تروريزم

داعش په افغانستان کې د اختلافاتو په رامنځته کولو کې پاتې راغی

د نجیب الله راپور

یو ویرجن کس (په منځ کې) د هغو خلکو په مرګ ژاړي چې د جولای په ۲۳مه په کابل کې په یوه ځانمرګي بمي برید کې ووژل شول. داعش د هغو جوړه چاودنو مسؤلیت پرغاړه واخیست چې شیعه ګان یې په نښه کړل. لږ تر لږه ۸۰ افغانان په دې پېښه کې ووژل شول. [شاه مری/ ای اېف پي]

یو ویرجن کس (په منځ کې) د هغو خلکو په مرګ ژاړي چې د جولای په ۲۳مه په کابل کې په یوه ځانمرګي بمي برید کې ووژل شول. داعش د هغو جوړه چاودنو مسؤلیت پرغاړه واخیست چې شیعه ګان یې په نښه کړل. لږ تر لږه ۸۰ افغانان په دې پېښه کې ووژل شول. [شاه مری/ ای اېف پي]

کابل -- وروسته له هغه چې داعش په افغانستان کې په ریښو ځغلولو کې پاتې راغی، دغه ډله په دې برخه کې خپلې هڅې ډېروي چې د هېواد د بېلابېلو اتنیکي ګروپونو تر منځ اختلافات رامنځته کړي.

په یوه تر ټولو تازه پېښه کې، د داعش اورپکو د مارچ په ۱۶مه په سرپل ولایت کې درې هزاره مشران وتښتول.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وویل، اورپکو لومړی مشران ووژل بیا یې ترې سرونه پرې کړل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هزاره مشرانو د وژلو له لارې، داعش غواړي چې د افغانستان د ورونو قومونو تر منځ اختلافات رامنځته کړي، او دا داسې یو خوب دی چې هغوی به یې له ځانونو سره ګور ته وېسي.»

هغه وویل، «د افغانستان خلک د ترهګرو په دې پلانونو خبر دي او هغوی ته به اجازه ورنه کړي چې خپل هدفونه ترسره کړي.»

اماني وویل، د طالبانو یو پخوانی قوماندان، غضنفر، په سرپل کې د داعش قوماندان دی.

د پارلمان یوه غړي حاجي خیرمحمد ایماق چې د سرپل ولایت استازی دی سلام ټایمز ته وویل، «د سرپل ولایت ټول خلک چې هر قوم پورې تړلي دي په دغه وحشیانه ظلم باندې سخت دردېدلي دي.»

هغه وویل، «افغان قومي ګروپونه له ډېرو کلونو راهیسې سره ګډ ژوند تېروي،» او زیاته یې کړه چې داعش به د فرقه یي جنګونو په رامنځته کولو کې پاتې راشي.

افغانان د ترهګرۍ پر ضد سره یو موټی کیږي

فیروز نظري، چې په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي محصل او اصلا د سرپل ولایت اوسېدونکی دی، وویل، «ترهګر په افغانستان کې هره ورځ خپل مخونه بدلوي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «یوه ورځ هغوی ځانونو ته طالبان وایي، او بله ورځ هغوی خپل نوم په داعش اړوي. له دې پرته، هغوی د بې ګناه خلکو وژنې ته دوام ورکوي.»

نظري وویل، وروسته له هغه چې داعش د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د جګړې په ډګر کې ماتې وخوړې، دغې ډلې یو شمېر طالب ترهګر د لوړو تنخاګانو په ورکولو سره استخدام کړل.

هغه وویل، «داعش دا وړتیا نه لرله چې په افغانستان کې کوم حقیقي بری ترلاسه کړي؛ له دې امله، هغوی د بېلابېلو اتنیکي ګروپونو تر منځ د اختلافاتو رامنځته کولو لاره ونیوله.»

هغه وویل، «د داعش غړي چې ځانونه پښتانه ښیي، هڅه کوي چې زمونږ هزاره دوستان ووژني او په دې توګه د دغو دوه اتنیکي ګروپونو تر منځ اختلاف رامنځته کړي، خو په دې برخه کې به بریالي نشي.»

په کابل کې د امنیتي چارو یوه تحلیلګر، احمد بهروز، هم وړاندوینه وکړه چې داعش به په دې کې پاتې راشي چې «د افغانانو په زړونو کې یو د بل په وړاندې کرکه» رامنځته کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې ټول اتنیکي ګروپونه د ترهګرۍ قربانیان دي، او په دې دلیل دا نشي کېدای چې ترهګر هغوی داسې وغولوي چې یو د بل په وړاندې دښمني وکړي.»

هغه د داعش له خوا په کابل کې په باقرالعلوم جومات د نومبر د ۲۰مې حملې ته اشاره وکړه، چې له ۳۰ نه ډېرو کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ. هغه همدارنګه د داعش له خوا د جنورۍ په ۶مه د بغلان ولایت په تاله وبرفک ولسوالۍ کې د ۱۶ کان کیندونکو وژنه یاده کړه.

سربېره پر دې، بهروز د داعش له خوا د جولای په ۲۳مه په کابل کې په یوه سوله ییزه مظاهره د داعش برید ته اشاره وکړه چې د لسګونو زرو هغو افغانانو په منځ کې وشوه چې له ترکمنستان څخه د برېښنا د لینونو د مسیر د کږولو غوښتنه یې کوله.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په وینا، دغو جوړه بمي بریدونو لږ تر لږه ۸۰ کسان ووژل.

هغه وویل، «په هغې ډېرې وحشتناکې پېښې پسې، د ټولو اتنیکي ګروپونو اړوندو افغانانو ځانونه روغتونونو ته ورسول او ټپي کسانو ته یې وینه ورکړه.»

په داعش باندې فشار زیاتېږي

د دفاع وزارت په وینا، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې په داعش باندې فشار زیات کړی دی او ځواکونه په پام کې لري چې تر را روان پسرلي پورې دغه ډله د افغانستان له قلمرو څخه وباسي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې د داعش سلګونه جنګیالي وژل شوي دي، په داسې حال کې چې هغه سیمې چې یو وخت د یادې ډلې له خوا کنټرولېدلې بېرته نیول شوي او ازادې کړای شوي دي.»

هغه وویل، «په داعش باندې فشار به تر هغه وخته دوام وکړي چې دغه ترهګره ډله له منځه وېوړل شي،» او زیاته یې کړه چې، افغان ملکیان له وسله والو ځواکونو سره ډېره مرسته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش ماعش نشته، دا هسې د لویو قوتونو او ورسره په سیمه کې د یو شمېر موردګاو ډوله هېوادونو لکه پاکستان استخباراتي لوبې دي چې له یوې خوا پرې د اسلام نوم بدوي او بلې خوا ته پرې خپل هدفونه ترلاسه کوي.

ځواب ورکړئ