امنیت

په ننګرهار کې د امریکا د غټ بم غورځونې څخه وروسته د داعش اورپکي په تېښته دي

ای اېف پي او سټاف

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د اپریل په ۱۴مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د امریکا پوځ په یاده ولسوالۍ کې د داعش په مورچلونو باندې تر ټولو لوی غیر اتومي بم وغورځاوه، دودونه پورته کیږي. [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د اپریل په ۱۴مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د امریکا پوځ په یاده ولسوالۍ کې د داعش په مورچلونو باندې تر ټولو لوی غیر اتومي بم وغورځاوه، دودونه پورته کیږي. [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

جلال اباد -- افغان چارواکو د جمعې په ورځ / د اپریل ۱۴مه/ وویل چې، د امریکا د پوځ تر ټولو لوی غیر اتومي بم هغه وخت د داعش لسګونه اورپکي ووژل چې هغه د هغوی په غرنیو پټنځایونو باندې ور وغورځېد. هغوی په دې پېښه کې د هر ډول ملکي کسانو وژنه رد کړه.

د جي بي یو - ۴۳/بي ستر بم په لومړي ځل د پنجشنبې په ورځ / د اپریل ۱۳مه/ په جګړه کې وکارول شو چې په ننګرهار ولایت کې یې د داعش سنګرونه وویشتل.

افغان او امریکایي پوځي چارواکي تمه لري چې دغه بمي برید به په افغانستان کې د داعش وړتیاوې ویجاړې کړي او طالبانو ته به د هغوی د کالنيو پسرلنيو عملیاتو له پیلولوڅخه مخکې یو اخطار ور ورسوي.

د افغانستان د دفاع وزارت وویل، «د یاد بمي برید په نتیجه کې، د داعش مشهور پټنځایونه ویجاړ او د داعش ۳۶ جنګیالي ووژل شول،» او زیاته یې کړه چې دغه بمي برید د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ کې ترسره شو.

افغان کمانډو ځواکونه د اپریل په ۱۴مه د ترهګرۍ ضد عملیاتو د یوې برخې په توګه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش په سنګرونو باندې د هاوان مرمیو د ورخوشې کولو لپاره چمتووالی نیسي. [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

افغان کمانډو ځواکونه د اپریل په ۱۴مه د ترهګرۍ ضد عملیاتو د یوې برخې په توګه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش په سنګرونو باندې د هاوان مرمیو د ورخوشې کولو لپاره چمتووالی نیسي. [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

د ننګرهار د والي یوه ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، دغه بم د افغانستان په ختیځ کې د داعش له مهمو مرکزونو څخه یو په نښه کړ.

خوګیاڼي وویل، د یو شمېر بهرنیو جنګیاليو په شمول، د داعش مشران او قوماندانان د بم غورځونې پر وخت په یاد مرکز کې موجود ول.

داعش له بمبار څخه تښتي

دغه بم په چاودېدلو سره د ۱۱ ټنو معادله ټي اېن ټي انرژي تولیدوي.

دې چاودنې تر څو کیلومترو ساحې پورې انعکاس وکړ او دغه لیرې پرته سیمه یې په لمبو کې ډوبه کړه، چې د چارواکو په وینا د داعش د تونلونو او سمڅو یوه شبکه، چې د عادي ځمکنیو حملو په وړاندې په کې ماینونه ځای پرځای شوي ول، یې ویجاړه کړه.

د افغان اورپکو یوې سرچینې له یوه نامعلوم ځای څخه ای اېف پي ته وویل چې ځایي خلکو فکر کاوه چې ځمکه داسې ښورېدله «لکه زلزله» چې وي.

یو اوسېدونکی په دې خوشحال وو چې هغه بم وو.

د اچین اوسېدونکي خیرمحمد وویل، «په دې سیمه کې د داعش جنګیالي فعال دي او زمونږ په سیمه باندې تېری کوي. مونږ دا غم نه کوو چې زمونږ کورونه ویجاړېږي، خو مونږ غواړو چې داعش دې له منځه وېوړل شي.»

د اورپکو یوې بلې سرچینې ای اېف پي ته وویل چې په دې سیمه کې چې له پاکستان سره سرحد لري، باور کیږي چې له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې جنګیالي پټ دي.

داعش د جمعې په ورځ په دې بمي حمله کې د ور رسېدلو تلفاتو خبره رد کړه.

'صحیح وسله'

دغه بم په داسې حال کې وغورځول شو چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو په تېرو دوه اونیو کې د روانو عملیاتو د یوې برخې په توګه په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد خپل کمپاین چټک کړی دی.

افغان حکومت له دغه بمي برید څخه ملاتړ څرګند کړی، او ویلي یې دي چې په دغه برید کې یوه داسې سیمه په نښه شوې چې خلک په کې نه اوسېږي ځکه چې زرګونه کورنۍ څو میاشتې مخکې له یادې سیمې څخه تښتېدلي دي.

ولسمشر اشرف غني په ټوېټر باندې وویل، «د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره احتیاطي ګامونه اخیستل شوي ول.»

په افغانستان کې د متحده ایالاتو لوی قوماندان جنرال جان نېکلسن وویل، دغه غټ بم «د صحیح هدف پر ضد صحیح وسله» وه.

په داعش باندې فشار زیاتېږي

داعش په وروستیو کلونو کې افغانستان ته مخه کړې ده، او یو شمېر ناراضه پاکستاني او افغان طالبان او همدارنګه ازبکستاني اورپکي یې ځان ته ورجلب کړي دي.

خو دغه ډله د متحده ایالاتو د هوایي بریدونو او د افغان ځواکونو د ځمکنیو بریدونو د فشار له امله په دوامداره توګه ځمکه له لاسه ورکوي.

ننګرهار ولایت په افغانستان کې د داعش وروستی پاتې سنګر ګڼل کیږي، خو دغه ډله یوازې په څو ولسوالیو کې فعاله ده چې افغان او نړیوالو ځواکونو له تېر اګست راهیسې په سیمه کې د اورپکو یو شمېر مرکزونه بمباري کړي دي.

افغان تحلیلګر احمد بهروز سلام ټایمز ته وویل، د دې ډلې کارونه د افغانانو له خوا رد شوي او ښه نه ګڼل کیږي.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد او تحلیلګر فاروق بشرهم دغه نظرغبرګ کړ او ویې ویل چې د داعش فعالیتونه د افغانانو د اصولو او کلتور پر ضد دي.

بشر سلام ټایمز ته وویل، په ننګرهار ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري ښیي چې هغوی دغه ډله ردوي.

[له کابل څخه نجیب الله د دې راپور په جوړولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له خدای نه غواړم چې داعش او د اسلام نور ټول دښمنان په نژدې راتلونکي کې ختم کړي.

ځواب ورکړئ