ټولنه

کلیوال افغانان په پرمختیايي چارو کې حیاتي رول لوبوي

د سلیمان راپور

ځایي اوسېدونکي په جوزجان ولایت کې یو نوی ښوونځی، چې د افغان ملي پیوستون پروګرام له خوا تمویل شوی دی، جوړوي. [د ملي پیوستون پروګرام]

ځایي اوسېدونکي په جوزجان ولایت کې یو نوی ښوونځی، چې د افغان ملي پیوستون پروګرام له خوا تمویل شوی دی، جوړوي. [د ملي پیوستون پروګرام]

کابل -- چارواکي وایي، د افغانستان د پرمختیایي او بیا رغونې د هڅو د بريالي کولو لپاره د کلیو د اوسېدونکو مرسته او برخه اخیستنه مهمه ده.

د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت ویاند اکبر رستمي سلام ټایمز ته وویل، «د کلیوالي پرمختیا د پروژو د بریالیتوب کیلي د خلکو په همکارۍ او برخه اخیستنه کې ده.»

هغه وویل، «په ټول هېواد کې له ۳۵ زرو نه ډېرې ولسي پرمختیایي شوراګانې دي چې له ځایي خلکو سره په همکارۍ او همغږۍ کې د کلیو د پرمختګ لپاره کار کوي.»

ولسي پرمختیایي شوراګانې د افغانستان د ملي پیوستون پروګرام له لارې تطبیقیږي، او هدف یې دا دی چې د افغانستان د تقریبا ۴۰۹۰۰ کلیوالي ټولنو ظرفیت ته داسې انکشاف ورکړي چې خپلې پرمختیایي پروژې په ګوته، پلان، او مدیریت کړي او د هغو نظارت وکړي.

د بامیانو ولایت په شېبر ولسوالۍ کې سړي او ښځې له ولسي پرمختیایي شورا سره د احتمالي بیارغونې او پرمختیایي پروژو په هکله خبرې اترې کوي. [د ملي پیوستون پروګرام]

د بامیانو ولایت په شېبر ولسوالۍ کې سړي او ښځې له ولسي پرمختیایي شورا سره د احتمالي بیارغونې او پرمختیایي پروژو په هکله خبرې اترې کوي. [د ملي پیوستون پروګرام]

په ۲۰۰۶ کال کې نړیوال بانک، د پروژې د درې کلن بهیر په هکله داسې نتیجه واخیسته چې د ملي پیوستون پروګرام پانګونې «لوړې او چټکې» دي، او افغان حکومت او نړیوال مرستندویان دې ته هڅوي چې تمویل او ملاتړ زیات کړي.

ځایي اوسېدونکي رهبري په لاس کې اخلي

د وزارت چارواکي وایي، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ګڼو مواردو کې، خلکو، د ابتدایی وسایلو او خپلو پیسو په لګولو سره، سلګونه کیلومتره سرکونه هوار کړي او جغل یې پرې اچولی دی او سلګونه پلونه، پلچکونه، ښوونځي او جوماتونه یې جوړ کړي دي.

رستمي وویل، «د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت په وروستیو کې په پروان، کاپیسا، لوګر، سمنګان او کابل ولایتونو کې د اوبو د کارېزونو، نهرونو او ویالو د پاکولو او بیا رغولو لپاره داسې یو پروګرام شروع کړ چې خلکو د خپلو پیسو په لګولو په بري سره بشپړ کړ.»

هغه وویل، په کلیوالي پرمختیایي پروژو کې د عامه برخه اخیستنې بریالیتوب حکومت دې ته تشویق کړی چې دې ته ورته په راتلونکو پروژو کې د محلي خلکو رول ته ډېر اهمیت ورکړي.

هغه زیاته کړه، محلي خلکو په نورو پروژو کې چې د کرنې او ښوونې او روزنې د وزارتونو له خوا ترسره شوې هم همکاري وکړه.

د کلیو د بیا رغونې او پرمختګ یوه پخواني وزیر جارالله منصوري وویل، د ملي پیوستون پروګرام عام خلک دې ته تشویق کړل چې د خپلو کلیو په انکشاف کې برخه واخلي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا د دې پروګرام یوه لویه لاسته راوړنه ده.»

هغه وویل، «اوس، خلکو دا درک کړې چې د هغوی د کلیو په انکشاف کې د هغوی رول او برخه اخیستنه څومره مهمه او مؤثره ده.»

د بریالیتوب کیسې

د مثال په توګه، د پروان د ولایتي شورا رییس غلام بهاءالدین جېلاني وویل، د پروان ولایت اوسېدونکو په دې برخه کې مؤثر ګامونه اخیستي چې د خپلو کلیو ستونزې حل کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د منیرخان کلي اوسېدونکو په هغو پیسو چې هغوی راټولې کړې وې په وړو سرکونو او د پلیو په لارو باندې جغل واچاوه. دغو وړو سرکونو د ژمي په موسم کې هلته د اوبو د ډنډېدلو له امله د تګ راتګ کوونکیو لپاره ستونزې جوړولې.»

هغه وویل، «سربېره پر دې، په مناره پایین کلي کې خلکو په خپلو پیسو یو ښوونځی جوړ کړ.»

د منیرخان کلي یوه اوسېدونکي احمد سهراب وویل، «زمونږ په کلي کې هرې کورنۍ ۱۰۰۰ افغانۍ تحویل کړې، په داسې حال کې چې هغو چې اقتصادي وضعه یې نسبتا ښه وه هغوی ډېرې واچولې.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ سوري بند کړل او خپلې ځینې هغه کوڅې مو جغلکاري کړې چې د ژمي په موسم کې به همېشه په کې خټې او خړاوې جوړې وې.»

هغه وویل، «زمونږ تګ راتګ ډېر زیات اسان شوی دی، او زمونږ ماشومان کولی شي چې په اسانۍ سره او په وخت خپل ښوونځي ته تګ راتګ وکړي. سربېره پر دې، زمونږ په کلي کې د موټرو د نښتلو ستونزه هم حل شوه.»

د پرمختګ په ارزښت پوهېدل

د کندهار د ولایتي شورا یوه غړي سید احمد سېلاب وویل، «د عادي افغانانو په منځ کې د عمومي پوهې سطحه لوړه شوې ده.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د مثال په توګه، د پرمختیایي پروژو په برخه کې له ولسي پرمختیایي شوراګانو سره د هغوی په همکارۍ او همغږۍ سربېره، په دې ولایت کې خلک مالي مرسته هم کوي. هغوی غواړي چې د هغوی د ژوند کولو معیار د هغو خلکو په څېر شي چې د افغانستان په لویو او عصري ښارونو کې دی.»

هغه وویل، «د لوی ولي کلي خلکو خپل لاسونه سره ورکړل، پیسې یې سره واچولې چې د څښلو د اوبو ذخیره جوړه کړي چې سلګونو کورنیو ته ګټه ور رسوي.»

«سربېره پر دې، د کندهار ولایت د ژړي ولسوالۍ اوسېدونکو خپلې ۱.۲ میلیونه افغانۍ د دې لپاره ولګولې چې یو ابتدایي ښوونځی جوړ کړي او د هغوی ماشومان وکولی شي چې تعلیم ترلاسه کړي او د پرمختګ ارزښت وپېژني.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500