د ښځو حقوق

عراقي ښځینه فعالانې خپل هېواد بیارغوي

د خالد التایي راپور

یزیدي ښځې چې له داعش څخه تښتېدلې دي په دهوک ولایت کې په شریعه کمپ کې د وړو سوداګریو په برخه کې روزنه ترلاسه کوي. [د پبلېک اید اورګنایزېشن له فیسبوک پاڼې څخه اخیستل شوی عکس]

یزیدي ښځې چې له داعش څخه تښتېدلې دي په دهوک ولایت کې په شریعه کمپ کې د وړو سوداګریو په برخه کې روزنه ترلاسه کوي. [د پبلېک اید اورګنایزېشن له فیسبوک پاڼې څخه اخیستل شوی عکس]

د عراقي ښځو د شبکې فعالانې په دې کار کوي چې له هغو افرادو او ولسونو سره چې د داعش له خوا پرې ظلمونه شوي مرسته وکړي چې بیا په پښو ودرېږي او پرمختګ وکړي.

دا ۸۵ عراقۍ موسسې چې دغه شبکه یې جوړه کړې ده د ټولنې د بېلابېلو برخو لپاره بشري خدمتونه وړاندې کوي، خو د کورنیو بې ځایه شویو ښځو او هغو چې د تاوتریخوالي له بدو اغېزو څخه متاثرې شوي دي د شرایطو په انکشاف باندې یې تمرکز کړی دی.

د پی ای او چارواکې حنا حمود وویل، پبلېک ایډ اورګنایزېشن (PAO)، چې د دغې شبکې برخه ده، په دې کار کوي چې،«د هغو ښځو لپاره چې ظلمونه پرې شوی دي، د ژوند کولو داسې بهتر شرایط برابر کړي، چې هغه به د هغوی په کورنیو او ولسونو باندې مثبت تاثیر وکړي.»

هغې له دیارونا سره په خبرو کې وویل، د پي ای او د اقتصادي پیاوړتیا د یوې برخې په توګه، دغه موسسه هره ورځ له هغو ښځو سره ګوري او مرسته ورسره کوي چې هغوی له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي یا دا چې له ترهګرۍ څخه ژوندۍ راوتلې دي.

هغې وویل، «مونږ هغوی ته د هغوی د کوچنیو سوداګریو لپاره ملاتړ، مشوره او ښه پلان جوړونه وړاندې کوو چې هغوی بریالیتوب ترلاسه کړي. مونږ د دغو ښځو له خوا د ترسره شوي بریالیتوب او ګټو ترلاسه کولو په لور تګ کې مرسته کړې ده، او مونږ په هغوی باندې ډېر افتخار کوو.»

حمود وویل، حکومت او مدني ادارې باید د ښځو په شمول ټول خلک دې ته تشویق کړي څو په خپل ټول زور او قوت سره هغه ښارونه بیا ودان کړي چې د ترهګرۍ له مصیبت څخه راوځي او بیا رغېږي.

هغې وویل، «مونږ باید د همکارۍ او سوله ییز ګډ ژوند روحیه پراخه کړو او هرهغه څه وغندو چې هغه کرکې او غچ اخیستنې ته لمن وهي.»

د ژوندیو پاتې شویو لپاره اروایي یا سایکالوجیک ملاتړ

شاهتا ناجي، چې د ښځو د سولې لپاره /ویمن فار پیس/ موسسې مشره ده، دیارونا ته وویل چې، هغه تاوتریخوالي چې ترهګرو ډلو ترسره کړی دی په عراقي ښځو باندې مصیبت زېږوونکې اغېزې لرلې.

هغې وویل، د هغې موسسه غواړي چې هغو ښځو ته د ور رسېدلې اروایي ضربې، چې له ترهګرۍ څخه ژوندۍ راوتلې دي، معالجه وکړي او د هغوی کیسې مستندې کړي.

هغې وویل، «زمونږ د پروژې د یوې برخې په توګه، مونږ د هغو ښځو چې له داعش څخه ژوندۍ راتښتېدلې وې ۲۲ کیسې مستندې کړې.»

هغې وویل، دغه کیسې، چې په یوه کتاب کې سره راغونډې کړای شوي دي، «د هغو سرغړونو او جرمونو یو کوچنی مثال وړاندې کوي چې زرګونه بې ګناه خلک یې متاثر کړي دي.»

ناجي وویل، له هغه څخه سمدلاسه وروسته چې، داعش له موصل څخه خارج شو، ویمن فار پیس موسسې د کار د وزارت او د عراقي ښځو شبکه کې نورو موسسو سره په مشارکت د اروایي ملاتړ یو کمپاین پیل کړ.

له هغه وخت راهیسې، په ټول هېواد کې ۳۵ مرکزونه پرانستل شوي دي.

هغې وویل، هدف دا دی چې د هغو ښځو خبرې واورېدل شي چې له تاوتریخوالي څخه ژوندۍ راوتلي او له هغوی سره مرسته وشي چې پرځان اعتماد بېرته ترلاسه کړي څو پرمخ لاړې شي او خپل معیشتونه بیاجوړ کړي.

هغې وویل، دغو مرکزونو نه یوازې د سلګونو ښځو د معالجې له لارې مرسته کړې، بلکه همدارنګه یې نورو ته هم ښوونه او روزنه ورکړې چې له اروایي بحرانونو سره څنګه چلند وکړي.

د راتلونکي د جوړولو لپاره ښځو ته الهام ورکول

د عراقي الامل اسوسیشن رییسې حنا ادوار وویل، ښځې باید د هېواد د راتلونکي د جوړولو په برخه کې یو فعال رول ولوبوي.

هغې دیارونا ته وویل، «مونږ د دې لپاره کار کوو چې له ښځو سره مرسته وکړو چې په خپلو کورنیو او ټولنیزو چاپېریالونو کې مؤثرې رهبرانې جوړې شي.»

ادوار وویل، اسوسیشن داسې روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي چې د ښځو رهبرۍ ته وده ورکوي، او هلته داسې برخه والې وې چې هغوی په ریښتیا سره د یاد وړ مقامونو ته رسېدلي دي.

هغې وویل، «د مثال په توګه، دا مهال مونږ په کرکوک ولایت کې لسګونه داسې ښځې لرو چې هغوی د ښاروالانو یا د محلې د مشرانو په توګه مقررې شوي او د خپلو ټولنو په رهبرۍ او خدمت کولو کې یو فعال رول لوبوي.»

هغې زیاته کړه، نورو ښځو په فعالانه توګه «د سولې د کلتور او د افراطي عقیدې پرضد مبارزه کې» برخه اخیستې ده.

ادوار وویل، په شبکه کې موجودو موسسو له دې سره علاقه مندي لرله چې په ګډه سره کار وکړي او د کورني تاوتریخوالي او د کم عمره ماشومانو د واده په څېر خطرونو او ټولنیزو ستونزو په هکله خبرتیا ته په پراخه کچه وده ورکړي.

هغې زیاته کړه، دغه ډول ستونزې کېدای شي یوازې د پراخو ګروپي هڅو په واسطه له منځه وېوړل شي.

ښځې د رهبرۍ موقفونه ترلاسه کوي

د عراق د اساسي قانون په اساس، ښځې په پارلمان کې ۲۵٪ چوکۍ ترلاسه کوي.

د عراق د پارلمان غړې انتصار الجبوري چې په پارلمان کې د ښځو په کمېټه کې کار کوي وویل، «دا د پام وړ خبره ده چې د ۲۰۱۴ په پارلماني انتخاباتو کې د ښځو لپاره له ټاکلي سهم څخه ۲۰ ډېرو ښځو د پارلمان سیټونه وګټل، او دا د دې ثبوت دی چې د ښځو په رول او ټولنیز موقف کې اعتماد وده کوي.»

هغې زیاته کړه، «د پارلمان ښځینه غړو په قانون جوړولو او د اداري فساد په را برسېره کولو کې، چې د ترهګرۍ یو بل مخ دی، یو مهم رول لوبولی دی.»

الجبوري وویل، هغوی همدارنګه په اجرائیه څانګه کې له خپلو هم رتبه کسانو او همدارنګه له ښځینه مدني فعالانو سره کار وکړ چې په نړیواله سطحه د داعش جرمونه بربنډ کړي او د دغو ظلمونو د قربانیانو ملاتړ وکړي.

الجبوري چې په پارلمان کې د نیناوا ولایت استازیتوب کوي، همدارنګه د موصل د ازادولو د جګړې لپاره د ښځو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

هغې وویل، د موصل د ازادولو لپاره د هغو نظامي عملیاتو پر وخت چې د اکتوبر په ۱۷مه پیل شول، هغې په پارلمان کې د نیناوا ولایت نورو وکیلانو او د عراقي ښځو شبکې سره کار وکړ چې د مدني سولې د ملاتړ یو نوښت پیل کړي.

هغې وویل، په دغه نوښت کې «یوه داسې لارنقشه، چې د داسې عملي ګامونو د یوې سلسلې په ترلاس لاندې نیولو سره، چې د داعش د جرمونو تاثیرات کم کړي، مجرمان تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي او قربانیانو ته تاوان ورکړي، ټولنیز ثبات بیاپرځای کړي» شامله وه.

هغې وویل، «مونږ هیله لرو چې په ګډه کار وکړو او د خپل هېواد لپاره یوه بهتره تګلاره جوړه کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښځې تکړه دي

ځواب ورکړئ

هو، مونږ یو!

ځواب ورکړئ