ساينس ـ ټکنالوژي

افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره ډیجیټل ګام پورته کوي

نړیوال بانک

د ملي تدارکاتو ادارې کارمندان د تدارکاتو قراردادونه ډیجیټلي کوي او بیا یې د ملي تدارکاتو د ادارې وېب سایټ ته پورته کوي چې په افغانستان کې د تدارکاتو په سیستم کې شفافیت یقیني کړي.‌ [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

د ملي تدارکاتو ادارې کارمندان د تدارکاتو قراردادونه ډیجیټلي کوي او بیا یې د ملي تدارکاتو د ادارې وېب سایټ ته پورته کوي چې په افغانستان کې د تدارکاتو په سیستم کې شفافیت یقیني کړي.‌ [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

کابل -- هر څو ثانیې وروسته مژګان قراردادونه راوباسي او سکن کوي او د خپل کمپیوټر په هارډ ډرایو کې یې سیف کوي.‌ هغه اسناد د ځانګړي سافټ ویر په کارولو سره سیف کوي او بیا یې د ملي تدارکاتو د ادارې وېب سایټ ته پورته کوي.‌

مژګان چې ۲۷ کاله عمر لري د ملي تدارکاتو اداره کې د آرشیف د څانګې د تخنیک افسره ده، او د هغې همکاران د تدارکاتو قراردادونه ډیجیټلي کوي چې په افغانستان کې د تدارکاتو په سیستم کې شفافیت یقیني کړي.‌

هغې وویل، «مونږ په لېوالتیا سره په دې کار کوو چې شفافیت راوړو او د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړو. ما هېڅکله هم نه غوښتل چې له حکومت سره کار وکړم،‌ خو اوس چې کله زه ګورم چې د ملي تدارکاتو اداره څه کولی شي، زه په دې افتخار کوم چې د حکومت لپاره کار کوم.»‌

د شفافیت د نړیوالې ادارې د راپور له مخې،‌ افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې دویم تر ټولو ډېر فاسد هېواد وو، خو داسې ښکاري چې حالات بدلېږي.‌

د تدارکاتو سکن شوي اسناد د ملي تدارکاتو د ادارې وېب سایټ ته پورته کیږي او د عامو خلکو لیدنې ته وړاندې کېږي.‌ [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

د تدارکاتو سکن شوي اسناد د ملي تدارکاتو د ادارې وېب سایټ ته پورته کیږي او د عامو خلکو لیدنې ته وړاندې کېږي.‌ [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

د ملي تدارکاتو ادارې د قراردادونو د بهیر د څارنې آنلاین سیستم د دې لپاره جوړ کړ چې د قراردادونو د تطبیق ارقام او ډېټا په سیستماتیک ډول واخلي او د عامو خلکو او مدني ټولنې د څارنې لپاره یې وړاندې کړي.‌

د ملي تدارکاتو اداره کې د قراردادونو د تطبیق د څارنې رییس پتیال غورځنګ وویل، «مونږ هڅه کوو چې د تدارکاتو د قراردادونو په هکله معلوماتو ته لاسرسی اسان کړو.‌ اوس ټول معلومات یوازې د یو کلېک په فاصله پراته دي.»‌

اداري ریفورم

د ملي تدارکاتو اداره چې په ۲۰۱۲ کال کې جوړه شوې یو له هغو ګامونو څخه ده چې د افغان حکومت له خوا د اداري فساد پر ضد رامنځته شوی او تر لیرې لیرې یې لاس رسېږي.‌

د دې ادارې هدف دا دی چې په عامه تدارکاتو کې داسې اصلاح راولي چې د تدارکاتو د یوه مؤثر،‌ بسیا او شفاف سیستم له لارې بهتر خدمتونه وړاندې کړي.‌

د ملي تدارکاتو ادارې ته وظیفه ورکول شوې چې د پالیسیو سپارښتنه وکړي، د عامه تدارکاتو څارنه وکړي، پروګرامونه سره همغږي کړي او د قراردادونو تطبیق وڅاري. هغه د داسې پروژو څارنه کوي چې په جي ډي پي باندې تر ۱۹٪ پورې ورزیاتوي او د ملي بودجې نژدې نیمایي بشپړوي.‌

احتمال شته چې د ملي تدارکاتو د ادارې ریفورمونه اقتصادي وده زیاته کړي،‌ د مالي لګښتونو لا مؤثر کنټرول معرفي کړي او تر ټولو ډېر مهم دا چې د اداري فساد ریښې وباسي.‌

د ملي تدارکاتو اداره، د عامه مالي مدیریت ریفورم (PFMR) څخه چې داسې یوه پروژه ده چې هدف یې د افغانستان د تدارکاتو، خزانې او د آډېټ د سیستمونو د بسیاینې او اغېزمنتیا لا زیاته پیاوړتیا ده،‌ مالي ملاتړ ترلاسه کوي.‌

د عامه مالي مدیریت ریفورم (PFMR) چې د ماليې وزارت له خوا تطبیقېږي د افغانستان د بیا رغونې د وجهي صندویق (ARTF) یو د ګڼ مرستندویه پروګرام له خوا، حمایه کیږي.‌

د قراردادونو په پروسه کې د «صفر» په اندازه اداري فساد

ریفورمونو حکومتي تدارکات په پام وړ ډول پاک کړي دي.‌

د اداري فساد ضد څارنې او ارزونې خپلواکې کمېټې چې هر کال د حکومتي ادارو ارزونه کوي،‌ د ملي تدارکاتو اداره د تر ټولو ډېرې بسیا ادارې په توګه یاده کړې او یادونه یې کړې چې هغه په هېواد کې یو غوره مثال دی.‌

سربېره پر دې، د شفافیت نړیوالې ادارې سږ کال د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د اداري فساد ضد هڅو کې د بریالیتوب راپور ورکړ،‌ او د ملي تدارکاتو اداره یې د یوه سیستمي ریفورم په توګه یاده کړه.‌

دغه ستاینه د اداري فساد ضد نورو څارونکو موسسو له خوا هم غبرګه شوه.‌

د افغانستان د روڼتیا څار ادارې اجرایوي رییس سید اکرام افضلي وویل،‌ «د ملي تدارکاتو اداره د حکومت له خوا په تېرو دوه کلونو کې د اداري فساد ضد هڅو یو ښه مثال دی.‌ اوس،‌ هیڅوک هم نشي کولی چې د تدارکاتو په پروسه باندې نفوذ ولري،‌ او د ملي تدارکاتو د ادارې تاسیس د قراردادونو په پروسه کې اداري فساد صفر ته راښکته کړی دی.»‌

د تقلب په وړاندې سزاګانې

د ملي تدارکاتو د ادارې په ریفورمونو سره، هر مستحق مناقصه کوونکی برابر چانس لري چې د تدارکاتو په پروسه کې برخه واخلي.‌ هغو کمپنیو ته چې په جعل او تقلب کې لاس لري سزاوې ورکول کیږي.‌

د ملي تدارکاتو د ادارې له پیل راهیسې، ۸۳ کمپنۍ د هغوی د تقلبي کارونو له امله په تور لست کې نیول شوې دي.‌

غورځنګ وویل، «د اداري فساد پر ضد د مبارزې په لړ کې، مونږ د تدارکاتو سیستم بدل کړ.‌ پخپله سیستم مرسته کوي چې اداري فساد کم کړای شي.»‌

د ملي تدارکاتو د ادارې له پیل څخه مخکې،‌ د تدارکاتو سیستم په اداري فساد کې ښکېل وو.‌

هلته د تدارکاتو اړوند موازي ادارې موجودې وې،‌ او په ډېرو برخو کې د تدارکاتو قانون ګنګس کوونکی او ګډ وډ وو.‌ افسران غیر مسلکي کسان ول.‌

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال جاوېد نوراني وویل،‌ «ډېرو ځواکمنو کسانو د تدارکاتو په سیستم باندې نفوذ درلود.»‌ د ملي تدارکاتو ادارې دغه «نفوذ» راکم کړی دی.‌

خو د پروژو د تطبیق په څارنه کې ننګونې لا په ځای پرتې دي.‌

نوراني وویل، «د اوس وخت لپاره،‌ د ملي تدارکاتو اداره دا وړتیا نه لري چې ډېر قراردادونه وڅاري،‌ ځکه چې د دغه ډول ظرفیت جوړونه ډېر وخت اخلي.»‌

د ظرفیت په برخه کې ننګونو ته په غبرګون کې،‌ د ملي تدارکاتو اداره پلان لري چې د یوه روزنیز انسټیټیوټ په جوړولو سره د تدارکاتو د پروسې په بېلابېلو سطحو کې د کارمندانو ظرفیت لوړ کړي.‌ دغه انسټیټیوټ به د تدارکاتو ادارو ته د ځوانانو په ورجلبولو سره د مسلکي کسانو د کمي ستونزه حل کړي.‌

مژګان وویل،‌ «مونږ له صفر څخه کار شروع کړ،‌ خو په کار کې زمونږ د روڼتیا یا شفافیت او مسلکیتوب ارزښتونو له مونږ سره مرسته وکړه چې لوړ هدفونه ترلاسه کړو.‌ مونږ مخ په وړاندې ځو.»

[ د نړیوال بانک ګروپ په خپل وېب سایټ http://www.worldbank.org/terms باندې د یادو شویو شرایطو او مقرراتو په پام کې نیولو سره د دې موادو د کارولو اجازه ورکوي.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500