تروريزم

د داعش اورپکو د کابل په روغتون «غیراسلامي» برید وکړ

د ای اېف پي او سټاف راپور

افغان پولیس د مارچ په ۸ مه په کابل کې د بمي چاودنې صحنې ته رارسېږي. یوې چاودنې او د ټوپکونو ډزو د کابل په دپلوماتیکه ساحه کې هغه وخت ډزوډوز جوړ کړ چې یاغیانو د افغانستان په تر ټولو لوی پوځي روغتون حمله وکړه. [شاه مری/ ای اېف پي]

افغان پولیس د مارچ په ۸ مه په کابل کې د بمي چاودنې صحنې ته رارسېږي. یوې چاودنې او د ټوپکونو ډزو د کابل په دپلوماتیکه ساحه کې هغه وخت ډزوډوز جوړ کړ چې یاغیانو د افغانستان په تر ټولو لوی پوځي روغتون حمله وکړه. [شاه مری/ ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل، چاودنو او د ټوپکونو ډزو د کابل په دپلوماتیکه سیمه کې د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۸ مه/ هغه وخت ډزوډوز جوړ کړ چې یاغیانو چې د ډاکټرانو لباسونه یې اغوستي وو د افغانستان په تر ټولو لوی پوځي روغتون حمله وکړه.

روغتیایي چارواکو راپور ورکړ چې، په سردار داودخان روغتون کې لږ تر لږه ۳۸ تنه افغانان ووژل شول او له ۷۰ تنو څخه ډېر نور ټپیان شول.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ای اېف پي ته وویل، «د قربانیانو ډېره برخه ناروغان، ډاکتران او نرسان دي،» او زیاته یې کړه چې څلور تنه بریدګرهم ووژل شول.

افغان ځانګړو ځواکونو تصفیوي عملیات پيل کړل چې خواوشا ۶ ساعته وخت یې ونیو. هغوی د روغتون په بام راښکته شول او بیا یې بریدګر په ډزو ووژل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ای اېف پي ته په لنډو خبرو کې وويل، «مونږ لا هم د اوښتي تاوان ارزونه کوو،»

داعش د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د سخت فشار ساعتونه

د ۶ ساعته اوږدې محاصرې په ترڅ کې د روغتون یوه کارمند په خپل فیسبوک ولیکل، «بریدګر په روغتون کې دننه دي. زمونږ لپاره دعا وکړئ.»

د روغتون اداري چارواکو ای اېف پي ته وویل، وروسته له هغه چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر چې په پښو روان وو ځان د روغتون په شاتنۍ دروازه کې والوزاوه، او په ۴۰۰ بستریز روغتون کې دننه یې ګډوډي جوړه کړه، درې وسله والو کسانو چې د لابراتوار سپینې چپنې یې اغوستې وې، حمله وکړه.

د روغتون یوه نرس عبدالقدیر ای اېف پي ته وویل، «ما یو بریدګر ولید، کلاشینکوف ورسره وو، د ډاکټر په څېر لباس یې پر تن وو او په درېیم منزل کې یې په ناروغانو او ساتونکو ډزې کولې.»

هغه وویل، «هغوی زما ملګری وویشت، خو زه وتوانېدم چې وتښتم... ما په اغزن سیم باندې ټوپ ور واچاوه او وتښتېدم،»

کله چې افغان سرتېرو تصفیوي عملیات پیل کړل، لږ تر لږه دوه نورې د لوړ اواز چاودنې واورېدل شوې -- د دفاع وزارت وویل چې موټر بمي برید وو او د روغتون د پارکېنک په سیمه کې ترسره شو.

هېڅ شی په روغتونونو باندې حملې نشي توجیه کولی

چارواکو اوعادي افغانانو په دې تازه پېښه کې د یوه روغتیایي مرکز په نښه کولو سره د افغانستان د جګړې د لوریو په وړاندې په قهر سره غبرګون وښود. مکررو بریدونو د افغانستان نازک روغتیایی سیستم ګډوډ کړی او د دې مخه یې نیولې چې د شخړو په نتیجه کې بې ځایه شوي ملکي خلک ژوند ژغورونکې پاملرنې ته لاسرسی ولري.

د ای اېف پي د راپور له مخې، د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله د وروستي برید په هکله د خبرو کولو پر وخت وویل، «دا یو مجرمانه عمل دی. هېڅ شی هم په روغتونونو باندې حمله نشي توجیه کولی،»

هغه وویل، «مونږ به هېڅکله هم دغه جنایتکاران ونه بخښو،»

د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر په یوه ټویټ کې ولیکل، «مونږ به هغو خلکو ته چې د دې برید مسؤل دي د هغوی له تنظیموونکیو او تمویلوونکیو سره یوځای سزا ورکړو،»

د کورنیو چارو وزارت پخواني معین جنرال بشیر سالنګي وویل چې د ناروغانو او روغتونونو په نښه کول «غیرانساني، وحشیانه او غیراسلامي کار دی.»

د کابل یوې ورزشکارې مستورې ارزو سلام ټایمز ته وویل، «ما لیدلي چې ډاکټرانو په روغتون کې له ټپي شویو یاغیانو سره مرسته کړې ده. اوس هغوی په ډاکټرانو باندې حمله وکړه. هغوی انسانان نه دي او اسلام ته تعهد نه لري.»

په کابل کې یوه ډاکتر زهیر زهیر سلام ټایمز ته وویل، په جوماتونو، ښوونځیو او روغتونونو حملې ښیي چې یاغیان دا وړتیا نه لري چې د اردو په وړاندې جګړه وکړي.

هغه د یاغیانو پر ضد د خبرو کولو پر وخت وویل، «دې حملې په صریح ډول وښودله چې هغوی څوک دي. هغوی نه غواړي چې خلک په سوله کې ژوند وکړي.»

د نا امنۍ ډېرېدل

دا برید یوه اونۍ وروسته له هغه کېږي چې طالب ځانمرګو بریدګرو په کابل کې په دوه امنیتي ودانیو په یو وخت حملې وکړې او ۱۶ کسان یې ووژل.

لسګونه نور کسان هغه وخت ټپيان شول چې یوه ځانمرګي موټر بمي بریدګر د کابل په لوېدیځ کې د پولیسو په یوه حوزه برید وکړ او وروسته له هغه چې یو بل بریدګر ودانۍ ته ننوت جګړې پنځه ساعته دوام وکړ، او د لوګیو ورېځې اسمان ته پورته شوې.

په دویم برید کې، یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان د کابل په ختیځ کې د افغان استخباراتي ادارې د څانګې په دروازه کې والوزاوه.

زیاتېدونکی تاوتریخوالی په افغانستان کې د نا امنۍ ډېرښت، چې د طالب یاغیانو په واسطه رامنځته شوی دی، په ګوته کوي.

د فبرورۍ په ۷ مه، یوه ځانمرګي بمي بریدګر د افغانستان د سترې محکمې کارمندان په نښه کړل، چې ۲۰ تنه یې ووژل او ۴۱ تنه نور یې ټپیان کړل.

د جنورۍ په ۶ مه، اورپکو په بغلان ولایت کې د ډبرو سکرو په کان کیندونکو باندې برید وکړ، چې ۵ کسان یې په کې ووژل او ۸ نور یې ټپي کړل. په ډسمبر کې، طالب جنګیالیو، وروسته له هغه چې پولیسو ۲۹ تنه اورپکي ووژل، په یوه انتقامي برید کې ۲۳ تنه ملکي کسان قتل عام کړل.

دغه هېواد په پسرلي کې په داسې حال کې د جګړې له یوه سخت موسم سره مخامخ کیږي چې له طالبانو سره د سولې مذاکرات په مکرر ډول ناکام شوي دي.

[له کابل څخه اعزازالله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که امریکا له زړه نه وغواړي کولی شي چې په پاکستان فشار راوړي چې طالبان،‌حقاني شبکه او دا په پاکستان کې جوړ داعش کنټرول کړي. امریکا او د نړۍ نور لوی هیوادونه باید پاکستان د ترهګرو د دولتي ملاتړ کوونکیو په ډله کې ونیسي او اقتصادي بندیزونه پرې ولګوي.‌

ځواب ورکړئ