امنیت

په بلخ کې تسلیم شوي طالبان وایي، 'مونږ غولول شوي وو'

د سلیمان راپور

د طالبانو پخوانی قوماندان خان محمد چریک (ښۍ خوا ته) د اپریل په ۱ له ۲۰۰ نورو طالبانو غړیو سره یوځای په بلخ ولایت کې افغان حکومت ته تسلیم شو. هغوی ژمنه وکړه چې د سولې پروسې سره یوځای شي او ویې ویل چې هغوی د طالبانو د مشرانو له خوا غولول شوي ول. [سلیمان]

د طالبانو پخوانی قوماندان خان محمد چریک (ښۍ خوا ته) د اپریل په ۱ له ۲۰۰ نورو طالبانو غړیو سره یوځای په بلخ ولایت کې افغان حکومت ته تسلیم شو. هغوی ژمنه وکړه چې د سولې پروسې سره یوځای شي او ویې ویل چې هغوی د طالبانو د مشرانو له خوا غولول شوي ول. [سلیمان]

کابل -- چارواکو سلام ټایمز ته وویل، له ۲۰۰ څخه د ډېرو طالبانو یو ګروپ چې د بلخ ولایت په البرز غرونو کې یې د افغان حکومت د ځواکونو پر ضد جګړه کوله د اپریل په ۱ تسلیم شول.

ډېرو تسلیم شویو جنګیالیو وویل چې هغوی د طالب اورپکو له خوا غولول شوي ول او اوس غواړي چې د سولې پروسې سره یوځای شي.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد د وري په ۱۳مه سلام ټایمز ته وویل،‌ «له ۲۰۰ څخه ډېر وسله وال طالبان له خپلو وسلو او مهماتو سره د خپلو قوماندانانو ملا سباوون [چې د دواخان په نامه هم یادېږي] او خان محمد چریک په ملتیا د سولې پروسې سره یو ځای شول.»

هغه وویل، د سولې پروسې سره د طالبانو د دغو غړو یوځای کېدا شمال زون ته د امنیت او ثبات په راوستلو کې یو مؤثر رول لوبوي.

فرهاد وویل، «ځایي حکومت او د سولې د عالي شورا ولایتي څانګې ګڼ داسې پلانونه په پام کې نیولي چې د پخوانیو طالبانو چې وسلې ږدي، ترهګري ردوي او د سولې پروسې سره یوځای کیږي په ژوند کې ښه والی راشي.»

«په هغو کې دغو پخوانیو اورپکو ته د کاري فرصتونو برابرول، په هغو سیمو کې د امنیت او ثبات د راوستلو لپاره په کار ګومارل چې همدغو اورپکو نا امنه او بې ثباته کړي، او همدارنګه، هغوی په محلي پولیسو کې شاملول شامل دي.»

د فرهاد په وینا، تسلیم شویو طالبانو د ولایت د پولیسي او ملکي چارواکو او د بلخ د سولې د عالي شورا د غړو په حضور کې لسګونه سپکې او درنې وسلې وسپارلې.

هغه وویل، «هغوی ژمنه وکړه چې له اوس نه ایسته، به هغوی په دې کار وکړي چې امنیت راولي، د طالبانو پر ضد جګړه وکړي او د خپلو سیمو په انکشاف کې به د هېڅ ډول هڅو له ترسره کولو څخه ډډه ونه کړي.»

'مونږ غولول شوي وو'

د طالبانو یادو دوه قوماندانانو له سلام ټایمز سره د خپلې پښېمانتیا په هکله خبرې وکړې.

چریک چې د خپل ځان، سباوون او د طالبانو د نورو پخوانیو غړو په استازیتوب یې خبرې کولې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د طالبانو د مشرانو له خوا غولول شوي وو، او مونږ په خپلو غلطیو پښېماني څرګندوو،»

هغه وویل، «زمونږ لاره، غلطه لاره وه، او افغانان په حقه دي. مونږ پوه شوو چې طالبان او د هغوی مشران په افغانستان کې د نېکمرغۍ او سولې یا د امنیت لپاره هېڅ پلانونه نه لري. په حقیقت کې، د هغوی اصلي هدف دا دی چې افغانستان ویجاړ کړي او افغانان ووژني.»

سباوون وویل، «له اوس نه ایسته به مونږ د ترهګرو ډلو له خوا ونه غولول شو او بیا به هېڅکله هم د خپلو ورونو وینې ونه بهوو.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ژمنه کوو چې بیا به هېڅکله مونږ د خلکو خوندیتوب او امنیت له خطر سره مخامخ نه کړو، او مونږ به په دې کار وکړو چې خپلو سیمو ته سوله راوړو او بیارغونه په کې وکړو.»

د فرهاد په وینا، له ډېرو کلونو راهیسې، د طالبانو دغه دوه پخواني قوماندانان د بلخ ولایت په چمتال او شولګره ولسوالۍ کې نېغ په نېغه د نا امنۍ او بې ثباتۍ مسؤل ول.

'جګړه د حل لاره نه ده'

د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وویل، «د سولې پروسې سره د دغو ۲۰۰ کسانو یوځای کېدا د سولې او ثبات په ګټه ده.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په ۲۰۱۰ کال کې د سولې د عالي شورا له تاسیس راهیسې تر اوسه پورې له ۱۱۰۰۰ څخه ډېر یاغیان د سولې پروسې سره یوځای شوي دي.»

هغه وویل، «د سولې عالي شورا چې د ملګرو ملتونو او د افغانستان د یو شمېر ملګرو او ملاتړو هېوادونو له خوا تمویلېږي، د طالبانو هغو غړو ته چې وسلې ږدي او د ترهګرۍ چارې ودروي بېلابېل مبلغونه ورکوي. سربېره پر دي، د سولې عالي شورا د هغوی لپاره داسې لارې چارې برابرې کړي چې په حکومتي او خصوصي ادارو کې وظیفې ترلاسه کړي.»

قاسمیار وویل، «جګړه په افغانستان کې د حل لاره نه ده،» او زیاته یې کړه چې، هغو طالبانو چې له کلونو راهیسې جګړې کوي هغوی د ستونزو او ویجاړتیاوو له رامنځته کولو څخه پرته نور هېڅ نه دي کړي.

د بلخ د ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید سلام ټایمز ته وویل، «د سولې پروسې سره د طالبانو د دغې ډلې یوځای کېدا به په البرز سیمه کې امنیتی ستونزې حل کړي.»

هغه وویل، «مونږ هڅه کوو چې د طالبانو د دغې ۲۰۰ کسیزې ډلې له غړو څخه د سولې او ثبات په ګټه کار واخلو. په ورته وخت کې، مونږ ژمنه کوو چې مونږ به د هغوی ملاتړ وکړو او د هغوی ژوند او ملکیت به خوندي کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500