ټولنه

نوي «افغان ستوري» د موزیک مینه وال خوشال کړل

ای اېف پي

زلاله هاشمي (ښۍ خوا ته) د مارچ په ۷ مه په کابل کې د «افغان ستوری» په تلوېزیوني پروګرام کې سندره وایي په داسې حال کې چې سیال یې، سیدجمال مبارز، ورسره ولاړ دی. مبارز سیالي وګټله. [ان چاون/ ای اېف پي]

زلاله هاشمي (ښۍ خوا ته) د مارچ په ۷ مه په کابل کې د «افغان ستوری» په تلوېزیوني پروګرام کې سندره وایي په داسې حال کې چې سیال یې، سیدجمال مبارز، ورسره ولاړ دی. مبارز سیالي وګټله. [ان چاون/ ای اېف پي]

کابل -- په افغانستان کې د موزیک مینه والو د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۲۲مه/ د سندرو ویلو د یوې مشهورې تلوېزیوني سیالۍ، چې په هغې کې لومړنۍ ښځه وتوانېدله چې وروستۍ مرحلې ته ورسېږي او بیا یې یوه بل با استعداده سیال ته وبایلله، وروستۍ مرحله ولمانځله.

افغان ستوری پروګرام په یوه داسې هېواد کې یوه غټه خبره ده چې هلته یو وخت د طالبانو رژیم ښځې کورونو پورې محدودې کړې وې او موزیک او سینما یې بند کړي وو.

خو په ۲۰۰۵ کال کې د دغه پروګرام له پیل، د طالبانو له نسکورېدلو څخه څلورکاله وروسته، وخت راهیسې د ملایانو له خوا په دغه پروګرام باندې په هغه کې د سرلوڅو ښځو له خوا د سندرو ویلو او نڅا له امله انتقادونه کیږي.

د ۱۸ کلنې زلاله هاشمي اوښکې هغه وخت راماتې شوې چې په وروستۍ مرحله کې چې سې شنبه خپره شوه هغه نتیجه چې د خلکو د رایو په اساس ټاکل شوې وه اعلان شوه.

۲۳ کلن سیدجمال مبارز چې ستم ځپلي هزاره اقلیت پورې لري، لومړنی رپ هنرمند وو چې سیالي یې وګټله. هغه په خپله بریا خوشحال شو.

مبارز حاضرینو ته چې مشهور هنرمندان هم په کې موجود ول د خپل سوغات د ترلاسه کولو پر وخت وویل، «زه ډېر خوښ یم چې لومړۍ درجه مې وګټله، خو زه به لا ډېرخوښ وای چې که زلاله لومړۍ راغلې وای، ځکه چې دلته ښځې په ډېرو محدودیتونو کې ژوند کوي.»

بیا مبارز زلالې ته مخ ور واړاوه او، د دې لپاره چې د حاضرینو خوښي ترلاسه کړي، سوغات یې هغې ته په لاس ورکړ.

هغه وویل، «زه په دې افتخار کوم چې زلاله تر وروستۍ مرحلې پورې را ورسېدله. زه غواړم چې دا سوغات هغې ته ورکړم -- هغه د دې وړتیا لري.»

په ۲۰۰۸ کال کې یوې ښځې درېیم مقام ترلاسه کړ، خو له هغه وخت راهیسې هېڅ ښځینه سندرغاړې نه وه توانېدلې چې له اوم یا اتم مقام څخه پورته لاړه شي.

د وروستۍ مرحلې او د مرحلې د برخه والو ستاینه

د ۱۲ اونیو اوږده سیالي میلیونونو کتونکو ولیدله. په ټولنیزو رسنیو کې مینه والو وویل چې وروستۍ مرحله، پرته له دې چې چا وګټله، په زړه پورې وه.

د فیسبوک یوه کاروونکي حسین ګلزار لیکلي، «مبارز یو غټ استعداد دی. هغه د عدالت، او د خلکو د درد او ستونزو د څرګندولو لپاره سندرې وایي.»

د فیسبوک یوې بلې کاروونکې نسیمې سادات لیکلي، «زلالې ته د سوغات په ورکولو سره، مبارز د ټولو هغو خلکو خولې بندې کړې چې د ښځو او ملي وحدت پر ضد دي.»

مبارز، چې د خپلې کورنۍ د ګټې وټې اصلي کس دی، له درې میاشتو راهیسې په مزارشریف کې خپل د ناییتوب دوکان په دې خاطر تړلی چې په دې پروګرام کې برخه واخلي. هغه له خپلو ګاونډیانو څخه ۵۳۴.۱ افغانۍ (۸ ډالره) د دې لپاره پور کړي چې کابل ته پرې په بس کې لاړ شي.

مبارز چې د فقر، بې عدالتۍ، ښځو او حتی قېمتي ودونو په هکله رپ سندرې وایي، وویل، «رپ په افغانستان کې یو نوی شی دی؛ خلک یې تر اوسه پورې نه پېژني، خو زه به د رپ هنر ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړم چې هغه له دې ټولنې سره سمون وکړي،»

زلاله هاشمي د جلال اباد، چې د طالبانو او داعش د یاغیانو یو قوي سنګر دی، اوسېدونکې ده.

هغې له وروستۍ مرحلې څخه مخکې ای اېف پي ته وویل، «زه غواړم چې افغان ښځو ته یو پیغام ور ولېږدوم: هغوی باید خپل حقونه وغواړي او خپل استعدادونه په کار واچوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500