړي دي تر ټولو لوړې کچې ته پورته شول، چې نژدې ۱۱۵۰۰ ملکي کسان په کې وژل شوي یا ټپي شوي دي.

د دغو قربانیانو اکثریت ځوانان ول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) په وینا، یوازې په ۲۰۱۶ کال کې، په جګړو کې ۹۲۳ ماشومان وژل شوي او ۲۵۸۹ نور ټپي شوي دي.

په کابل کې عام قتل

یو وروستی مثال ښیي چې د طالبانو تاوتریخوالی هېواد څنګه سره بېلوي.

د مارچ په ۱، یوه ځانمرګي موټربمي بریدګر د کابل په لوېدیځ کې د افغان پولیسو یوه حوزه ووهله، چې ورپسې یوه وسله واله نښته پیل شوه. څو دقیقې وروسته، یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان د کابل په ختیځ کې د افغان استخباراتي ادارې د یوې څانګې په مخکې په داسې حال کې وچاوه چې یو بل بریدګر ودانۍ ته د ننوتلو پر وخت وویشتل شو.

په دغو حملو کې لسګونه کسان ووژل شول او ټپيان شول. د پېښې مسؤلیت طالبانو پرغاړه واخیست.

د کابل یو اوسېدونکی، زمری، د خپل کوچني زوي چې په دغه حمله کې ووژل شو، په مړینه ویر کوي.

د هغه زوی یو د ګوزڼ د ناروغیو واکسیناتور وو چې دروازه په دروازه ګرځېده چې له ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین وکړي.

زمري سلام ټایمز ته وویل، طالبان د افغانانو ژوند ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.

ولیداد د عین ځانمرګي بمي برید یو بل قربانی وو.

هغه له خپلې مېرمنې، مور، او څلورو ماشومانو سره یو ځای کابل ته د دې لپاره راغلی وو چې هغوی له جنګ څخه خوندي کړي. خو د طالبانو تاوتریخوالی جغرافیوي فاصلې نه پېژني.

د ولیداد مېرمنې د هغه له مرګ څخه یوه ورځ وروسته سلام ټایمز ته وویل، ولیداد له سهار وخته نه تر ماښام پورې په خپله لاسي کراچۍ کار کاو، او اوسپنه به یې اخیستله او خرڅوله.

هغې په ژړا وویل، «هغه څه جرم کړی وو؟»، او زیاته یې کړه چې هغه نه پوهېږي چې څنګه خپل څلور ماشومان د هغوی له پلار څخه پرته وساتي.

د کابل پولیسو د جنایي څېړنو د څانګې مشر فریدون عبیدي سلام ټایمز ته وویل چې، د مارچ د ۱ حملې اکثر ملکي کسان ووژل، چې درې په کې ښځې وې.

د بې ګناه خلکو وژل

یوازې څو ورځې وروسته طالبانو بیا حمله وکړه

د ای اېف پي د راپور له مخې، ۸ تنه افغان ملکیان، چې ۴ ماشومان هم په کې شامل ول، د مارچ په ۳ مه په فراه ولایت کې هغه وخت ووژل شول چې هڅه یې کوله چې له جګړې څخه وتښتي.

شل تنه نور ټپیان شول.

د ولایتي ادارې ویاند ناصر مهري ای اېف پي ته وویل، «کله چې هغوی د جګړې له صحنې څخه تښتېدل موټر یې د سرک د غاړې بم وواهه.»

دیني عالمان وایي، طالبان چې هرې خوا ته ملکي خلک قتل عام کوي، هغوی اسلامي اساسات تر پښو لاندې کوي.

یوه دیني عالم او په کابل کې د یوه جومات خطیب مولوي احمدالله احمدي سلام ټایمز ته وویل، طالبان د اسلام نوم بدوي، «اسلام هېڅکله د بې ګناه خلکو د وژلو اجازه نه ورکوي.»

هغه زیاته کړه، طالبان عام خلک په دې غولوي چې خپلې ګټې پرې ترلاسه کوي او هره ورځ د بې ګناه خلکو ژوند اخلي.

د نه جبران وړ ویجاړتیا

د زرګونو خلکو د ژوند د اخیستلو تر څنګ، طالبان د اقتصادي زیانونو د اړولو سبب ګرځېدلي دي.

د پارلمان یوه غړي انجنیر ذکریا ذکریا دا د هېواد بېخ بناء «د نه جبران وړ ویجاړتیا» په توګه یاده کړه. هغه زیاته کړه، طالبان د هر هغه تن له منځه وړي چې غواړي په هېواد کې پانګونه وکړي.

ذکریا وویل، د طالبانو ویجاړونکیو فعالیتونو بې روزګاري، بې قانوني او په پراخه کچه د ښوونځیو بندېدا رامنځته کړي دي.

د یوه خصوصي پوهنتون استاد او په کابل کې د اقتصادي چارو تحلیلګر محمد رضا محمدي وویل، د طالبانو ځمکنیو ماینونو او ځانمرګو بمي بریدونو په پراخه کچه په ملي سطحه د ۱۳ کلنې بیا رغونې لګښتونه له منځه وړي دي.

هغه یاده کړه چې، سرکونه د اورپکو لپاره په زړه پورې هدفونه دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «تیر کال، وروسته له هغه چې هغوی په کندوز کې مات کړای شول، طالبانو د الچین پل ونړاوه، چې د میلیونونو افغانیو تاوان یې رامنځته کړ، او حکومت بیا ورغاوه.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر بشیر بیژن سلام ټایمز ته وویل،دغه ګروپ د خارجي بادارانو امرونه پرځای کوي، چې له افغان ملي ارزښتونو سره هېڅ سروکار نه لري.

هغه زیاته کړه، د ملکي خلکو وژل او د عامه اسانتیاوو ویجاړول ښيي چې دا ګروپ د افغانستان یا د دغه هېواد د ګټو په وړاندې هېڅ احساس نه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو ډېر ښکلي معلومات او خبرونه وړاندې کوئ. ډېره مننه

ځواب ورکړئ