تروريزم

په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې ځاني ویجاړتیاوې

د نجیب الله راپور

د افغان ملي دفاعي او او امنیتي ځواکونو یو غړی د فبرورۍ په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش په اورپکو د ګرنېټ واروونکي راکټ ډز کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]‌

د افغان ملي دفاعي او او امنیتي ځواکونو یو غړی د فبرورۍ په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش په اورپکو د ګرنېټ واروونکي راکټ ډز کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]‌

کابل -- د افغان چارواکو او تحلیلګرانو په قول،‌ د داعش د خراسان څانګه په افغانستان کې د خپلو درواغو او ډېر بد چلند له امله سره بې اتفاقه او په ډلو وېشل کېږي.

هغوی وایي،‌ د داعش عملونه،‌ چې له اسلامي اساساتو او افغاني کلتور سره په ټکر کې دي،‌ او د افغانانو په وړاندې د هغوی ابتدایي چال او فرېب د دې سبب شول چې مخکې له دې چې ان دغه ډله ځان ته یو مرکز جوړ کړي، په ډلو ټپلو ووېشل شي.‌

سلام ټایمز پخوا راپور ورکړی وو چې، په دغو وحشتونو کې په لمانځه کې د لمونځ کوونکو وژل، په جوماتونو کې بمونه چول،‌ د ښځو او ماشومانو وژل او د ملکي خلکو د کورونو سوزول شامل وو.‌

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «داعش کوشش وکړ چې ننګرهار په خپل اصلي مرکز واړوي او له هغه ځای نه نورو ولایتونو ته خپل کسان ولېږي.»

هغه وویل،‌ «پخوا داعش کولی شوای چې خپل فعالیتونه پراخ کړي، خو کله چې هغه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو هدف وګرځېد، په نتیجه کې یې د دغه ګروپ فعالیتونه په ننګرهار کې یوازې درې ولسوالیو پورې محدود کړای شول.»‌

داعش د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې درانه تلفات لیدلي او یو شمېر مشران او قوماندانان یې وژل شوي دي.‌

په هغوی کې شیخ مقبول، چې د شاهدالله شاهد په نامه مشهور وو،‌ «د خراسان ولایت» پخوانی مرستیال مشر ګل زمان،‌ یو بل پخوانی مرستیال مشر ملا عبدالرؤف خادم، او پخوانی اورپکی قوماندان حافظ سعیدخان چې په ملا سعید اورکزي هم مشهور وو او د جولای په ۲۶مه په ننګرهار ولایت کې په ګډو پوځي عملیاتو کې ووژل شو، شامل دي.‌

د افراطیت په مقابل کې د افغانانو مخالفت

وزیري وویل، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تر برید لاندې، او د افغانانو له ملاتړ پرته،‌ داعش په افغانستان کې د پاتې کېدلو چانس نه لري.‌

هغه وویل، «داعش په پیل کې د پروپاګند داسې کمپاین شروع کړ چې ادعا یې کوله چې هغوی د دې لپاره راغلي چې جهاد وکړي او خارجیان وباسي. کله چې خلکو د هغوی عملونه ولیدل،‌ چې له افغاني دود دستور،‌ اسلام او دین سره په ټکر کې دي،‌ هغوی پوه شول چې داعش دروغ ویل.‌»

هغه وویل،‌ «له همدې امله،‌ افغانان په ننګرهار کې د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ د داعش پر ضد جګړه کوي.»

د کابل پوهنتون د حقوقو استاد فاروق بشر سلام ټایمز ته وویل، د داعش د خراسان څانګه په دې کې ناکامه شوې چې په افغانستان کې ریښې وځغلوي ځکه چې افغانان د راډیکالیزم او افراطیت مخالف دي.‌

هغه وویل،‌ «افغانان معتدل مسلمانان دي،‌ او راډیکال نظریات هغوی ته د منلو وړ نه دي.»

هغه وویل،‌ د داعش له سپکاوي ډک نظریات «په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د ماتې لوی دلیل دی.»

هغه وویل،‌ په ځینې مواردو کې داعش حتی له طالبانو سره ټکر کړی دی، چې د دښمنۍ او کرکې په برخه کې د دواړو افراطي ډلو شدت ښیي.

د داعش ابتدایي فرېب

د ننګرهار ولایت یوه ۳۷ کلن بزګر عبیدالله مومند وویل،‌ «خلک له طالبانو نه ستړي شوي وو او فکر یې کاوه چې داسې یو فرصت شته چې داعش به د هغوی په نسبت ښه چلند وکړي.»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «ډېر ژر دا معلومه شوه چې داعش د انسانیت یا اسلام په هکله په هېڅ خبر نه وو.»

مومند وویل، د داعش غړو د ماشومانو،‌ ښځو یا زړو په مقابل کې هېڅ رحم ونه کړ،‌ او زیاته یې کړه چې د داعش له خوا د ښځو سپکاوی د زغم وړ نه دی او د افغاني کلتور له اساساتو څخه سرغړونه کوي.

د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي یوه محصل ایمل خان چې اصلا د هلمند ولایت دی وویل، «داعش وکولی شوای چې په اول کې خلک وغولوي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «کله چې خلکو د دغې ډلې د غړو وېره اچونه او وحشت ولیدل،‌ هغوی یو مخ راپورته شول چې د دغو ترهګرو په مقابل کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.»‌

ایمل وویل،‌ اوس ملکي خلک د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تر څنګ د داعش پر ضد جګړه کوي ځکه چې «هغوی پوهېږي چې دایمي سولې او ارامۍ ته تللې یوازنۍ لاره دا ده چې د حکومت او وسله والو ځواکونو ملاتړ وشي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500