امنیت

افغان هوایي ځواک اورپکو ته په ماتې ورکولو کې حیاتي رول لوبوي

د زیار راپور

یو افغان پیلوټ د سپتمبر په ۲۹مه په کابل کې د متحده ایالاتو جوړ اېم ډي - ۵۳۰ څرخکو سره نژدې ولاړ دی.‌ [شاه مری/ ای اېف پي]‌

یو افغان پیلوټ د سپتمبر په ۲۹مه په کابل کې د متحده ایالاتو جوړ اېم ډي - ۵۳۰ څرخکو سره نژدې ولاړ دی.‌ [شاه مری/ ای اېف پي]‌

کابل -- افغانستان، د هغو اورپکو پر ضد په جګړه کې چې په غرنۍ اراضي کې پټېږي، په مخ پر ودې ډول په خپل هوایي ځواک تکیه کوي،‌ او جیګپوړي نظامي چارواکي هیله لري چې د نړیوالې ټولنې په مرسته به د ځواک تجهیزاتو او تخنیکي مهارتونو ته لا نوره وده ورکړي.‌

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «زه کولی شم ووایم چې د افغان اردو د بري تر شا تر ټولو لوی دلیل زمونږ د هوایي ځواکونو فعالیتونه دي.»

هغه وویل،‌ «افغانستان غرنۍ اراضي لري.‌ هوایي ځواک په داسې شرایطو کې ډېر ارزښتناک دی.»‌

هغه وویل،‌ هوایي ځواک کولی شي چې پټنځایونه د شپې له مخې په نښه کړي، د دښمن په ساحه کې عسکر راښکته کړي او تامینات په چټک ډول وکړي.

د افغان هوایي ځواک نوي پیلوټان د سپتمبر په ۲۹مه په کابل کې د نمونوي الوتنې ټولګي ته راغلي دي.‌ [شاه مری/ ای اېف پي]

د افغان هوایي ځواک نوي پیلوټان د سپتمبر په ۲۹مه په کابل کې د نمونوي الوتنې ټولګي ته راغلي دي.‌ [شاه مری/ ای اېف پي]

رادمنش زیاته کړه،‌ «تېر کال،‌ هوایي ځواک له ۳۵۶۰ څخه ډېر عملیات ترسره کړل.‌ هغوی د دښمن له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر جنګیالي او د دښمن خواوشا ۴۰۰ قوماندانان ووژل.»‌

هغه وویل،‌ هوایي ځواک په ۲۰۱۶ کال کې «د طالبانو دا پلان چې یو شمېر ولایتونه او ولسوالۍ ونیسي خنثی کړ او د دې مخه یې ونیوله چې داعش په افغانستان کې د پښې ځای ومومي.»‌

هغه وویل،‌ «داعش په ننګرهار ولایت کې په ۹ ولسوالیو کې فعال وو.‌ هوایي ځواک مونږ ته دا وړتیا راکړه چې هغه درې ولسوالیو ته ورټول کړو.»

نړیوالې مرستې ته ښه راغلاست ویل

دغه بهیر ته د دوام ورکولو لپاره، افغان ځواکونه په دې لټه کې دي چې نړیوالې مرستې دوام وکړي.‌

رادمنش وویل،‌ دا یې له لومړیتوبونو څخه دي چې کشفي او بم غورځوونکې الوتکې ترلاسه شي،‌ د هوایي ځواک رادار سیستم فعال شي او د څرخکو ګروپ پراخ کړای شي.‌ نوموړي وویل، «مونږ غواړو چې زمونږ متحدان دغه اړتیاوې په پام کې ونیسي.»‌

د افغان ملي اردو د هوایي ځواک د وېنګ مرستیال او د هوایی ځواک یوه پخواني قوماندان جنرال عبدالوهاب وردک سلام ټایمز ته وویل چې په ۲۰۱۴ کې له یوه سخت پیل څخه وروسته هغه وخت چې یو زیات شمېر بهرني ځواکونه ووتل،‌ افغان سرتېرو د جګړې د پېټي په اوږو اخیستلو سره په تېرو دوه کلونو کې د پام وړ تجربه ترلاسه کړې ده.‌

وردک وویل،‌ هغه د موجودو پوځي تجهیزاتو د سطحې په هکله خوښ دی.‌

هغه په تېر کال کې د ترلاسه شویو تجهیزاتو په هکله د خبرو کولو پر وخت سلام ټایمز ته وویل،‌ «زمونږ څرخکې په راکټونو سمبال شوې،‌ مونږ ۸ وزره A-29 بریدګرې الوتکې ترلاسه کړې [د ۲۰۱۷ په مارچ کې څلور نورې هم پسې راغلې]،‌ او مونږ MD-530 هلیکوپترې ترلاسه کړې.‌

هغه په پای کې وویل،‌ «اوس مونږ د بل هر وخت په نسبت د دښمن پر ضد ډېر مجهز یو،» او زیاته یې کړه چې یوازې په ۲۰۱۶ کې،‌ اتوو A-29 الوتکو خواوشا ۶۰۰ تنه اورپکي ووژل.

یو اساسي مرستندوی

متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل سلام ټایمز ته وویل،‌ «هوایي ځواک په هره جګړه کې اساسي رول لري.»‌

که څه هم چې هوایي ځواک لا داسې اړتیاوې لري چې باید پوره شي،‌ هغه وویل چې، «دا وخت دښمن د الوتکو ضد توغندي نه لري،‌ او هغه کېدای شي چې د دښمن د پټنځایونو په ویشتلو کې مؤثر ثابت شي.»‌

امرخېل زیاته کړه،‌ «‌که مونږ اېف - ۱۶ الوتکې ترلاسه کړو،‌ هغه به د ثبات په راوستلو کې ګټورې تمامې شي.»‌

عادي افغان اتباع لکه د کابل پوهنتون محصل مرسل صمدي هیله لري چې هوایي ځواک به په دوامداره توګه انکشاف وکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه باید په داسې عصري سیستمونو باندې چې په سیمه کې د نورو هېوادونو له ځواکونو سره برابر وي سمبال شي،» او زیاته یې کړه چې هغه په دغه ځواک باندې افتخار کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له هوایي ځواک څخه پرته،‌ افغانستان نشي کولی چې د دښمن حملې ناکامې کړي.‌ مونږ یوه لا ډېر قوي هوایي ځواک ته ضرورت لرو او مونږ دې ته ضرورت لرو چې نور پیلوټان او انجنیران وروزو.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500