امنیت

درنو تلفاتو او ټیټ مورال په افغانستان کې اورپکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي

د نجیب الله راپور

د افغان ملي اردو عسکر د ۲۰۱۷ د مارچ په ۲۴مه په بادغیس ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې خپلو مورچلو ته روان دي.‌ [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]

د افغان ملي اردو عسکر د ۲۰۱۷ د مارچ په ۲۴مه په بادغیس ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې خپلو مورچلو ته روان دي.‌ [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]

کابل -- د افغان امنیتي چارواکو په وینا،‌ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د ترهګرۍ ضد ورځنیو عملیاتو په ترسره کولو سره، اورپکو ته دوه لارې په مخکې پاتې دي: یا به خامخا مري او یا به تېښته کوي.‌

هغوی وایي، په هره لاره چې وي، د اورپکو مورال ټیټ دی او د هغوی ماتې رانژدې شوې ده.‌

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل،‌ د هوایي او شپنیو عملیاتو سربېره،‌ امنیتي ځواکونو د ورځې د ۱۶ ځلې ورځنیو عملیاتو چټک بهیر روان ساتلی دی، چې مثبتې پایلې یې لرلي دي.‌

هغه له سلام ټایمز سره په خبرو کې وویل،‌ «یوازې په تېره اونۍ کې، د طالبانو ۹ عملیاتي مرکزونه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ویجاړ او د وسلو، مهماتو او چاودېدونکو وسیلو ډیپوګان ضبط کړای شول.»

وزیري وویل،‌ «په دې هېواد کې یاغیانو ته سخت تلفات وراوښتي دي،‌ او د هغوی ډېر قوماندانان او مشران وژل شوي دي.»‌

هغه وویل، «په تېره اونۍ کې،‌ د هغوی د درې مشرانو په ګډون ۳۲۰ تنه اورپکي وژل شوي دي،» او وژل شوي قوماندانان یې د عبدالبصیر په نامه چې په اروزګان ولایت کې وژل شوی،‌ او ملا توریالی او ملا احمد چې دواړه په هلمند ولایت کې ووژل شول، یاد کړل.‌

طالبانو او داعش ته سخت تلفات ور واوښتل

د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو په وینا،‌ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په وروستیو ورځو کې د ترهګرۍ پر ضد عملیات زیات کړي، او لسګونه طالبان او داعش اورپکي یې وژلي او ټپیان کړي دي.‌

د دفاع وزارت اعلان وکړ چې،‌ د دوشنبې - سې شنبې په ورځو / د اپریل ۳ - ۴مه/ په ګډو عملیاتو کې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالبانو د دوه محلي قوماندانانو او د داعش د ۲۱ غړو په شمول ۸۲ تنه یاغیان ووژل.‌

وزارت وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د طالبانو د یوه محلي قوماندان او د داعش د ۱۵ غړو په شمول ۶۸ تنه یاغیان ووژل.‌

دغه ډول عملیات هره ورځ ترسره کیږي او په لوړه کچه تلفات اړوي.‌

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل،‌ افغان ځواکونو د مارچ په ۲۸ - ۲۹مه په لغمان، اروزګان،‌ فراه،‌ ننګرهار، غزني، کندهار او کندوز ولایتونو کې عملیات پیل کړل،‌ او ۷۲ تنه اورپکي یې ووژل.‌

د کورنیو چارو وزارت د یوې بلې خبرپاڼې له مخې،‌ افغان هوایي ځواک د مارچ د ۲۶ او ۲۷ تر منځ د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړل،‌ او د داعش ۳۳ تنه غړي یې ووژل.‌

یوې جلا خبرپاڼې وویل، د مارچ د ۲۵مې په شپه افغان هوایي بریدونو په کوټ ولسوالۍ کې درې کلي وویشتل او د داعش ۲۷ تنه غړي یې ووژل.‌

د محلي رسنیو د راپورونو په اساس،‌ یوه ورځ مخکې،‌ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۴۷ تنه ترهګر ووژل.‌

د افغانستان په ختیځ کې د افغان ملي اردو یوه ویاند ډګرمن شیرین اغا فقیري سلام ټایمز ته وویل،‌ د مارچ په ۲۴مه په یوه بل عملیات کې په ننګرهار ولایت کې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د داعش ډلې د دوه قوماندانانو -- ذبیح الله چې د شینو په نامه هم یادېده او درګل په شمول ۲۲ غړي ووژل.‌

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د مارچ په ۲۷مه ولسي جرګې ته وویل،‌ اورپکو ته د ۲۰۱۵ کال په نسبت په ۲۰۱۶ کال کې ۱۵٪ ډېر تلفات وراوښتي دي.‌

د اورپکو ماتې، ټیټ مورال

د اردو یوه متقاعد افسر عبدالغفار ګردېزي سلام ټایمز ته وویل،‌ «اورپکو ته رسېدلي درانه تلفات د هغوی مورال ژوبلوي.»‌

هغه وویل،‌ «د هېواد په بېلابېلو برخو کې،‌ د اورپکو دا وړتیا چې له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړو کې برخه واخلي کمه کړای شوې یا په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده.»‌

په ماتو او تلفاتو ور رسېدلو سربېره،‌ طالبانو او نورو یاغي ډلو د افغانانو ملاتړ هم له لاسه ورکړی دی.‌

په کابل کې د نظامي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل سلام ټایمز ته وویل،‌ «د اورپکو په هکله عامه پوهه او خبرتیا د لس کاله پخوا په نسبت ډېره شوي ده.»‌

هغه وویل،‌ «طالب اورپکي نور هغه عام ملاتړ چې پخوا یې درلود نه لري، ځکه چې د هغوی عملونه د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي،»‌ او زیاته یې کړه چې یوازې د هغو سیمو اوسېدونکي چې هلته طالبان کنټرول لري له اورپکو سره مرسته کوي، ځکه چې هغوی بله لاره نه لري.

په کابل کې د امنیتي چارو یوه تحلیلګر محمد حسن وویل،‌ «اورپکي نور د هغو عملونو له وجې چې هغوی ترسره کړي دي د افغانانو په منځ کې ځای نه لري ځکه چې د هغوی له خوا ترسره کېدونکي عملونه له اسلامي اساساتو او افغاني دودونو څخه سرغړونه کوي.»‌

هغه وویل،‌ افغان دیني عالمانو په وروستیو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ کول حرام او غیرمشروع اعلان کړي وو،‌ او دا یوه داسې پرېکړه وه چې د افغانانو په منځ کې یې د خبرتیا په ډېرولو کې حیاتي رول ترسره کړ.‌

د تخار ولایت یوه ۲۵ کلن افغان محصل فرید احمد نوید وویل،‌ «ډېرو کورنیو،‌ چې د هغوی بچیان یو وخت د طالبانو په لیکو کې ول، حقیقت درک کړی دی.‌ هغوی نور خپلو بچیانو ته اجازه نه ورکوي چې له طالبانو سره یوځای شي.»‌

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي محمد اسماعیل قاسمیار سلام ټایمز ته وویل،‌ «اکثریت طالبان اوس په دې پوهېږي چې هغوی تېروتنه کړې وه. اوس د دې وخت دی چې هغوی د سولې پروسې سره یوځای شي.»‌

هغه وویل،‌ که طالبان د سولې پروسې سره یوځای شي،‌ هغوی کولی شي چې په غرونو کې د پټېدلو په ځای په ازاد ډول او له ډار پرته ژوند وکړي.‌

اورپکي تسلیمېږي

نهیلي شوي یاغیان له جګړې څخه لاس اخلي.‌

د ځایي رسنیو د راپورونو په اساس،‌ د مارچ په ۲۸مه د طالب اورپکو یوې ۱۸ کسیزې ډلې په ننګرهار ولایت کې خپلې وسلې کېښودې.‌ په یادو ۱۸ کسانو کې یو قوماندان هم شامل وو.‌

د طالبانو د نژدې ۲۰۰ کسانو یو ګروپ د اپریل په ۱ د حکومت پر ضد له ۱۰ کاله جنګ څخه وروسته په بلخ ولایت کې تسلیم شو.‌

احسان الله یو له هغو کسانو څخه وو چې په بلخ کې اورپکي ول.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه پوه شوم چې زمونږ جنګ جهاد نه دی او دا چې د افغانانو ژوند زمونږ مشرانو ته ارزښت نه لري،‌ له دې امله زه د سولې پروسې سره یوځای شوم.»‌

هغه وویل،‌ «زه کوشش کوم چې د خپل هېواد په بیا رغونه کې برخه واخلم.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500