تروريزم

چارواکي: اورپکي غواړي چې په خیریه ادارو باندې په بریدونو سره د افغانستان نوم بد کړي

د زیار راپور

افغان نندارچیان د فبرورۍ په ۹مه په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د اورتوپیدي مرکز څخه بهر سره راغونډ شوي دي.‌ بیرغ د سره صلیب د هغو ۶ کارمندانو په یاد په نیم ځوړند حالت کې ولاړ دی چې وسله والو د فبرورۍ په ۸ مه د افغانستان په شمال کې ووژل.‌ [شاه مری/ ای اېف پي]

افغان نندارچیان د فبرورۍ په ۹مه په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د اورتوپیدي مرکز څخه بهر سره راغونډ شوي دي.‌ بیرغ د سره صلیب د هغو ۶ کارمندانو په یاد په نیم ځوړند حالت کې ولاړ دی چې وسله والو د فبرورۍ په ۸ مه د افغانستان په شمال کې ووژل.‌ [شاه مری/ ای اېف پي]

کابل -- د سره صلیب د نړیوالې کمېټې هغه دوه تنه کارمندان چې د فبرورۍ په ۸ مه د افغانستان په شمال کې وتښتول شول، له یوې میاشتې نه ډېر وروسته لا هم ورک دي.‌

د کارمندانو پر کاروان د فبرورۍ په ۸ مه په جوزجان ولایت کې هغه وخت برید وشو چې هغوی هڅه کوله چې واورو وهلې سیمې ته تأمینات ورسوي.‌ د سره صلیب ۶ تنه کارمندان ووژل شول.‌ وسله والو، چې شک کېږي چې د داعش غړي ول، پاتې دوه کسان له ځانونو سره وتښتول.‌

د هغوی د خلاصون لپاره د سره صلیب له خوا د فبرورۍ د ۱۸مې په غوښتنه غوږونه کاڼه واچول شول.‌

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشرې مونیکا زناریلي په ویناپاڼه کې وویل، «مونږ... د خپلو همکارانو د سملاسي، خوندي او غیرمشروط خلاصون غوښتنه کوو.»

په همدې ویناپاڼه کې،‌ سره صلیب په افغانستان کې د خپلو عملیاتو د ځنډولو اعلان وکړ.‌

د یوه ټول هېواد د نوم بدولو هڅه

چارواکو سلام ټایمز ته وویل، داعش او نور اورپکي ګروپونه غواړي چې د نړیوالو خیریه ادارو په نښه کولو سره د افغانستان نوم بد کړي.‌

د عامې روغتیا وزارت ویاندې کنېشکا ترکستاني سلام ټایمز ته وویل، «ترهګر غواړي چې نړیوال داسې فکر وکړي چې افغانستان یو د وحشت او وېرې هېواد دی.‌ هغوی غواړي چې د خیریه ادارو له خوا د مرستې رسولو په لاره کې مزاحمت جوړ کړي.»

هغې زیاته کړه،‌ «هغوی هڅه کوي چې په هره طریقه وي چې بې ګناه کارکوونکي ووژني.»‌

هغې وویل، دغه ډول تخریبي کارونو په تېرو وختونو کې په افغانستان کې د خیریه ادارو کارونه نه دي ټکني کړي.‌

خو د کابل پوهنتون د سیاسي علومو یوه پخواني استاد طاهر هاشمي په افغانستان کې د خیریه فعالیتونو د احتمالي کمېدا په هکله خبرداری ورکړ.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «زه باوري یم چې دغه ډول کارونه به له افغانستان سره د بهرنیو مرستو د له منځه تګ سبب وګرځي.‌ دا طبیعي ده چې دا موسسې داسې هېوادونو ته لاړې شي چې هلته امنیت وي او افراطیت نه.»‌

هغه وویل،‌ ترهګر د دې غوښتنو پروا نه کوي چې «د ملکي خلکو د وژنې یا په ښوونځیو او خیریه موسسو د حملې» مخه ونیسي.‌

ټکان او قهر

افغانان او سور صلیب د هغو مرستندویو کارکوونکو د وژنې او تښتونې په مقابل کې غوسه ښیي چې هڅه یې کوله چې په واورو کې ایسارو افغانانو ته مرستې ورسوي.‌

په افغانستان کې د سره صلیب ویاند رامین ایاز سلام ټایمز ته وویل،‌ «مونږ دا برید په کلکه غندو.‌ مونږ ډېره هڅه کوو چې مجرمان پیدا کړو او د هغوی هدف معلوم کړو.»‌

هغه وویل،‌ په افغانستان کې د سره صلیب د کار جبري بندېدا «په ملکي خلکو باندې اغېزې لري.»‌

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل،‌ په سره صلیب باندې برید کول «له بشریت او وقار څخه لیرې کار دی».‌ دولت وزیري سلام ټایمز سره په خبرو کې زیاته کړه چې،‌ «زمونږ استخباراتي او امنیتي ځواکونه په دې قضیه باندې بوخت دي او کار پرې کوي.»‌

د کابل په یوه پوهنتون کې د سیاسي علومو یوه محصل مجتبی اکرمي، په داسې یوه خیریه موسسه باندې چې له اړو خلکو سره مرستې کوي برید باندې، ټکان خوړلی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ وژنې او تښتونې «ښیي چې اورپکي هېڅ اصول نه لري.‌ هغوی بې ګناه مرستندوی کارکوونکي وژني او بهرنیانو ته د افغانستان یو وحشي او وېروونکی تصویر ښیي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

واو،‌ څومره ښکلې پښتو مو لیکلې ده. ستاسو پاڼه خو په فیسبوک کې مشهوره نه ده. دا مشهوره کړئ چې ډېرو خلکو ته ورسیږي.حتما ډېر زیات خلک د داسې خبرونو لیدلو سره علاقه مندي لري.

ځواب ورکړئ