بشري حقونه

طالبان د خلکو له زیاتېدونکي قهر او فشار سره مخامخ شوي دي

د سلیمان راپور

افغان محلي پولیس د اپریل په ۸ مه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د حرکت په حال کې لیدل کیږي.‌ هلمند د خلکو په وړاندې د منفورو طالبانو له وروستیو مرکزونو څخه یو ګڼل کیږي.‌ [نور محمد/ ای اېف پي]‌

افغان محلي پولیس د اپریل په ۸ مه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د حرکت په حال کې لیدل کیږي.‌ هلمند د خلکو په وړاندې د منفورو طالبانو له وروستیو مرکزونو څخه یو ګڼل کیږي.‌ [نور محمد/ ای اېف پي]‌

کابل -- کتونکو سلام ټایمز ته وویل،‌ د ملکي خلکو په وړاندې د طالبانو د جرمونو د لست په اوږدېدلو او د افغانستان د بېخبنا ویجاړولو ته په دوام ورکولو سره د هغوی په وړاندې د خلکو غوسه زیاتېږي.‌

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو یوه استازي خالد پښتون وویل،‌ «د طالبانو بېخ او ستراتیژي په ترهګرۍ، انسان وژنه او د افغانستان په ورانولو جوړ شوي دي.»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «د طالبانو د زیاتو او سختو جرمونو په نتیجه کې، هغوی د کندهار د حتی ۲٪ خلکو ملاتړ نه لري، په داسې حال کې چې کندهار یو وخت د هغوی اصلي مرکز وو.»‌

هغه وویل، د هرې ورځې په تېرېدلو سره، نه یوازې دا چې طالبان خپل کسان له لاسه ورکوي، بلکه د خلکو له خوا د هغوی په وړاندې فشار او غوسه هم زیاتېږي.

خلک طالبانو ته «نه» وایي

پښتون وویل، د طالبانو عملونه -- لکه په مکرر ډول په ترهګریزو بریدونو سره د روغتونونو،‌ روغتیایي کلینیکونو او ښوونځیو په نښه کول -- د شریعت له قانون،‌ د وطن له قوانینو او له افغان دود څخه سرغړونه کوي.‌

هغه وویل،‌ «دغه ډول عملونه نور د هېڅ افغان فرد لپاره د زغملو یا منلو وړ نه دي.‌ خلک د طالبانو پر ضد سره یو لاس شوي دي.»‌

پښتون وویل،‌ د تېرو څو کلونو په ترڅ کې، د کندهار په ډېرو ولسوالیو کې د اوسېدونکو د هڅو له لارې ثبات او امنیت راغلي دي.

هغه وویل،‌ «خلکو طالبانو او افراطیت ته 'نه' وویل،‌ او اوس هغوی خپل تمرکز په پرمختګ، بیا رغونه، ښوونه او روزنه باندې کړی دی.»

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ د ۳۲ کلن اوسېدونکي او د بشري حقونو د فعال سمیع الله په وینا،‌ عین خبره د ننګرهار ولایت په برخه کې هم ریښتیا ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «د طالبانو په وړاندې د خلکو کرکه او نفرت داسې یوې سطحې ته رسېدلي چې په کامه ولسوالۍ کې یې پرېکړه کړې چې هغه څوک چې له طالبانو سره همکاري کوي هغوی به غټه ناغه ورکوي او کورونه به یې ورانول کیږي.»‌

طالبان رحم نه لري

په کابل کې د بشري حقونو یوه فعال عبدالباقي سمندر وویل، اکثر طالب بریدګر د افغان ملکیانو پر ضد دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «له هغه وخت راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واکمني کړې بیا تر اوسه پورې، هغوی هېڅکله په افغانستان کې د ښځو، سړیو، ماشومانو یا زړو خلکو په وړاندې زړه سوی نه دی ښودلی.»‌

هغه وویل، «په حقیقت کې،‌ بې ګناه افغان ښځې، ماشومان او ملکیان د طالبانو د ترهګریزو فعالیتونو اصلي قربانیان دي.»‌

په کابل کې د دعوت پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یوه محصل محمد صابر وویل، د طالبانو کارونه ټول بشري حقونه او ټول بشري او اسلامي اصول تر پښو لاندې کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په میدان وردک ولایت کې [تېر ډسمبر]‌ د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د یوه محصل غیرقانوني اعدام،‌ [په اګست کې]‌ د افغانستان د امریکایي پوهنتون د یو شمېر محصلانو وژنه،‌ تعلیمي مرکزونو ته اور اچونه او د دیني عالمانو وژنه د طالبانو د شرموونکو جرمونو یو څو مثالونه دي.»

د طالبانو پر ضد په یووالي سره مقابله

په ولسي جرګه کې د تخار ولایت استازې حبیبې دانش وویل، طالبان د خپلو فعالیتونو د تمویل لپاره په جرمونو تکیه کوي، ځکه چې عام خلک د هغوی ملاتړ نه کوي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د عشر او زکات په راټولولو، په زور د پیسو اخیستلو،‌ د لویو لارو شکولو او د ناقانونه نشه ییزو توکو په تجارت باندې پایي.‌ په دغو پیسو باندې هغوی خپلې جګړې ته دوام ورکوي، چې دا افغان ښځې او ماشومان په کونډو او یتیمانو بدلوي.»‌

هغې وویل، د دې لپاره چې د طالبانو تجاوز او وحشت پای ته ورسول شي،‌ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ټول قومي او فرقه یي ګروپونه باید د طالبانو پر ضد سره یو شي.‌

د کابل په یوه پوهنتون کې د قانون او سیاسي علومو یوه پروفیسر عبدالقادر سکندري چې د بلخ ولایت اوسېدونکی دی وویل، «طالبان په افغانستان کې جرمونه ترسره کوي او له ۲۰ کلونو نه ډېره موده وشوه چې افغانان وژني.»‌

هغه په بلخ کې د طالبانو بېلابېلې حملې او په بامیانو او دایکندي ولایتونو کې «د جینوسایډ عملونه»‌ یاد کړل.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «سربېره پر دې،‌ هغوی په شمال کې د هر څه د سوزولو او خرابولو سیاست ترسره کړ،‌ چېرې چې هغوی ټولې د مېوو ونې وسوزولې. ان له هغه وخت راهیسې‌، طالبان له خپلو انفجاري او ځانمرګو بریدونو سره کار کوي، او د پرمختګ د ټولو اړخونو مخه نیسي.»‌

په پرمختګ باندې تمرکز کول

د پکتیا ولایت د مدني ټولنې یوه فعال نجیب ازاد وویل،‌ «طالبانو د پکتیا د روشنفکرانو او عالمانو په منځ کې خپل ځای په بشپړ ډول له لاسه ورکړی دی، او دلیل یې دا دی چې طالبان ښوونځیو ته اور وراچوي.»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «هغوی ډېرې هڅې کوي چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې افغانان په تیارو او ناپوهۍ کې وساتي،‌ څو هغوی په اسانۍ سره وکولی شي چې خلک د هغوی د سواد او پوهې د کموالي له امله استخدام کړي.»‌

هغه وویل، «خو حکومت کولی شي چې د خپلو روزنیزو او پرمختیایي پروګرامونو له لارې د طالبانو د دغه ډول پلانونو مخه ونیسي.»‌

افغان ولسمشر اشرف غني په مارچ کې د کابینې په یوه غونډه کې وویل،‌ د نا امنو ولایتونو اوسېدونکو ژمنه کړې چې د عامه یووالي او اتحاد له لارې په سیمه کې د طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه،‌ په عین وخت کې حکومت ژمنه وکړه چې پرمختګ،‌ پرمختیایي بهیر او د نا امنو ولایتونو بیا رغونې ته ډېره پاملرنه وکړي.‌

د غني یوه ویاند شاه حسین مرتضوي سلام ټایمز ته وویل، «ولسمشر د کلیو د پراختیا،‌ ښاري پراختیا، فواید عامې او کرنې وزارتونو ته امر کړی چې د افغانستان د هغو ۱۰ ولایتونو پرمختګ او پرمختیایي بهیر ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې پرمختګ په کې لږ شوی او له محرومیت سره مخامخ دي.»‌

مرتضوي وویل،‌ «سربېره پر دې، هغه دغو وزارتونو ته وظیفه ورکړې چې د یادو ۱۰ ولایتونو ستونزې او اړتیاوې وارزوي او بیاکتنه پرې وکړي او نتیجې یې هغه ته وسپاري،‌»‌ او زیاته یې کړه چې د دغو ولایتونو له جملې څخه یو هم پکتیکا دی.

هغه زیاته کړه،‌ په هغو پروګرامونو کې چې حکومت یې د پکتیکا ولایت لپاره پلان نیولی دی د برېښنا د تولید او همدارنګه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د بندونو جوړول،‌ د لمریزې برېښنا تولیدول،‌ د سرکونو او کوڅو پخول،‌ او ښوونځیو ته ډېره پاملرنه کول، شامل دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500