تروريزم

د داعش مالي ستونزو د هغه جنګي چمتووالی له منځه وړی دی

د خالد التایي راپور

د داعش الحسبه «مذهبي پولیس» کسان په موصل کې په سرای مارکېټ کې ګزمه کوي، چې هلته دغه ډله له سوداګرو څخه مالیات ټولوي.‌ [عکس د نیناوا معلوماتي مرکز له خوا اخیستل شوی دی]‌

د داعش الحسبه «مذهبي پولیس» کسان په موصل کې په سرای مارکېټ کې ګزمه کوي، چې هلته دغه ډله له سوداګرو څخه مالیات ټولوي.‌ [عکس د نیناوا معلوماتي مرکز له خوا اخیستل شوی دی]‌

کارپوهانو دیارونا ته وویل، د جګړې په ډګر کې د داعش مؤثرتیا د دغې ډلې په عوایدو کې د کمي له وجې ډېره رالوېدلې ده.

هغوی وویل، د دغې ډلې مالي بحران د هغې د جنګیالیو په تنخاګانو او د وژل شویو کسانو کورنیو ته د وینې د قېمت ورکولو په اندازه باندې تاثیر کړی دی. دغه حالت د هغوی په لیکو کې ناخوښي او غوسه رامنځته کړي او د جنګیالیو په توګه د هغوی اجرأت یې متاثر کړي دي.

د نیناوا د ولایتي شورا غړي خلف الحدیدي وویل، دغه ګروپ خپلو جنګیالیو ته د میاشتې د ۴۰۰ او ۱۲۰۰ ډالرو تر منځ تنخاګانې ورکولې، خو اوس، «هغه نشي کولی چې حتی د عوایدو یو ثابت جریان تأمین کړي.»

هغه دیارونا ته وویل، «د موصل لپاره جګړه تقریبا پای ته رسېدلې ده. دغه ګروپ د خپل «خلافت» له مرکز څخه د ماتې اعلان کړی دی، او دا په دې مانا چې مونږ د هغوی وروستي سنګرونه چې هغوی ته یې د تمویل قوي منبع برابروله، ورو ورو ورنه لاندې کوو.»

الحدیدي وویل، د ۲۰۱۴ کال په جون کې د موصل له نیولو راهیسې، دغې ډلې په ابتدایي توګه د القیاره د تېلو څاګانو څخه په ترلاسه کېدونکیو خامو تېلو باندې د خپلو عملیاتو د ترسره کولو لپاره تکیه کوله، چې د قاچاق په عملیاتو کې یې هره میاشت میلیونونه ډالر ترلاسه کول.

هغه وویل، له نیناوا ولایت څخه د غلا شویو لرغونو لاسي صنایعو سوداګرۍ هم هغوی ته د عوایدو یوه لویه سرچینه جوړوله، او تر څنګ یې د داعش له خوا په عراق او سوریه کې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د ټرانسپورټي وسایلو په تګ راتګ باندې لګېدلو مالیاتو نور عواید په لاس ورکول.

هغه وویل، د اوج په نقطه کې، دغو حالتونو د پام وړ عواید په لاس ورکړل.

کمې شوې تنخاګانې، ټیټ مورال

الحدیدي وویل، کمو شویو تنخاګانو د داعش جنګیالي ناراض او په غوسه کړي دي، او یاده یې کړه چې د هغوی اقتصادي ستونزو د هغوی په جنګي مورال باندې تاثیر کړی دی.

هغه وویل، ځینې جنګیالیو په لوېدیځ موصل کې د خلکو د کورونو لوټلو ته مخه کړې ده، «او کوشش کوي چې هر هغه څه چې په لاس ورځي، لکه خواړه او شخصي شیان، چې غلا یې کړي، او خپل دغه عمل ته دا بهانه جوړوي چې یاد ګروپ د جګړې په حالت کې دی او ملاتړ ته ضرورت لري.»

هغه زیاته کړه، په یوه هڅه کې چې خپل جنګیالي تشویق کړي، د یادې ډلې مبلغینو هڅه وکړه چې د تنخاګانو کمېدا توجیه کړي، او دې نظریې ته یې وده ورکوله چې، «پیسې د جنګ هدف نه دی او دا چې هغوی باید حتی تر دې سخت حالت ته چې را روان دی تیاری ونیسي.»

د عراق د پارلمان غړي عمار توما دیارونا ته وویل، داعش له خپلو جنګیالیو سره سخاوتمندانه چلند وکړ، او دا یو داسې پلان وو چې ډېر داسې عراقیان یې چې لږ عاید یې درلود خپلو لیکو ته جلب کړل.

هغه وویل، خو له کومه چې د هغوی د عوایدو سرچینې وچې شوي دي، نور نو هغه په خپلو جنګیالیو باندې پوره کنټرول نه لري، چې بالاخره به په میدان کې د هغوی موجودیت له ګواښ سره مخامخ کړي.

په لندن کې د افراطیت د څېړنې د نړیوال مرکز (ICSR) د فبرورۍ د ۱۷مې د راپور په اساس، له مالیاتو، لوټنو او په تور بازار کې د تېلو له خرڅلاو څخه د داعش عواید د ۲۰۱۴ کال په نسبت نیمایي ته راښکته شوي دي.

راپور څرګندوي چې یادې ډلې د تېرو څو میاشتو په جریان کې په عراق کې تر خپل کنټرول لاندې قلمرو څخه یوه لویه برخه له لاسه ورکړې ده، چې عواید یې د تېر وخت د ۱.۹ بیلیونه ډالرو په نسبت د ۲۰۱۶ په اوایلو کې ۸۷۰ میلیونه ډالرو ته راښکته کړي دي.

د څېړنې په شمېرنو کې د داعش له اسنادو، د حکومتي مقاماتو له خوا وړاندې شویو ارقامو، د ژورنالستانو او تحقیقاتي مرکزونو له خوا چمتو شویو راپورونو او له حکومتي استازو او کارپوهانو سره ترسره شویو مرکو څخه استفاده شوې ده.

مشران له پیسو سره تښتي

توما یادونه وکړه چې، نړیوال هوایي کمپاین چې د ګروپ د تېلو او لاسي صنایعو د قاچاق عملیات یې په نښه کړل د هغوی د دفاع د کمزوري کولو او د مورال راټیټولو په برخه کې یو لوی رول ولوباوه.

هغه وویل، «په موصل کې د پوځي کمپاین په شروع کېدلو سره، مونږ اورېدلي چې جیګپوړو قوماندانانو دغه ډلېه پرېښې او له ډېرو اندازه پيسو سره تښتېدلي دي.»

هغه وویل، «دغه کار، په خپل وار سره، د داعش پاتې کسانو ته یو سخت رواني ګوزار ورکړ، چې غړو یې ځانونه د رهبرانو په نشتوالي کې چې د هغوی او د هغوی د کورنیو ساتنه یې کوله د جګړې په ډګر کې یوازې وموندل.»

د المستنصره پوهنتون د سیاسي علومو استاد عصام الفیلي وویل، پرله پسې زیانونو د داعش حقیقي مخ راڅرګند کړ «چې داسې یوه داړه یا غدۍ ده چې په وژنو او شکونو یا لوټنو باندې پرمخ ځي.»

هغه دیارونا ته وویل، «دغه ګروپ د پیسو په زیاتولو کې بې پروا وو او نن ورځ، هغه له خپل ځان څخه غلا کوي. د ګروپ مشران تښتي او پیسې له ځانونو سره وړي، او خپل پیروان د هغوی برخلیک ته یوازې پرېږدي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500