د ښځو حقوق

د سنیما مینه والو په کابل کې د کورنیو په ذوق برابره سنیما وستایله

د سلیمان راپور

مشتریان د مارچ په ۲۴مه په کابل کې د کورنیو په ذوق برابره سنیما کې د ټکټونو اخیستلو لپاره په کتار کې ولاړ دي.‌ [سلیمان]

مشتریان د مارچ په ۲۴مه په کابل کې د کورنیو په ذوق برابره سنیما کې د ټکټونو اخیستلو لپاره په کتار کې ولاړ دي.‌ [سلیمان]

کابل -- ګلکسي د کورنیو سنیما،‌ چې په کابل کې په یوه عصري پلورنځي کې جوړه شوې،‌ داسې کتونکو ته چې پخوا ورته پام نه کېده -- یعنې کورنیو او بې سړیو ښځو ته،‌ سنیمایي خدمتونه برابروي.‌

تازه د مارچ د میاشتې په یوه ورځ،‌ نژدې یو کال وروسته له هغه چې دغې سنیما لومړي ځل خپلې دروازې پرانستلې،‌ یو شمېر کورنۍ او ښځې په کتار ولاړ دي چې ټکټونه واخلي.‌

تر سختې امنیتي ساتنې لاندې تیاتر دننه د مشتریانو ننداره به په ډېرو هېوادونو کې د پام وړ نه وي،‌ خو د افغانستان لپاره،‌ چې هلته ټولنیز نورمونه ښیي چې په اکثرو سنیماګانو کې تقریبا ټول نندارچیان سړي دي،‌ غیرعادي ده.‌

البته،‌ په ګلکسي کې،‌ اداره هغه سړي چې کورنۍ یې ورسره نه وي له ننوتلو څخه منع کوي.‌ یوه برخه د کورنیو لپاره ځانګړې شوې ده.‌

لېوالتیا لرونکې ګڼه ګوڼه

د ارامي بخښونکي تیاتر دننه، چې ۷۰ کسان په کې ځایېږي،‌ یو شمېر کورنیو، او همدارنګه مجردو ځوانو ښځو هغه وخت په لېوالتیا سره چکچکې شروع کړې چې د یوه افغان فلم «د ماسکډ ۱» ننداره شروع شوه.‌

۲۲ کلنې ظریفې په خوښۍ سره سلام ټایمز ته وویل،‌ «زما په نظر، دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې مونږ د کورنیو لپاره یو کوچنی تیاتر لرو.‌ دا د ښځو د ساعت تېرۍ لپاره یو ښه پیل دی.»‌

هغې وویل،‌ «په تاریخي توګه،‌ په افغانستان کې دا دود چې ښځو ته اجازه ورکړل شي چې د فلم تیاتر ته لاړې شي نه وو.‌ د خوښۍ خبره ده چې،‌ نن ورځ،‌ زه په ګلکسي کې ډېرې کورنۍ او ښځې وینم.»‌

د کورنیو په ذوق برابر چاپېریال

د عادي افغاني سنیماګانو پر خلاف، په ګلکسي کې هرڅه لکه ښه چلند کول داسې برابر شوي چې کورنیو ته سکون وربخښي.‌ کورنۍ کولی شي چې هلته د ځوانو هلکانو د ګروپونو له خوا د زورول کېدلو په هکله له اندېښنو څخه پرته وخت تېر کړي.‌

یوه بله د فلم مینه واله چې خوښي یې څرګندوله شبانه ده،‌ چې د سنیما ادرس یې په فیسبوک موندلی وو.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ښځې، د انسانانو په توګه له خپلو نارینه سیالانو سره برابرې یو، او دا حق لرو چې د ساعت تېرۍ ځایونو ته لاړې شو... او له خپل ژوند څخه خوند واخلو.‌ د فلم نندارو ته تلل د ښځو لپاره غیرقانوني نه دي.‌ دا یوازې... رواجونه دي چې ښځې د هغوی کورونو پورې محدودوي.»‌

یو شمېر هغه سړي چې خپلې کورنۍ یې سنیما ته بوولې وې هم دې ته چمتو دي چې هغه پولې ماتې کړي چې د هغوی ښځې او ماشومان یې په کورونو کې را ایسار کړي ول.‌

احمد راشد چې له خپلې مېرمنې او لور سره ګلکسي ته راغلی وو سلام ټایمز ته وویل،‌ «یو وخت داسې وخت وو چې دا د یوه سړي لپاره د شرم خبره ښکارېده چې له خپلې مېرمنې او کورنۍ سره یوځای له کوره وځي. له نېکه مرغه،‌ دغه ډول بد پوهاوي له منځه تلونکي دي.‌»

هغه وویل،‌ ښځې له دې نه منع کول چې له کورونو څخه بهر تفریح وکړي «زمونږ په مذهب کې هېڅ ځای نه لري.»

په کابل کې د ښځو د چارو فعالې شکېبا احمدي سلام‌ ټایمز ته وویل، «د طالبانو په وخت کې،‌ ښځو خپل ډېر اساسي حقونه له لاسه ورکړي ول.‌ له نېکه مرغه نن،‌ افغانې ښځې دا ازادي لري چې کار وکړي او بهر وځي.»‌

د ژوند له ستونزو څخه یوه لنډه تېښته

د ګلکسي د کورنیو د ناستې د سېکشن مدیرې سمیرا احمد وویل، د تیاتر خاوندانو د داسې یوه ځای لپاره ټولنیزه اړتیا درک کړه.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، په افغانستان کې د داسې تفریحي ځایونو شمېر چې هلته کورنۍ وکولی شي چې خپل وخت په ګډه سره تېر کړي... ډېر محدود دی.‌»

هغې وویل،‌ په ګلکسي کې،‌ «کورنۍ او ښځې کولی شي چې فلمونه وګوري...‌ او یو څه وخت له خپلو ستونزو څخه لیرې تېر کړي.»‌

سمیرا احمد وویل،‌ له څو میاشتو کار څخه وروسته،‌ د کتونکو ذوق روښانه شو.‌

هغې وویل،‌ «د راتلونکو کسانو ۷۰٪ د هالیووډ او بالیووډ فلمونو سره مینه لري.‌ پاتې ۳۰٪ افغاني فلمونه غواړي.»‌

سمیرا احمد وویل،‌ تیاتر د یوه ټکټ په سر ۳۰۰ افغانۍ (۴.۴۶ ډالر) اخلي خو هغو مشتریانو ته چې عاید یې کم وي یا بیا بیا راځي ځانګړي تخفیفونه ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500