د ښځو حقوق

سوریایي میندې د شخړې په ترڅ کې د پایښت په هکله خبرې کوي

د نحاد توپالیان راپور، بیروت

سوریایۍ ښځې د ضمه موسسې په ملاتړ د کوچنیو سوداګریو د یوې تصدۍ د برخې په توګه تودې ژمنۍ جامې اوبي. ضمه د ښځو له خوا تمویلېدونکې یوه غیرحکومتي موسسه ده. [عکس د ضمه له خوا اخیستل شوی دی]

سوریایۍ ښځې د ضمه موسسې په ملاتړ د کوچنیو سوداګریو د یوې تصدۍ د برخې په توګه تودې ژمنۍ جامې اوبي. ضمه د ښځو له خوا تمویلېدونکې یوه غیرحکومتي موسسه ده. [عکس د ضمه له خوا اخیستل شوی دی]

درې سوریایۍ ښځې چې په خپل وطن کې له روان جنګ سره مخامخ دي،‌ خپل ماشومان خوندي ساتي او خپل مقاومت په بېلابېلو طریقو سره ښیي.‌

جیورجیټ خوري له ځان سره ټوپک ګرځوي او په لومړۍ کرښه کې جنګ کوي، منتها عبدالرحمان د یوې غیرحکومتي موسسې له لارې چې هغې له بل چا سره په ګډه تاسیس کړې د ښځو او ځوانانو ملاتړ کوي،‌ او سلیما جبلین د خپلو ماشومانو د ملاتړ لپاره د یوې پخوونکې یا اشپزې په توګه کار کوي.‌

المشارق د هغو پیاوړتیا ته د درناوي د ښودلو په توګه،‌ د مور د ورځې په مناسبت چې د مارچ په ۲۱مه په منځني ختیځ کې لمانځل کیږي، له دغو درې ښځو سره خبرې کړي دي.

خوري چې ۴۲ کاله عمر لري د الهساکیح اوسېدونکي ده،‌ هغه درې کاله وړاندې د سوریایي ښځو قطعې سره یوځای شوه او اوس دې ته چمتووالی نیسي چې له داعش څخه د الرقه د ازادولو لپاره عملیاتو کې برخه واخلي.‌

سوریایي ماشومان په یوه ښوونځي کې چې ضمه موسسې په مدایه کې پرانستی دی په یوه فعالیت کې برخه اخلي.‌ [عکس د ضمه له خوا اخیستل شوی دی]

سوریایي ماشومان په یوه ښوونځي کې چې ضمه موسسې په مدایه کې پرانستی دی په یوه فعالیت کې برخه اخلي.‌ [عکس د ضمه له خوا اخیستل شوی دی]

خوري،‌ چې د خپلې ۱۹ کلنې لور چې په خپل لومړني ماشوم امېدواره ده په ماشوم زېږونه نیا کېدلو ته لارې څاري، وویل،‌ «کله چې جګړه پيل شوه،‌ ما دوه لارې لرلې:‌ دا چې مهاجره شم یا پاتې شم او په وېره کې ژوند وکړم،»

هغې المشارق ته وویل،‌ «وروسته له هغه چې داعش او النصره جبهې په ۲۰۱۵ کال کې د خابور سیند په کلي حمله وکړه او د هغه ځای خلک یې کډه کولو ته مجبور کړل زه له سوتورو ځواکونو سره یوځای شوم.»

هغې وویل،‌ «ماته د سپکو او درنو وسلو د کارولو روزنه راکول شوې او د داعش پر ضد جګړو کې مې برخه اخیستې ده.‌ نن زه د الرقه د عملیاتو لپاره تیاری کوم.»

خوري،‌ چې د ۲۰۱۶ په فبرورۍ کې یې د سوریې په شمال ختیځ کې د ال حول او الشدادي د نیولو لپاره جګړه کړې، وویل چې وسله پورته کول «د ترهګرۍ پر ضد جګړې او په خپل هېواد کې د پاتې کېدلو یوازنۍ لاره ده.»‌

هغې وویل،‌ «ما کولی شوای چې یوه بل هېواد ته کډه وکړم خو ما دا کار ونه کړ.‌ ما دا غوره وګڼله چې مقاومت وکړم.»

هغې یاده کړه چې،‌ د ال حول لپاره د جګړې په ترڅ کې،‌ هغو ښځو چې د هغې تر څنګ یې جګړه کوله په سخته هوا او اراضۍ کې ۲۷ ورځې تېرې کړې،‌ خو تر هغه وخته پورې په شا نه شوې چې جګړه پای ته ورسېده.‌

خوري وویل،‌ «مونږ د داعش پر ضد له یو کیلومتر څخه نژدې فاصلې څخه جګړه وکړه او هغوی ته مو درانه تلفات ور واړول.‌ ما وکولی شوای چې د هغوی له ډلې څخه یو شمېر کسان ونیسم او خپلو قوماندانانو ته یې ور وسپارم.»‌

هغې وویل،‌ هغه فتحه چې هغې په هغې ورځ وکړه د هغې مقاومت یې لا نور قوي کړ، او زیاته یې کړه چې،‌ «مونږ د ښځو په توګه،‌ باید کلکې او پریزرف ودرېږو.»

هغې وویل، «له هغه وخته چې ما خپل نظامي یونیفورم اغوستی دی، زه خپل ځان ته د ښځې فکر نه کوم،‌ بلکه ځان یو جنګیالی ګڼم. زما شخصیت تغیر وکړ،‌ او هغه ملاتړ چې زما مېړه له ما سره وکړ له ما سره مرسته وکړه.‌ هغه او زما لور دواړه هم جنګیالي دي.»

خوري وویل،‌ په داسې حال کې چې هغه د مور ورځ «یوه داسې موقع ګڼي چې باید هغه قربانۍ په کې وستایل شي چې میندې یې د خپلو کورنیو او ټولنو لپاره ورکوي، هغه په دې باور ده چې، هغه باید د هرې مور لپاره یوه داسې یادونه وي چې د خپل وطن لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي او دفاع یې وکړي، چې د هغې ماشومان په کې په عزت سره واوسېږي.»

ماشومانو او لویانو ته لارښوونه

۳۹ کلنې منتها عبدالرحمان المشارق ته وویل، «په ۲۰۱۴ کال کې،‌ ما او زما یو شمېر دوستانو د ضمه ګروپ جوړ کړ چې د تاوتریخوالي عواقب کم او سپک کړو،‌ ښځې پیاوړې کړو او ماشومانو ته ښوونه او روزنه ورکړو، او په دې توګه له هغوی سره مرسته وکړو چې د روان جنګ له اغېزو څخه په بري سره راوځي.»‌

هغې چې د ۵ ماشومانو مور ده وویل چې، هغې او شپږو نورو ښځو دا موسسه د دې لپاره جوړه کړه چې ماشومانو ته ښوونه او روزنه ورکړي، ښځو ته اروایي ملاتړ برابر کړي او له هغوی سره مرسته وکړي چې د کوچنیو پرمختیایي پروژو د تاسیس له لارې پیسې وګټي.‌

هغې وویل، ضمه،‌ چې د منتها عبدالرحمان په ښار، الزبداني کې یې کار پیل کړی وو، اوس په وادي برادا، مدایا او د لبنان په بېکا دره کې څانګې لري.

هغې وویل،‌ «ما پرېکړه وکړه چې له وېرې او ستونزو سره سره چې زه ورسره مخامخ یم په خپل هېواد کې ثابت قدمه پاتې شم» او یاده یې کړه چې هغه څو میاشتې وړاندې مدایا ته بې ځایه شوه خو د ښځو او ماشومانو لپاره خپل کار ته یې دوام ورکړ.‌

هغې وویل،‌ «له هغه وخته چې زه مدایا ته لاړم،‌ زما ثابتوالي بله بڼه ونیوله او پرېکړه مې وکړه چې ماشومانو او لویانو ته د مخدرو توکو په هکله معلومات ورکړم.» په دې پروسه کې د اعتیاد په هکله د معلوماتو ډېرېدا او ځوانان په مثبتو تفریحي، تعلیمي او حرفوي برخو کې بوختول شامل دي.

منتها عبدالرحمان او نورو مبتکرو ښځو د ماشومانو لپاره یو ښوونځی پرانستی دی،‌ او د داسې کوچنیو سوداګریو په تاسیسولو سره چې له هغوی سره مرسته کوي چې د جګړې په واسطه د رامنځته شویو ستونزو په وړاندې ځانونه چمتو کړي،‌ د هغوی ملاتړ کوي.‌

هغې وویل،‌ «کله چې زه دا انتخاب کړم چې ثابته ودرېږم زه باید خپله محکمتیا او ثابتوالی نورو ښځو ته هم خپور کړم او له هغوی،‌ او له ماشومانو، سره مرسته وکړم، او هغوی د تاوتریخوالي له ټولو بڼو څخه خوندي وساتم. په دې برخه کې، مونږ د تاوتریخوالي د خطرونو په هکله د معلوماتو د ډېرېدا ورکشاپونه جوړوو.»‌

د یوې ښې راتلونکې د جوړولو لپاره هڅه کول

درې کاله مخکې،‌ ۲۸ کلنه سلیما جبلین د لویدیځ حلب له اتارېب سیمې څخه ووتله او له خپلو درې ماشومانو سره یوځای لبنان ته لاړه‌. د هغې ټول ماشومان له ۸ کلنۍ څخه ټیټ ول.‌

نن، هغه د ماونټ لبنان په مېټن ولسوالۍ کې په مزرات یچوه کې په خپل کور کې د پخلي کولو له لارې د ژوند څوری ګټي. هغه اچار، مربع او کانسروا تیاروي.‌

هغې المشارق ته وویل، وروسته له هغه چې د هغې مېړه په سوریه کې ووژل شو، هغې له ډاره او د خپلو ماشومانو د خوندي کولو په پار خپل وطن پرېښود.‌ هغې زیاته کړه چې د هغوی د پاملرنې بار په بشپړ ډول د هغې پر اوږو ولوېد.‌

هغې وویل،‌ «ما باید په داسې یوه وطن کې چې هلته ما هیڅوک نه پېژندل له نویو شرایطو، زما له غم او ډېرو ستونزو سره ځان برابر کړی وای.‌»

کومې مرستې ته له انتظار پرته، جبلین د رسټورانونو د دروازو په ټکولو پیل وکړ او هغوی ته یې په پخلنځي کې د کار کولو، او د هغې د اصلي وطن حلب د خوړو د تیارولو په باره کې وړاندیزونه ورکړل.‌

هغې وویل، «زما پر مخ ټولې دروازې بندې شوې. زه په ژړا خپلې کوټې ته راستنه شوم، خو هیله مې له لاسه ورنه کړه ځکه چې زه مجبوره وم چې خپلو ماشومانو ته خواړه او اوبه برابر کړم.‌ ما تقریبا ۱۲۵ ډالر درلودل، زه یوه پلورنځي ته لاړم او په هغه څه چې راسره وو مې ترکاري او مېوه او همدارنګه غوښه واخیستل.‌ سمه چې زه کور ته راغلم،‌ پخلنځي ته لاړم او تر راتلونکې ورځې پورې مې کار وکړ.‌ ما یو شمېر خواړه، اچارونه او د زردالو مربع تیار کړل.»‌

«ما هغه څه چې مې تیار کړي ول له ځان سره واخیستل او یوه رسټورانټ ته لاړم. ما د رسټورانټ مالک نه وغوشتل چې د هغو خوند وګوري.»‌

هغې وویل،‌ هغه سمدلاسه له هغې نه وغوښتل چې له خپل کور نه دې کار کول شروع کړي او اچارونه او یو شمېر نور خواړه،‌ او په ځانګړې توګه دولمه پاڼې او کېکونه دې تیار کړي.‌

هغې وویل، «اوس زه له خپل کور نه د رسټورانټ لپاره پخلی کوم او د رسټورانټ د پخلي ترڅنګ د غوښتنې په صورت کې د خواوشا خلکو لپاره خواړه تیاروم.‌»

جبلین وویل، کار له ما سره مرسته کوي چې ثابته واوسېږم او «خپلو ماشومانو ته یو ښه ژوند برابر کړم.»

هغې وویل، «ما د خپل مېړه له مړینې څخه وروسته په خپله دا پرېکړه وکړه چې کډه وکړم او د تاوتریخوالي د قرباني کېدلو مخه ونیسم او خپل ماشومان د جګړې له ستونزو او له تاوتریخوالي سره مخامخ کېدلو څخه وژغورم.»‌

«زه په هغه څه چې کوم یې له ستړیا سره سره ویاړ کوم، ځکه چې زما محکمتیا او ثابت قدمي زما د ماشومانو ملاتړ کوي او ماته دا وړتیا راکوي چې هغوی د یوې ښې راتلونکې لپاره وروزم.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500