امنیت

د امريکې د بم غورځولو نه وروسته، په افغانستان او پاکستان کې د داعش زوال شروع شو

جاويد محمود لخوا

افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان په ننګرهار صوبه کې په اچين ډسټرکټ کې د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۱۴مه د داعش وسله والو په وړاندې په روان عملیاتو کې يوه ورځ وروسته له هغې برخه اخلي کله چې د امریکې پوځ په دغه ډسټرکټ کې تر ټولو لوی غیر اټومي بم وغورځوو. د امریکې د پوځ لوی غیر اټومي بم د اسلامي دولت په لسګونو وسله وال ووژل ځکه چې دې بم په غره کې د هغوی پټنځايونه دړي وړي کړل. افغان چاروکو د اپريل په ۴مه وويل، که څه هم، دې بم د تباهۍ ظرفيت لرلو، خو بيا هم ملکي کسانو ته زيان نه دی رسيدلی. [نورالله شيرزاده/ اې ايف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان په ننګرهار صوبه کې په اچين ډسټرکټ کې د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۱۴مه د داعش وسله والو په وړاندې په روان عملیاتو کې يوه ورځ وروسته له هغې برخه اخلي کله چې د امریکې پوځ په دغه ډسټرکټ کې تر ټولو لوی غیر اټومي بم وغورځوو. د امریکې د پوځ لوی غیر اټومي بم د اسلامي دولت په لسګونو وسله وال ووژل ځکه چې دې بم په غره کې د هغوی پټنځايونه دړي وړي کړل. افغان چاروکو د اپريل په ۴مه وويل، که څه هم، دې بم د تباهۍ ظرفيت لرلو، خو بيا هم ملکي کسانو ته زيان نه دی رسيدلی. [نورالله شيرزاده/ اې ايف پي]

د پاکستان امنیتي شنونکي وايي چې په تېره هفته کې د افغانستان په ننګرهار کې په داعش وسله والو باندې د امریکې د پوځ لخوا د ستر بم غورځولو يو روښانه پيغام ورکړو چې امريکه اورپکي نه برداشت کوي.

د جي بي يو-۴۳/ بي ماسيو آرډننس اير بلاسټ بم، چې ۱۱ ټنه ټې اين ټې لري، په لومړي ځل د اپریل په ۱۳مه په جګړه کې استعمال شو.

د افغان چارواکو له مخې، دې بم د افغانستان په ختيځ کې د داعش وسله والو يو نيټ ورک په نښه کړو چې ۹۰ وسله وال په کې ووژل شو. افغان چارواکو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلی رد وکړو.

د افغانستان او پوځي چارواکي هيله لري چې دا بمباري به په افغانستان کې د داعش وړتیا له منځه ويسي او طالبانو ته به د خپل کلني پسرلني عملیاتو نه مخکې خبرداری ورکړي.

پاکستان د داعش پر وړاندې د امریکې ژمنې ته هرکلی کوي

ميجر جنرل آصف غفور، چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ډايريکټر جنرل دی، د افغانستان او د امریکې د ګډ پوځي عملیاتو لپاره د خپل ملاتړ څرګندونه وکړه.

هغه په يو پريس کنفرانس کې د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۱۷مه) وويل، چې دا بريد د داعش په وړاندې د امریکې ژمنه څرګندوي. د داعش تر ټولو ستر هدف ځوانان دي.

اکرم ذکي، چې د بهرنیو چارو لپاره د سنيټ د دایمي کمیټۍ پخوانی چيرمين دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "زه دې بريد ته هرکلی کوم که چيرې دا په افغانستان کې د داعش پټنځايونه په نښه کوي."

هغه زياته کړه، پکار ده چې په افغانستان کې د ټولو تروریستي ډلو پتنځايونه له منځه یووړل شي.

په اسلام آباد کې د څیړنې او د امنیت د مطالعاتو مرکز لپاره د تينک ټينک ايګزيکيټيو ډايريکټر، امتياز ګل، وويل: "په افغانستان کې د داعش په مرکز باندې برید یو روښانه پیغام دی چې نړیواله ټولنه په افغانستان او يا بل ځای کې اورپکي نه برداشت کوي"

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د دغه پرمختګ نه وروسته، دا به د داعش، تحریک طالبان پاکستان او د هغوی ترهګريز ډلو لپاره ډېره ستونزمنه وي چې په افغانستان کې استحکام ترلاسه کړي او یا په افغانستان او پاکستان کې د وينې تويولو خپل مشن ترسره کړي."

د يو ګډ دښمن سره مبارزه

ګل وويل، "که موږ د افغانستان، پاکستان، متحده ایالاتو او يو شمېر نورو هېوادونو په بيانونو باندې غور وکړو، نو داسې ښکاري چې داعش د هغوی ګډ دښمن دی." هغه زياته کړه، چې "په داعش باندې د امريکې برید د يوې ګډې ستراتيژۍ جوړولو لپاره لاره هواروي چې په افغانستان او پاکستان کې ترهګريز ډلي وځپي."

هغه وويل: "افغانستان او پاکستان د هغه داعش وسله والو مهم هدفونه دي چې په افغانستان کې پټ دي. د داعش په وړاندې د امریکې عمليات په دې دواړو ګاونډي هيوادونو کې د وسله والو په وړاندې جنګ کې په مستقيمه توګه مرسته کوي."

لیفټننټ جنرل (ريټايرډ) جاويد اشرف قاضي، چې يو سينير پوځي تجزيه کار دی، پاکستان فارورډ ته وویل، کيدی شې چې د داعش په پټنځايونو باندې د امريکې بمبارۍ د [تروریستي ډلو] دا کوششونه تباه کړي وي چې په افغانستان کې یو مستقله اډه ترلاسه کړي -- کيدی شې چې دغه اډې په افغانستان او پاکستان کې د هغوی د عملیاتو لپاره د يو مرکز په توګه کار کړی وای."

هغه وويل: "د داعش د خراسان فصل په لومړنيو پړاوونو کې دی." هغه زياته کړه، چې وسله وال کوشش کوي چې په افغانستان کې خپل شتون يقيني کړي ځکه که چيرې "هغوی د عراق او سوریې نه په شا وتمبول شي، نو هغوی به دې اډې ته منتقل شي."

هغه وويل، د داسې کوم حالت د مخنيوي او په سيمه کې په بشپړه توګه د اورپکۍ له منځه وړلو لپاره پکارده چې مشترکه کوششونه وکړل شي چې په افغانستان او پاکستان کې ټول تروریستي ډلي په نښه کړي.

په پاکستان کې د اورپکۍ مخنيوی کول

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا د امنیت پخوانی سيکريټری دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "داعش په افغانستان کې په ۲۰۱۵ کال کې داخل شو او د وينې د تویولو خپله اجنډا خپرول یې شروع کړل."

هغه وويل، په همدغه کال کې، په پاکستان کې ځينې منع شوي وسله وال طالبانو د دغه تروريستي ډلې سره د بيعت اعلان وکړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د اورپکۍ د مخنيوي لپاره، د افغان امنیتي ځواکونو او نورو مهم متحدينو له پکار ده چې په افغانستان کې د بغاوت ضد عملیات پیل کړي."

هغه وويل: "پکار ده چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په جګړه کې د متحدینو ستراتيژي ډېره روښانه وي چې د اورپکۍ او د افراطيت مخه ونيسي."

شاه وويل، داعش او په پاکستان کې د هغوی پلویانو د ۲۰۱۶ کال راهیسې په هیواد کې يو شمير بريدونه ترسره کړي دي.

د ۲۰۱۵ کال د مۍ په ۱۳مه، داعش او د تحریک طالبان پاکستان عناصرو په کراچۍ کې ساپوره ګوټ ته نژدې په بس باندې په يو بريد کې د اسماعيلي ټولنې ۴۵ غړي ووژل. دا په پاکستان کې لومړی لوی تروریستي برید وو چې دواړو ډلو د دې مسوليت په غاړه واخيستو.

د سي آر ايس ايس د کلنيز امنیتي راپور، چې په ۲۰۱۷ کال کې د مارچ په ۲۲مه خپور شو، له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې، داعش په بېلابېلو تروریستي بریدونو کې د ۲۰۳ پاکستانیانو د وژلو مسوولیت منلی دی.

د سي آر ايس ايس په راپور کې راغلي، چې تحریک طالبان پاکستان، د تحریک طالبان پاکستان اورپکۍ ډله جماعت الاحرار، لشکر جنګوي العالمي او لشکر اسلامي د داعش په مرسته ځينې بریدونه ترسره کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500