تروريزم

داعش په ننګرهار کې 'له منځه تګ' ته نژدې شوی دی

د سلیمان راپور

یو افغان عسکر د اپریل په ۱۱مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د یوه عملیات په ترڅ‌ کې د داعش په اورپکو ډزې کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]‌

یو افغان عسکر د اپریل په ۱۱مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د یوه عملیات په ترڅ‌ کې د داعش په اورپکو ډزې کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]‌

ننګرهار -- د افغان چارواکو په وینا،‌ د داعش د خراسان څانګه په ننګرهار ولایت کې چې د هغوی اصلي مرکز دی مات کړای شوی او د له منځه تللو ساحل ته رسېدلی دی.‌

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د اپریل په ۸ مه سلام ټایمز ته وویل، «په تېرو ۲۰ ورځو کې،‌ د داعش د یو شمېر قوماندانانو په شمول د دغې ډلې سلګونه غړي په ننګرهار ولایت کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.»‌

هغه وویل، «په کوټ،‌ هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې د اورپکو بېسونه،‌ مرکزونه او د وسلو او مهماتو ډیپوګانې ویجاړ کړای شول،‌ او د دغه ډلې کسان غرونو ته وتښتېدل.»‌

د تېرې جمعې په ورځ‌ / د اپریل ۱۴مه/ د متحده ایالاتو د پوځ تر ټولو لوی غیراتومي بم په ننګرهار کې د داعش لسګونه غړي هغه وخت ووژل چې د هغوی غرني پټنځایونه یې په نښه کړل.

د بم د غورځېدلو پر وخت په هغه مرکز کې د یو شمېر بهرنیو جنګیالیو په شمول د داعش مشران او قوماندانان هلته موجود ول.‌

په پیل کې د داعش د اورپکو د مړو شمېر ۳۶ تنه وښودل شو،‌ خو د شنبې په ورځ / د اپریل ۱۵مه/ افغان چارواکو د مړو شمېر له ۹۰ څخه ډېر یاد کړ.‌

وزیري وویل،‌ حمزه عملیات چې د مارچ په ۳۱ مه پیل شول اصلي هدف یې دا دی چې په ننګرهار کې داعش له منځه وېسي،‌ ګټور تمام شوي دي.‌

هغه وویل،‌ «د عملیاتو په ترڅ‌ کې،‌ افغان ځواکونو، چې د قاطع ملاتړ ماموریت د هوایي ځواکونو مرسته ورسره وه،‌ د ننګرهار په غرنیو سیمو کې د داعش د وروستیو خوندي ځایونو پر ضد درانه هوایي او ځمکني بریدونه ترسره کړل.»‌

هغه وویل،‌ حمزه عملیات،‌ چې نور عملیات ورپسې را روان دي،‌ به په ننګرهار کې داعش ویجاړ کړي.‌

د سیمې اوسېدونکي د داعش پر ضد جګړه کې برخه اخلي

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل،‌ «داعش په ننګرهار کې هر ډول جنایتونه، ظلم او وحشتونه ترسره کړل.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په دقیق ډول،‌ له همدې امله د ننګرهار اوسېدونکي او ملکي خلک د داعش پر ضد په هره جګړه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ودرېدل. په حقیقت کې،‌ له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره د عامو خلکو ملاتړ او همکاري له هغو لویو دلایلو څخه وو چې داعش په ننګرهار کې له ماتې سره مخامخ شو.»

خوګیاڼي وویل،‌ «د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شويو عملیاتو چې له نړیوالو هوایي ځواکونو سره په همکارۍ کې ترسره شول داعش ته سخت تاوانونه ور واړول.»‌

هغه وویل،‌ «داعش په ننګرهار کې وروستۍ ساه ګانې اخلي،‌ او سږ کال به داعش په ننګرهار کې له منځه وېوړل شي.»‌

'د کرکې وړ اسلام ضد' جرمونه

په جلال اباد کې د بشري حقونو یوه فعال فیصل شینواري وویل، د داعش اسلام ضد او افغان ضد عملونه د ننګرهار د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي.‌

هغه وویل، له همدې امله د ننګرهار خلک لومړني افغانان ول چې د داعش پر ضد را پورته شول.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ان له هغه وخته چې د داعش غړو د ننګرهار په خاوره پښه کېښوده، هغوی جرمونه او وحشتونه،‌ او د خلکو د دود دستور پر ضد کارونه شروع کړل.‌»

شینواري د کوټ ولسوالۍ د خلکو پر ضد د داعش ګڼ شمېر جرمونه یاد کړل.‌ په دغو جرمونو کې د کورونو سوزول،‌ د ښځو تښتول او یرغمل نیول یا د جنسي وینځو په توګه ساتل،‌ د دیني عالمانو او قومي مشرانو وژل، د ننګرهار د بې ګناه خلکو بندي کول او وروسته اعدامول،‌ او په زور سره د عشر او زکات ټولول شامل ول.‌

هغه وویل، داعش «لسګونه نور د کرکې وړ اسلام ضد عملونه، چې هېڅ یو یې د ننګرهار د خلکو لپاره د زغملو وړ نه وو او نه دي،‌ ترسره کړل.»‌

هغه وویل،‌ «اوس چې داعش د له منځه تګ ساحل ته ورنژدې شوی دی،‌ خلک به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې دغه بې رحمه ډله بیا سره منسجمه شي.»‌

'د داعش د له منځه وړلو لپاره قاطعیت لرل'

د افغانستان د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وویل، «داعش د افغان حکومت لومړی نمبر دښمن دی.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش له منځه وړل د افغان حکومت د جنګي ستراتیژۍ د لومړیتوبونو په سر کې دي.‌ مونږ نهایي هڅې کوو چې داعش له منځه وېسو.»‌

د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي جنرال غرزي خواخوږي ومنله چې،‌ په ننګرهار کې د داعش ماتول نژدې دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «افغان حکومت او نړیواله ټولنه په ورته ډول مصمم دي چې داعش له منځه وېسي.»

هغه وویل،‌ «د امنیتي ځواکونو له خوا ګڼو او مسلسلو پوځي عملیاتو په ننګرهار کې د دغې ډلې ملا ورماته کړې ده.‌ اوس چې د داعش اورپکي د ننګرهار غرنیو سیمو ته تښتېدلي دي، افغان هوایي ځواک او د هغوی نړیوال سیالان کولی شي چې د داعش ترهګر له منځه وېسي.»‌

د داعش مورال 'مات شوی دی'

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وویل، افغان پولیس،‌ اردو،‌ د ملي امنیت ریاست او نړیوال ځواکونه ټول له حمزه عملیاتو سره همکاري کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغو عملیاتو په ننګرهار کې د داعش جنګي مورال او په دغه ولایت کې د هغوی ستراتیژیک مرکزونه ویجاړ کړي دي.»‌

هغه وویل،‌ «دغې تښتېدلې، ډارنې ډلې دا زړه له لاسه ورکړی چې زمونږ د ځواکونو په مقابل کې جګړه وکړي،» او زیاته یې کړه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه چې د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو په همکارۍ سره په دې بوخت دي چې په ننګرهار کې د داعش وروستي مورچلونه ویجاړ کړي.‌

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په لومړي ځل د اپریل په ۵ مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې اعلان کړه چې په ۲۰۱۷ کال کې به داعش په افغانستان کې مات کړای شي.‌

د بي بي سي د راپور له مخې، د ناټو ویاند وویل،‌ د داعش هغو غړو ته چې په نورو هېوادونو کې له ماتې سره مخامخ کیږي او فکر کوي چې افغانستان د هغوی لپاره یو خوندی ځای دی، دا پیغام دی:‌ «که تاسو افغانستان ته راشئ،‌ تاسو به یا ووژل شئ او یا به ونیول شئ،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500