تروريزم

ماهان ایر:‌ هوایي کرښه په منځني ختیځ کې د ایران له خوا ملاتړ کېدونکې شخړې حمایه کوي

له قاهرې څخه د ولید ابوالخیر راپور

د ماهان ایر شرکت یوه الوتکه د دمشق هوایي ډګر کې په زغل لیکه باندې کېني.‌ کارپوهان وایي چې ایران له دغه خصوصي هوایي شرکت څخه په منځني ختیځ‌ کې د شخړې بېلابېلو سیمو یا زونونو ته د وسلو،‌ پوځي تجهیزاتو او بهرنیو جنګیالیو د انتقال لپاره کار اخلي.‌ [عکس د محمد ال عبدالله له خوا اخیستل شوی دی]‌

د ماهان ایر شرکت یوه الوتکه د دمشق هوایي ډګر کې په زغل لیکه باندې کېني.‌ کارپوهان وایي چې ایران له دغه خصوصي هوایي شرکت څخه په منځني ختیځ‌ کې د شخړې بېلابېلو سیمو یا زونونو ته د وسلو،‌ پوځي تجهیزاتو او بهرنیو جنګیالیو د انتقال لپاره کار اخلي.‌ [عکس د محمد ال عبدالله له خوا اخیستل شوی دی]‌

کارپوهانو المشارق ته ویلي،‌ ایران د خپلې پراختیا غوښتنې د اجندا د ملاتړ لپاره له ماهان مسافر وړونکي هوایي شرکت څخه داسې استفاده کړې چې په منځني ختیځ‌ کې د جګړې بېلابېلو سیمو ته وسلې، پوځي تجهیزات او بهرني جنګیالي انتقال کړي.‌

حزب الله ته د یوې نژدې سرچینې په وینا،‌ له دغې هوایي کرښې څخه داسې استفاده شوې چې د ګوند لبناني او سوریایي غړي ایران ته انتقال کړي او هلته د پوځي روزنې کورسونه واخلي.‌

صلاح منصور چې د خپل امنیت په هکله د اندېښنې له امله ځان په بدل نوم راپېژني، د حزب الله یوه جیګپوړي غړي سره تړاو لري او له ګوند څخه له جلا کېدلو نه مخکې د لبنان په بیکا دره کې د یاد ګوند رهبرۍ سره نژدې پاتې شوی دی.‌

هغه المشارق ته وویل چې ماهان ایر،‌ او له هغه نه مخکې دولتي شرکت ایران ایر‌،‌ ته مکمله ازادي ورکول شوې وه چې په سوریه کې عملیات وکړي، او داسې ښکاري چې دا هوایي شرکتونه د سوریې د رژیم د ځواکونو له واک نه وتلي دي.‌

هغه وویل،‌ «هغه موټرونه چې [نظامي یا ملېشه] عناصر انتقالوي د ګمرکاتو،‌ پاسپورټ یا نورو تلاشیو لپاره له ودرېدلو څخه پرته د هوایي ډګر سیمې ته مستقیما داخلېږي.‌»

منصور وویل، یو وخت چې نوموړی د حزب الله غړی وو، یو ځل یې د دمشق او په ایران کې د یادې هوایي کرښې مرکز ابادان هوایي ډګر تر منځ سفر وکړ، او همدارنګه یې په دمشق کې هوایي ډګر ته او له هوایي ډګر څخه د ایراني جنګیالیو د کاروانونو ملتیا کړې ده.‌

هغه وویل، «اکثرهغه وسلې او مهمات چې د ایران ایر او ماهان ایر له الوتکو څخه د هوایي ډګر په هنګرونو کې راښکته کېدل بیا په داسې لاریو کې بارېدل چې د [حزب الله] ګوند پورې یې تړاو درلود چې لبنان ته انتقال شي.‌»

هغه زیاته کړه،‌ څو ځلې خو وسلې او مهمات مستقیما له الوتکې څخه لاریو ته ورښکته کړای شول، ځکه چې هغه انتقالات په ډېر راز سره کېدل.‌

د ایران د انقلابي ګارډ یوه څانګه

د منځني ختیځ د سیمه ییزو او ستراتیژیکو څېړنو څېړونکي فتحي ال سید چې د ایران په چارو کې تخصص لري، وویل، د بېلابېلو رسنیو د راپورونو په اساس، ماهان ایر د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ یوه څانګه ده.

هغه المشارق ته وویل، له دې هوایي کرښې څخه داسې استفاده کېدله چې «وسلې، پوځي تجهیزات او کسان له ایران څخه سوریې او یمن ته انتقال کړي چې هلته په جګړو کې برخه واخلي.»

هغه وویل، ځینې راپورونه ښیي چې دغه هوایي شرکت د ایران د اسلامي انقلابی ګارډ او القدس ځواک، چې په سوریه، یمن او لبنان کې د هغوی پوځي مټ دی، اصلي انتقالوونکی دی.

هغه وویل، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندان حامد عرب نژاد د یاد شرکت د رییس په توګه کار کوي، په داسې حال کې چې د ایران د اسلامی انقلابي ګارډ یو بل قوماندان حامد اسلاني په کې پر یوه بل لوړ موقف کار کوي.

السید وویل، د ایران او دمشق تر منځ غیرقانوني الوتنې لومړی ځل په ۲۰۱۱ کال کې، او د سوریې د جګړې د پیل کېدا پر وخت ولیدل شوې، او په تېرو څو کلونو کې یې شمېر یمن ته د ورته الوتنو تر څنګ زیات شوی دی.

هغه وویل، د سعودي عربستان په شمول یو شمېر هېوادونو له یاد شرکت سره په معاملو باندې بشپړ بندیز ولګاوه، او دغه سلطنت سعودي عربستان ته د ماهان ایر الوتنې د ۲۰۱۶ کال په اپریل کې بندې کړې.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت هم د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ او د القدس ځواک د ملاتړ له امله په یاد شرکت باندې بندیزونه لګولي دي.

د وسلو د قاچاق عملیات

السید وویل، «د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ ۱۹۰ یونټ د سوډان، یمن، سوریې او لبنان په څېر هېوادونو ته د وسلو په قاچاق کولو کې مهارت لري، او دغه یونټ د ځمکې، سمندر او د ماهان ایر په وسیله د هوا له لارې د کارګو د انتقال لپاره له ټولو موجودو وسایلو څخه استفاده کوي.»

هغه وویل، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د دغه پټ لاس څارنه ایرانی سوداګر او د القدس ځواک جیګپوړی چارواکی بهمن شهریاري کوي، چې د وسلو یو شمېر معاملې یې د بهمن شهریاري سوداګري شرکت تر پوښښ لاندې ترسره کیږي.

هغه وویل، «ده ته ورته یو یونټ، چې د ۱۹۸ یونټ په نامه یادېږي، دا مسؤلیت پر غاړه واخیست چې د جګړې ساحو ته د هوایي ټرانسپورټ الوتنې ترسره کړي او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ افسران په بشپړ راز سره انتقال کړي. دا دویم یونټ اکثر وختونه د هغو عملیاتو خوندیتوب او بیمه برابروي چې د ۱۹۰ یونټ په واسطه ترسره کیږي.»

السید خبرداری ورکړ چې، «ایران د سوریې له اجنحه الشام کمپنۍ سره د تجارتي هوکړو له لارې، د سوریايي کمپنۍ الوتکې ترلاسه کړي او مشکوک ټرانسپورټي عملیات پرې ترسره کوي.»

د اسیوط پوهنتون پروفیسر خیرالدین عبدالمتعال چې د نړیوال قانون یو کارپوه دی، وویل، د پوځي تجهیزاتو او وسله والو عناصرو د انتقال لپاره د ملکي او دولتي الوتکو په کارولو سره، ایران ښایي د وسلو د صادرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو له درې پرېکړو څخه سرغړونه کړې وي.

هغه روښانه کړه چې،ایران د پوځي هدفونو لپاره د ملکي الوتکو په کارولو سره «د هوایي مسیر معلومولو یا ایر نیویګیشن او ملکي هوایي چلند یا سېول ایوي اېشن له اساسي اصولو څخه سرغړونه کړې ده.»

هغه وویل، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ سره د ماهان ایر ښکېلتیا، «په ځانګړې توګه جنګي سیمو ته د وسلو او جنګیالیو انتقال» کولی شي چې ایران د نړیوالو بندیزونو له یوې نوې لړۍ سره مخامخ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500