امنیت

افغان مقامات خپل ځانګړي ځواکونه ستایي

د سلیمان راپور

افغان ولسمشر اشرف غني د مارچ په ۲۴مه په کابل کې د ځانګړو ځواکونو په یوه مرکز کې د یوې وسلې والې قطعې معاینه کوي. [د افغان ولسمشر د رسنیو دفتر نه په مننه]

افغان ولسمشر اشرف غني د مارچ په ۲۴مه په کابل کې د ځانګړو ځواکونو په یوه مرکز کې د یوې وسلې والې قطعې معاینه کوي. [د افغان ولسمشر د رسنیو دفتر نه په مننه]

کابل -- افغان ځانګړي ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د هغوی د رول له امله د چارواکو او تحلیلګرانو له خوا ستایل کیږي.

دغه عسکر د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست په چوکاټ کې دندې ترسره کوي. د هغوی په وظایفو کې د ترهګرو د مشرانو او مرکزونو په نښه کول او د ترهګرو د حملو مخنیوی شامل دي.

مقامات د ځانګړیو ځواکونو د سرتېرو د وړتیا په هکله معلومات نه افشا کوي.

مؤثر ځواکونه د جیګپوړو چارواکو له خوا ستاینه ترلاسه کوي.

د کورنیو چارو د وزیر تاج محمد جاهد په وینا، ځانګړي ځواکونه کولی شي چې له خپل ځان نه ډېر غټ ګروپ ته ماتې ورکړي.

هغه په تېر نومبر کې د کورنیو چارو وزارت کې وویل، «هغوی د جګړې په ډګرونو کې د ماتو ورکولو سبب وګرځېدل.»

د ځایي رسنیو په وینا، هغه په په خپله بیانیه کې وویل، «د تېرو ۹ میاشتو په بهیر کې، دغه ځانګړو ځواکونو د طالبانو لږ تر لږه ۴۰۰ مهم کسان ووژل. هغوی په ټول افغانستان کې د طالبانو پر ضد ډېرسخت عملیات ترسره کړل.»

ولسمشر غني د مارچ په ۲۴مه د پولیسو د ځانګړيو ځواکونو له قوماندانۍ څخه د لیدنې پر وخت د ځانګړیو ځواکونو زړورتیا، پوهه او کار وستایل.

غني د ځانګړیو ځواکونو د هغه چټک کار ستاینه وکړه چې د مارچ په ۸ مه یې په کابل کې په سردار داودخان روغتون برید کوونکي ترهګر له منځه وېوړل.

د محلي رسنیو په وینا، هغه وویل، «د افغانستان خلک پرتاسو باور لري او درباندې افتخار کوي.»

د ژوند ژغورل او د اورپکو د کنټرول د مرکزونو ویجاړول

یو سړی چې د ځانګړیو ځواکونو د وژونکو مهارتونو په هکله معلومات لري عبدالرقیب دی. نوموړی د کورنیو چارو وزارت کې د ځانګړیو ځواکونو د ۲۲۲ قطعې قوماندان دی.

هغه او د هغه عسکرو هغه ترهګر ووژل چې په سردارداودخان روغتون یې حمله کړې وه.

رقیب سلام ټایمز ته وویل، «ځانګړیو ځواکونو په بام باندې د الوتکې په کېنولو او بیا داخل ته ورننوتلو سره ټول بریدګر له منځه وېوړل او د سلګونو کسانو ژوند یې وژغوره.»

په یوه بل بريد کې، افغان کمانډوز یو پاکستانی مهم کس چې له درې کلونو راهیسې یرغمل نیول شوی وو وژغوره.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل،‌ «د نړیوالې ټولنې ځواکونو او د افغانستان ستراتیژیکو متحدانو زمونږ ځانګړي ځواکونه د خپلو ځواکونو په معیارونو برابر روزلي دي.‌ په دې سیمه کې زمونږ د کمانډوز په څېر ښه کمانډوز نشته.»‌

هغه وویل،‌ «تېر کال،‌ زمونږ کمانډوز...‌ په پکتیا ولایت کې د القاعدې یو مرکز په نښه کړ.‌ هغوی د پاکستان د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګېلاني زوی علي حیدر ګېلاني راخوشې کړ.»‌

علي ګېلاني په ۲۰۱۳ کال کې په پاکستان کې تښتول شوی وو او له درې کلونو راهیسې یرغمل ساتل شوی وو.‌

وزیري وویل،‌ «ډېر وخت نه کېږي چې،‌ زمونږ کمانډو ځواکونو په هلمند ولایت کې د دښمن په صفونو کې دننه عملیات ترسره کړل.‌ هغوی د طالبانو ۶ جېلونه ویجاړ کړل او لسګونه بندیان یې ترې راخوشې کړل.»‌

د کورنیو چارو د وزارت پخواني مرستیال جنرال ایوب سالنګي سلام ټایمز ته وویل،‌ افغان ځانګړي ځواکونه «د طالبانو د لیکو شاته ډېر دقیق عملیات،» ترسره کوي.

هغه وویل،‌ «دوه کاله وړاندې،‌ ځانګړیو ځواکونو په خوست او پکتیا ولایتونو کې یو ستراتیژیک عملیات ترسره کړ.‌ هغوی د طالبانو او حقاني شبکې د پلان جوړونې تر ټولو لوی مرکز ویجاړ کړ.‌ وروسته،‌ هغوی ټول هغه ترهګریز پلانونه شنډ کړل چې هغوی د یاغیانو په کمپیوټرونو کې موندلي ول.»‌

چټک حرکت، سخت ګوزار

وزیري وویل، «د دغو ځواکونو یوه ځانګړتیا دا ده چې هغوی ځانونه هدف ته رسوي او په تر ټولو لنډ ممکن وخت کې دښمن له منځه وړي. مونږ له هغوی څخه په ډېرو خطرناکو او پېچلیو عملیاتو کې کار اخلو.»‌

رقیب وویل،‌ دا د څو کلونو د پرمختللې روزنې نتیجه ده چې د ۲۲۲ ځانګړیو ځواکونو ته ډېر کم تلفات ور اوړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «د دغو ځواکونو غړو د قاطع ملاتړ ماموریت له روزونکیو څخه د لوړ کیفیت روزنه ترلاسه کړې ده.»‌

هغه وویل،‌ افغان کمانډوز یوه دوه برخه یي ستراتیژي ترسره کوي.‌

هغه وویل، «لومړۍ برخه له ښاري عملیاتو څخه جوړه شوې...‌ چې د هغو ترهګرو پر ضد ده چې په ښارونو او ښارګوټو کې دننه په ادارو باندې حملې کوي. دویمه برخه،‌ ستراتیژیک عملیات دي، چې د ترهګرو د سنګرونو او د جګړې د قوماندانانو او تش په نوم والیانو په نښه کول په کې شامل دي.»‌

رقیب وویل،‌ ۲۲۲ ځانګړیو ځواکونو د خپل موجودیت په ۵ کلونو کې،‌ په کابل ولایت کې ۴۵ ښاري عملیات ترسره کړي او د طالبانو ځانمرګي بمي بریدګر او د بریدونو واحدونه یې ویجاړ کړي دي.‌

نورو کتونکو بیا ځانګړي ځواکونه د هغوی د دقیق کار له امله ستایلي دي.‌

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر جاوېد کوهستاني سلام ټایمز ته وویل، «دا ځواکونه همېشه په مسلکي توګه عمل کوي او ټول داسې احتیاطي تدابیر په پام کې نیسي چې د ملکي خلکو د تلفاتو مخه نیسي. دا ضروري ده چې دغه ځواکونه لا نور پیاوړي شي او د دښمن د ماتولو لپاره ترې کار واخیستل شي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ژوند ژوند ځانګړو ځواکونو ته،‌ مرګ د افغانستان دښمنانو ته.‌

ځواب ورکړئ