تروريزم

په قول اردو د طالبانو له برید څخه وروسته افغانان سخت په قهر دي؛ جیګپوړو چارواکو استعفا ورکړه

ای اېف پي او سټاف

افغانان د اپریل په ۲۳مه په کابل کې د هغو قربانیانو په یاد ویر کوي چې د اپریل په ۲۱مه له مزارشریف سره نژدې د طالبانو په یوه برید کې ووژل شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانان د اپریل په ۲۳مه په کابل کې د هغو قربانیانو په یاد ویر کوي چې د اپریل په ۲۱مه له مزارشریف سره نژدې د طالبانو په یوه برید کې ووژل شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

مزارشریف -- افغانان د افغان ملي اردو په یوه بېس باندې د طالبانو د برید له امله سخت په قهر دي، اورپکي د لمانځه پر وخت د وژنې له امله ملامت ګڼي او له وزیرانو او لوی درستېز څخه غواړي چې استعفا ورکړي.

د ولسمشرۍ ماڼې تایید کړه چې د دفاع وزیرعبدالله حبیبي او د پوځ لوی درستېز قدم شاه شهیم خپلې استعفاوې وړاندې کړې.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د کورنیو چارو امنیتي معین تورن جنرال طارق شاه بهرامي د دفاع سرپرست وزیر په توګه مقرر شوی، او د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان جنرال محمد شریف یفتلي به د لوی درستېز په توګه کار وکړي.

په بېس کې قتل عام

طلوع نیوز راپور ورکړ چې، د جمعې په ورځ / د اپریل ۲۱مه/ په نژدې پنځه ساعته اوږده حمله کې، طالبانو په دهدادي ولسوالۍ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په مرکز کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه عسکر ووژل.

د افغان ملي اردو د یوه عسکر خپلوان، د اپریل په ۲۳مه په تخار ولایت کې د هغه جسد چې د اپریل په ۲۱مه له مزارشریف سره نژدې د طالبانو په برید کې وژل شوی دی، ترلاسه کوي. [نصیر صادق/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو د یوه عسکر خپلوان، د اپریل په ۲۳مه په تخار ولایت کې د هغه جسد چې د اپریل په ۲۱مه له مزارشریف سره نژدې د طالبانو په برید کې وژل شوی دی، ترلاسه کوي. [نصیر صادق/ای اېف پي]

د تلفاتو دقیق شمېر لا تر اوسه پورې هم معلوم نه دی.

د دفاع وزارت وویل چې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه عسکر وژل شوي یا ټپي شوي دي. خو د ولایتي شورا د رییس محمد ابراهیم خیراندېش په شمول ځایي چارواکو دا شمېر ۱۳۰ کسان وښود او ویې ویل چې خواوشا ۶۰ کسان ټپي شوي دي.

افغان کورنیو د خپلو خپلوانو مړي ښخ کړل او هېواد د یکشنبې په ورځ / د اپریل ۲۳مه/ په داسې حال کې ملي ماتم وکړ چې خلک سخت په غوسه ول او خلکو او د پارلمان غړو غوښتنه وکړه چې یو څوک باید د امنیتي غفلت مسؤل ونیول شي.

حبیبي د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، د هغه استعفا په خپله خوښه ده، او څرګنده یې کړه چې هغه «داسې یو عسکر ته ورته دی چې ځان په جګړه کې قرباني کوي».

هغه وویل، یوه څېړنه روانه ده، او یوازې دا یې وویل چې تلفات «ډېر» دي.

'د خلکو سرونو ته وسلې نیول'

د جمعې د ورځې په برید کې، ۱۰ تنو وسله والو کسانو چې د اردو یونیفورمونه او د ځانمرګو واسکټونه یې اغوستي ول بې وسلې عسکر له نژدې ساحې څخه وویشتل.

ژغورل شویو کسانو وویل چې هغوی له کړکیو څخه ځانونه وغورځول چې له هغو وسله والو څخه وتښتي چې په خوړنځي او جومات کې یې ډزې کولې.

په بېس کې یوې پوځي سرچینې وویل، اورپکي داخلي کسان ول؛ «هغه ځوان استخدام شوي کسان ول چې د روزنې لپاره راغلي ول.»

د اردو یوه افسر، محمد حسین، چې د ټپونو له امله په روغتون کې بستر شوی وو، ای اېف پي ته وویل، «هغوی د اردو د دوه موټرو په کارولو سره چې دپاسه پرې ماشینې لګېدلې وې راننوتل. هغوی په هر چا ډزې شروع کړې. بیا جومات او خوړنځي ته ننوتل، او له یوې مخې یې هر کس واژه.»

یوه ۱۹ کلن ټپي شوي عسکر، محمد قربان، له روغتون څخه ای اېف پي ته وویل، «د هغوی مشر راغی او چیغې یې کړې چې په دا سرونو سرونو یې وولئ. ما له کړکۍ څخه ټوپ راواچاوه.»

طالبانو د جمعې د ورځې په وروستیو کې ادعا وکړه چې دوه بریدګرو په برید کې خپلو ځانونو ته چاودنې ورکړې.

د مړو لپاره دعاګانې

افغان ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ / د اپریل ۲۲مه/ مزارشریف ته لاړ چې د ټپي شویو عسکرو پوښتنه وکړي، په داسې حال کې چې ویرجنې کورنۍ بېس ته لاړې چې هغه په بیرغونو کې تاو شوي تابوتونه ترلاسه کړي چې د هغوی عزیزان په کې ځای پرځای شوي ول.

د بلخ ولایت عمره کوټ کلي ته د یوه ۲۵ کلن عسکر شېرمحمد تابوت په داسې حال کې ور وړل شو چې کور یې له په ژړا سر خپلوانو څخه ډک وو.

د شېرمحمد ورور قاري احمدالله چې هغه هم په ۲۰۹ قول اردو کې د امام په توګه خدمت کاوه وویل، «زما ورور څلور میاشتې مخکې واده وکړ، او اوس مړ شو. طالبان د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي.»

یوه ځایي اوسېدونکي فیض محمد د جنازې له ښخولو څخه وروسته وویل، «داسې څنګه کېدای شي پېښ شي؟ زه باور نشم کولی چې مونږ دا ټول ځوانان څنګه له لاسه ورکړل.»

د یوه وژل شوي عسکر پلار چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ای اېف پي ته وویل، «درې میاشتې مخکې، ما خپل زوی ولېږه چې له اردو سره کار وکړي... نن یې ما ته د هغه مړی راوړ.»

د قهر زیاتېدا، او د انصاف غوښتنه

په انټرنټ د خلکو غوسه زیاته شوه، چې اکثرو خلکو په حکومت باندې په دې برخه کې د نه وړتیا له امله نیوکه کوله چې، د مارچ په میاشت کې په کابل په تر ټولو لوی پوځي روغتون د حملې په شمول چې لسګونه کسان یې ووژل، د طالبانو د بې شرمانه حملو د سلسلې په مهارولو کې پاتې راغلی دی.

د هغې حملې پر وخت د غفلت له امله، د دوه جنرالانو په شمول د اردو ۱۲ افسران له کاره ګوښه کړای شول.

په سردار داودخان روغتون باندې حمله یوه اونۍ وروسته له هغه پېښه شوه چې په پلازمېنه کې په دوه امنیتي ادارو باندې د طالبانو په هم مهاله بریدونو کې ۱۶ کسان ووژل شول.

د ذبیح الله په نامه د فیسبوک یوه کاروونکي د وروستۍ تراژيدۍ په هکله په خپل پست کې لیکلي، «میندو زامن له لاسه ورکړل، خویندو ورونه له لاسه ورکړل او مېرمنو مېړونه له لاسه ورکړل... زه ډېر ستړی یم، زه پرته له دې چې وژاړم نور هېڅ نشم کولی.»

د ټوېټر یوه کاروونکي ټوېټ کړه، «د هغوی د درناوي لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې هغه خلک له کاره ګوښه او سزا ورکړای شي چې د خپلو وظیفو په ترسره کولو کې پاتې راغلي او/یا یې له دښمن سره همکاري کړې ده. ځینې نور مشران باید لاړ شي.»

د ولسمشرغني یوه ویاند شاه حسین مرتضوي خبریالانو ته وویل، غني د یوې بشپړې څېړنې حکم کړی دی.

هغه وویل، «د افغانستان خلک باید د یوه کلک موټي په څېر سره یو شي.»

د طالبانو عملونه 'د اسلامي اساساتو پر ضد دي'

افغان قانون جوړوونکیو او اتباعو دغه برید په کلکه وغانده.

په ولسي جرګه کې د بامیان استازي محمد اکبري سلام ټایمز ته وویل، «دا یو د نه منلو وړ عمل وو، او دا په بشپړ ډول د اسلامی اساساتو خلاف کار دی چې خلک د لمانځه پر وخت ووژل شي.»

هغه له حکومته وغوښتل چې هر هغه چارواکي په ګوته کړي چې د بېس د امنیت په ساتلو کې یې غفلت کړی دی.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي محمد عارف رحماني سلام ټایمز ته وویل، «دا د لمانځه پر وخت په خلکو د طالبانو لومړی برید نه وو. هغوی تر دې مخکې هم په جوماتونو کې خلک وژلي دي او تر دې چې په قران کریم کې یې چاودونکي مواد ایښي چې خلک پرې ووژني.»

هغه وویل، «که طالبان باور لري چې جهاد په جومات کې د مسلمانانو وژل دي، هغوی په خپله دې عقیده کې په غلطه دي او هغوی مسلمانان نه دي.»

د کابل یوه ۳۵ کلن اوسېدونکي او د خصوصي پوهنتون محصل رشاد رسولي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له دیني عالمانو نه اورېدلي دي چې په اسلام کې دا منع ده چې خلک بې دلیله ووژل شي، خو طالبان تل دا کار کوي.»

هغه وویل، «ټولې مسلمانې ډلې دغه ډول عمل-- چې یو مسلمان په جومات کې د لمانځه پر مهال ووژني، غندي. او بیا [د طالبانو په برخه کې] چې وایي مونږ د اسلام لپاره جهاد کوو، دا د ریشخند خبره ده.»

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په ټول هېواد کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دښمنانو ته په شمال کې درانه تلفات وراوښتي ول، او عملیات به د هغوی تر بشپړې ویجاړتیا پورې دوام ولري.»

د بلخ والي عطا محمد نور د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، «د خدای په مرسته، مونږ به د خپلو شهیدانو د هر څاڅکي انتقام واخلو.»

[له کابل نه نجیب الله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500