چارواکي وایي، د افغان اردو نوي فارغان دې ته چمتو دي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي

د اعزازالله راپور

ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ په ۲۳مه په کابل کې د مارشال فهیم ملي دفاعي پوهنتون کې د افغان عسکرو لپاره د فراغت مراسمو ته وینا کوي. [له اعزازالله نه په مننه]

ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ په ۲۳مه په کابل کې د مارشال فهیم ملي دفاعي پوهنتون کې د افغان عسکرو لپاره د فراغت مراسمو ته وینا کوي. [له اعزازالله نه په مننه]

کابل -- د مارشال فهیم د ملي دفاعي پوهنتون له ۴۰۰ څخه ډېر فارغان د وسله والو ځواکونو له لیکو سره یوځای کیږي چې د افغانستان ساتنه وکړي.

د دفاع وزارت چارواکو سلام ټایمز ته وویل، دا نوي افسران چې ۶۷ تنه ښځې هم په کې شاملې دي، د فبرورۍ په ۲۳مه فارغ شول. هغوی یوکلنه روزنیزه دوره بشپړه کړه.

ولسمشر اشرف غني یو له هغو کسانو څخه وو چې په دې مراسمو کې یې برخه واخیسته او د فارغانو لپاره یې د بري هیله وکړه. د سلام ټایمز خبریال هم دې مراسمو ته ورغلی وو.

په لوړه سویه د فارغانو ستاینه

د دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي چې په همدې ورځ یې له رسنیو سره خبرې کولې، وویل، نظامي اکاډمۍ په تېرو څو کلونو کې ۳۰۹۱ فارغان وړاندې کړي دي.

حبیبي په مراسمو کې وویل، «دا زمونږ د هېواد حقیقي اتلان دي.»

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «هر څوک کولی شي چې د قربانۍ په ډګر کې د هغوی په وړتیاوو او خوښۍ باندې حساب وکړي.»

ولسمشر غني، په خپلو خبرو کې، د وسله والو ځواکونو د پراختیا لپاره د یوه څلورکلن پلان په شمول، په دفاعي او امنیتي سکټورونو کې، د پراخو ریفورمونو ژمنه وکړه.

غني زیاته کړه، نوي عسکر به د هېواد په جوړونه او د دښمن د بري په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د افغان ملي اردو لوی درستېز جنرال قدم شاه شهیم په خپله وینا کې وویل، افغان ځواکونه په بشپړ ډول د دې لپاره چمتو دي چې داخلي او خارجي ګواښونو ته ماتې ورکړي.

د پوهنتون رییس جنرال شریف شریفي فارغانو ته په خپلو خبرو کې وویل، نړیوالې ټولنې افغان ځواکونو ته د عصري تجهیزاتو د ورکړې ژمنه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د هغو تجهیزاتو یوه برخه «سږکال» راځي، او په فارغانو باندې یې تاکید وکړ چې د دښمن په وړاندې جګړه کې «قاطع» واوسي.

مثبت اندي فارغان او کتونکي

نوي فارغان او نظامي کتونکي وایي، هغوی تمه لري چې د نویو افسرانو ډله به د یاغیتوب په ماتولو کې ګټوره مرسته وکړي.

وحیدالله چې د نویو فارغ شویو افسرانو له ډلې څخه یو دی، سلام ټایمز ته وویل، هغوی چمتو دي چې د افغانستان دفاع وکړي. هغه وویل، «مونږ به له خپل پلرني وطن څخه دفاع وکړو... او د یاغیانو پر ضد به تر پایه پورې وجنګېږو.»

بل فارغ، زمري شینواري، سلام ټایمز ته وویل چې هغه غواړي چې خلکو ته وښیي چې یاغیان چې کله له افغان ملي اردو سره مخامخ شي، هېڅ نشي کولی. هغه وویل، هغوی دې ته چمتو دي چې طالبانو او داعش ته ماتې ورکړي او سوله او ثبات بیا پرځای کړي.

د افغان ملي اردو د استخدام د ډیپارټمنټ قوماندان، تورن جنرال محمد ابراهیم احمدزي سلام ټایمز ته وویل، تازه فارغ شوی ټولګی د ځوانو افغانانو په منځ کې دا علاقه مندي ښیي چې له اردو سره یوځای شي.

هغه وویل، «په تېر کال کې، مونږ د ولایتونو والیانو، قومي مشرانو او ځایي دیني عالمانو سره په یوه نوې ستراتیژۍ کار کړی دی، چې په نتیجه کې یې نور افغانان دې ته چمتو شوي دي چې د اردو لیکو ته لاړ شي.»

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل سلام ټایمز ته وویل، افغان ملت به د افغان ملي اردو تر څنګ ودرېږي. هغه وویل، د خلکو او ځواکونو تر منځ پیوستون «به حکومت ... او امنیت پیاوړي کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500