تروريزم

البغدادي له موصل څخه ووت او جنګیالي یې پرېښودل

د خالد التایي راپور

د داعش اړوند موټرونه چې د موصل د شمالي کلیو د ازادولو په ترڅ کې د هوایي بریدونو په وسیله ویجاړ شوي دي. [عکس د عراق دفاع وزارت اخیستی دی]

د داعش اړوند موټرونه چې د موصل د شمالي کلیو د ازادولو په ترڅ کې د هوایي بریدونو په وسیله ویجاړ شوي دي. [عکس د عراق دفاع وزارت اخیستی دی]

په داسې حال کې چې په موصل کې د داعش په چاپېر کړۍ ورتنګېږي، داسې راپورونه دي چې د دغې ډلې مشر ابوبکر البغدادي له دغه ښار څخه وتلی او خپل پلویان یې په داسې حال کې چې د جګړې له فشار سره مخامخ دي یوازې پرېښي دي.

عراقي ځواکونو د فبرورۍ په ۱۹مه د لوېدیځ موصل د بېرته نیولو لپاره هغه وخت حمله پیل کړه چې له هغه نه په مخکې میاشت کې یې د دغه ښار ختیځ اړخ ونیو.

هغوی د هوا له خرابو شرایطو، د ګڼې ګوڼې زیاتوالي او د کوڅو له داسې تنګوالي سره سره چې د غټو زرهي موټرو کارول محدودوي، څو ولسوالۍ او سیمې بېرته ترلاسه کړې دي.

له نیناوا څخه د عراق د پارلمان غړي عبدالرحمان ال لویزي له دیارونا سره په خبرو کې وویل، داسې راپورونه دي چې ځایي خلکو، هغه وخت چې د ښار د لوېدیځ اړخ د نیولو لپاره عملیات پیلېدل، د موټرو او لاریو داسې یو کاروان لیدلی چې لوېدیځ لوري ته د پراخې دښتې په لوري چې د نیناوا ولایت او انبار تر منځ پروت دی، روان وو.

هغه وویل، «ښایي چې البغدادي د حملې له شروع کېدلو څخه مخکې د موصل په ښي اړخ کې وو،» او زیاته یې کړه چې هغه «هغې دښتې ته تښتېدلی چې پټ شي چې هلته په مهارت سره پټ کمپونه جوړ کړای شوي دي.»

ماتې نژدې ده

هغه وویل، استخباراتي سرچینې هم ادعا کوي چې البغدادي د داعش ښاري شورا ته شین څراغ ورکړی چې ژر تر ژره له موصل څخه پښې سپکې کړي.

د ال لویزي په وینا، دغه کسان «د اسلامي احکامو او د یادې ډلې د افراطي ایډیالوجۍ د خپرولو» مسؤل دي.

هغه وویل، البغدادي «په مطلق ډول نه غواړي چې هغوی قرباني کړي ځکه چې هغه په دې باور دی چې هغوی د اوږدې مودې لپاره مهم دي او له هغوی پرته یاده ډله نشي کولی چې ملاتړي ترلاسه او نور جنګیالي استخدام کړي.»

ال لویزي زیاته کړه، دا بل شاهد دی چې ښیي چې داعش «د یوه جنګي ګروپ په حیث خپل پای ته نژدې کېږي او دا چې په راتلونکې مرحله کې به په ایډیالوژیکه جګړه باندې تمرکز کوي.»

هغه زیاته کړه، یو ځل چې دغه ګروپ له نظامي پلوه مات کړای شي، جګړه باید له ایډیالوجیک پلوه د یادې ډلې په سخت تخریب باندې تمرکز وکړي.

هغه وویل، البغدادي له خپلو پلویانو څخه غوښتنه کړې «چې تر خپل وروستي نفس پورې جګړه وکړي او دا چې یا ووژل شي او یا دې ځانوژنه وکړي.»

هغه وویل، «دا یو ایډیالوجیک ډایرېکټیف یا اخلاقي تشویق نه دی، بلکه تر ډېره د البغدادي وېره ښیي چې د دغو عناصرو ډېر شمېر به ونیول شي او د ګروپ د حرکاتو او ډېرو پټو فعالیتونو په هکله به معلومات افشا کړي.»

البغدادي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د موصل له لوی جومات څخه خپل ځان د مسلمانانو خلیفه اعلان کړ، تقریبا له نومبر، یا د موصل د جګړې له پيل څخه دوه اونۍ وروسته وخت، راهیسې چې له خپلو پلویانو څخه یې وغوښتل چې «کافران» ووژني، بیا ریکارډ شوې وینا نه ده خپره کړې.

نه تایید شویو رسنیزو راپورونو تېره میاشت د ځایي سرچینو له قوله خبر ورکړی وو چې ویل یې چې هغه خپلو پلویانو ته لیکلی پیغام، چې «د خدای په امانۍ خطبه» په نامه یې یاد کړی، استولی او په هغه کې یې د خپل ګروپ په ماتې اعتراف کړی دی.

د داعش د پلویانو ترمنځ خفګان

د ستراتیژیکو چارو کارپوه او د عراق د پوځ پخواني افسر احمد الشریفي دیارونا ته وویل، په موصل کې د داعش پاتې جنګیالي د هغوی د دفاعي پولو په ماتېدلو سره سخت خوابدي شوي دي.

هغه دیارونا ته وویل، د البغدادي پناه کېدلو «د هغه د عناصرو تر منځ چې نور دا وس نه لري چې خپل مقاومت ته دوام ورکړي خفګان او مایوسي زیات کړي دي.»

الشریفي په لوېدیځ موصل کې د ځایي سرچینو له قوله وویل، اورپکي «د خپل خلیفه، د هغه د ځای ځایګي او په دې هکله پوښتنې کوي چې ولې هغه هغوی په دې دوزخ کې یوازې پرېښودل، او پوښتنه کوي چې ولې هغه د یوه نظامي قوماندان په توګه لاس په کار کېږي نه او د هغوی تر څنګه جګړه نه کوي.»

هغه زیاته کړه، «هلته ډېرې داسې پوښتنې راولاړېږي چې هغه خرابی او مایوسي منعکسوي چې هغوی ورسره مخامخ دي.»

الشریفي دا امکان رد نه کړ چې البغدادي دې «په سوریه کې کوم خوندي ځای» ته تښتېدلی وي.

د نیناوا د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې غړي حسن شبیب السبوي دیارونا ته وویل، د هغه تېښته «د ماتې یوه غیر رسمي اعتراف» سره برابره ده.

هغه وویل، «اکثر محلي جنګیالي چې د هغه له ترهګرې ډلې سره د بیعت ژمنه یې کړې وه په دې ډېر وروسته پوه شول چې د هغوی مشرانو هغوی ترک کړي یا پرېښي دي، او دا چې هغوی په یوازې ځان یو لوی قېمت پرې کوي. هغوی د یوې بې لارې ایډیالوژۍ په تعقیبولو سره خپل خلک او هېواد خراب کړي دي.»

هغه وویل، البغدادي او د هغه پلویان اوس باید له دې حقیقت سره مخامخ شي چې «هغوی د تاریخ کثافت دانۍ ته ورغورځېدلي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500