روغتیا

په افغانستان کې د لا ښې روغتیایي پاملرنې لپاره د ښځو پیاوړي کول

نړیوال بانک

د ټولنې په سطحه د قابلو روزنه (CME) او د ټولنې په سطحه د روغتیایي نرسانو روزنه (CHNE) پروګرامونه چې په انتقالي حالاتو کې د روغتیایي چارو د سیستم د پیاوړتیا (صحت)/ System Enhancement for Health Action in Transition (SEHAT) له لارې حمایه کیږي، ښځینه صحي کارکوونکي د دې لپاره روزي چې د کابل ولایت ۱۳ ولسوالیو ته د صحي خدمتونو اساسي بسته ورسوي. [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

د ټولنې په سطحه د قابلو روزنه (CME) او د ټولنې په سطحه د روغتیایي نرسانو روزنه (CHNE) پروګرامونه چې په انتقالي حالاتو کې د روغتیایي چارو د سیستم د پیاوړتیا (صحت)/ System Enhancement for Health Action in Transition (SEHAT) له لارې حمایه کیږي، ښځینه صحي کارکوونکي د دې لپاره روزي چې د کابل ولایت ۱۳ ولسوالیو ته د صحي خدمتونو اساسي بسته ورسوي. [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]

کابل ولایت -- په سکرین باندې د انسان د بدن یو بشپړ - رنګه تصویر ښودل کیږي. غټو پردو د لمر رڼا پناه کړې او په درسي صنف کې یوازې قلمونه ځلېږي چې ځوانې ښځې په جوش او خروش سره پرې نوټونه اخلي. په خړو دېوالونو د صحي او فزیکي فټنس په هکله پوسټرونه لګېدلي دي. استاد د یوې نښې په کارولو سره تصویر تشریح کوي، او وخت په وخت وقفه کوي چې د زده کوونکو د پوهېدلو کچه معلومه کړي.

دا د صحت اړوند د ټولنې په سطحه د روغتیایي نرسانو د روزنې (CHNE) درسي صنف کې د دوشنبې د ورځې یو معمولي سهار دی. د کابل ولایت د ۱۳ بېلابېلو ولسوالیو ښځې په لوړه سطحه روزنه اخلي چې په راتلونکي کې تر فراغت پورې ښې روزل شوې نرسانې ترې جوړې شي. هغوی د یوه داسې سیستماتیک پروګرام برخه دي چې په انتقالي حالاتو کې د روغتیایي چارو د سیستم د پیاوړتیا (SEHAT) له خوا قابله ګانې او نرسانې وروزي او په دې توګه د روغتیایي کارمندانو وړتیاوې داسې زیاتې کړي چې د روغتیایي خدمتونو یوه اساسي بسته ترسره کړي.

صحت پروګرام چې د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې کار کوي، هدف یې دا دی چې خلکو او په ځانګړې توګه غریبانو ته د چمتو شویو روغتیایي خدمتونو ساحه، کیفیت او پوښښ پراخ کړي. هغه د نړیوالې پرمختایي ټولنې (IDA)، د ډېرو غریبوهېوادونو لپاره د نړیوال بانک ګروپ د مرستو او د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق (ARTF) له خوا له ګڼو مرستندویانو سره په مشارکت کې حمایه کیږي.

د نرسانو د روزنې ټولګي د ټولنې په سطحه د قابلو د روزنې پروګرام سره موازي پرمخ ځي. د دغو دواړو پروګرامونو هدف دا دی چې افغانانې دې ته جوړې کړي چې د خپل هېواد په پرمختیايي برخه کې یو لا ډېر فعال رول ترسره کړي. د کابل ښار په لوېدیځ خوشحال خان مېنه کې د زده کوونکو موجود ټولګی له ۲۴ داسې زده کوونکیو څخه چې د نرسانو د روزنې پروګرام تعقیبوي او ۲۵ نورو چې د قابلو د روزنې پروګرام تعقیبوي تشکیل شوی دی.

په انتقالي حالاتو کې د روغتیایي چارو د سیستم د پیاوړتیا (صحت) پروګرام د روغتیایي خدمتونو ترسره کولو ته ډېر انکشاف ورکړی او د صحي مرکزونو او د ولسوالیو او ولایتونو د صحي ادارو تر منځ همغږي یې پیاوړې کړې ده. [رومي مشورتي ادره/ نړیوال بانک]

په انتقالي حالاتو کې د روغتیایي چارو د سیستم د پیاوړتیا (صحت) پروګرام د روغتیایي خدمتونو ترسره کولو ته ډېر انکشاف ورکړی او د صحي مرکزونو او د ولسوالیو او ولایتونو د صحي ادارو تر منځ همغږي یې پیاوړې کړې ده. [رومي مشورتي ادره/ نړیوال بانک]

د موف رفاهي موسسې په نامه د یوې افغاني غیرحکومتي موسسې، چې د صحت تر پروګرام لاندې د روغتیایي پاملرنې او روزنې خدمتونه برابروي، تخنیکي مدیر ډاکټر خلیل عمر وایي، «هغوی ټول د دې لارې څاري چې راتلونکی کال خپلې زده کړې پای ته ورسوي او د پوره وخت د نرسانو او قابلو په توګه کار شروع کړي.»

د ټولنې په سطحه خدمت

د فرزه ولسوالۍ اوسېدونکې او د ټولنې په سطحه د نرسانو د روزنې د پروګرام زده کوونکې پریسا وایي، «دا زما هیله ده چې نرسنګ ولولم. مونږ هم تیوري لولو او هم عملي کار کوو. ما تر اوسه پورې په دغه پروګرام کې ډېر څه زده کړي دي او غواړم چې په روغتیايي مرکز کې وظیفه واخلم.»

خو دا یوازې هیله نه ده چې زده کوونکي یې تر دغه ځایه راوستي دي، بلکه ډېر یې له دې سره علاقه مندي لري چې توپیر رامنځته کړي. ۲۱ کلنه برېښنا چې د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکې او د قابلو د روزنې د پروګرام زده کوونکې ده وایي، «زه چې ۱۴ کلنه وم، زمونږ په کلي، زرګر دره، کې یوه ښځه د ماشوم په زېږونه مړه شوه. له هغه وخت راهیسې، ما تصمیم ونیو چې قابله شم او له ښځو سره مرسته وکړم. اوس، زه قابله توب لولم او غواړم چې د خپلو خلکو خدمت وکړم.»

کله چې دغه ښځې له دوه کلنو روزنیزو پروګرامونو څخه فارغې شي، بیا تمه ده چې هغوی په خپلو ولسوالیو کې په روغتیایي مرکزونو کې کار شروع کړي او ابتدایي روغتیایي بستې خلکو ته ورسوي او د ښځینه ناروغانو پالنه وکړي. ډاکټرعمر وایي، روزنیز پروګرامونه ډېر اوږد مزل په مخکې لري چې وکولی شي په هېواد کې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو کمی پوره کړي.

نوموړی وایي، «د ښځینه روغتیایي کارکوونکو کمی د افغانستان په هر ولایت کې د روغتیایي خدمتونو د ترسره کولو په برخه کې یوه ښکاره ستونزه ده. په ځینې حالتونو کې، ښځینه روغتیایي کارکوونکې د عین ولسوالۍ اوسېدونکې نه وي او کله چې هغوی د خپلو کورنیو د لیدنې لپاره په رخصتۍ ځي بیا یې ځای تش پاتې کېږي. په دغسې ورځو کې مونږ پرته له دې چې د قابله ګۍ څانګه بنده کړو بله لاره نه لرو. حتی په کابل کې، د کارمندانو، په ځانګړې توګه د ښځینه روغتیایي کارکوونکو په برخه کې کمی موجود دی.»

موف خیریه موسسې د صحت پروګرام لاندې، د عامې روغتیا وزارت سره تړون کړی چې د کابل ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې په ۴۲ روغتیایي مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو اساسي پروګرام تطبیق کړي. دغه قرارداد د عامې روغتیا وزارت او غیرحکومتي موسسو تر منځ یو له هغو ګڼو د اجرأتو په اساس مشارکتي تړونونو څخه دی چې د صحت پروګرام تر چتر لاندې د اساسي روغتیایي خدمتونو او ضروري روغتوني خدمتونو ټاکلې بستې تطبیقوي. د غیرحکومتي موسسو له خوا د خدمتونو ترسره کول د روغتیایي مدیریت د منظم معلوماتي سیستم او یوه درېیم لوري له لارې څارل کیږي.

[د نړیوال بانک ګروپ په خپل ویب سایټ http://www.worldbank.org/terms د ذکر شویو اصولو او مقرراتو په پام کې نیولو سره د دې موادو د کارولو اجازه ورکوي.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

واو، څومره ښه!!! افغانستان تر ټولو مخکې د صحي سکټور ودې ته ضرورت لري. له نړیوال بانک نه مننه چې افغانانو ته روغتیایي خدمتونه برابروي. له تاسو نه هم ډېره مننه چې خبر یې تر مونږ را رسوئ.

ځواب ورکړئ