تروريزم

افغانانو د طالبانو د ناوړه کارونو پر ضد اواز پورته کړ

د نجیب الله راپور

افغان لاریونیان د جون په ۲مه په کابل کې د طالبانو پر ضد یوه لاریون کې شعارونه ورکوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان لاریونیان د جون په ۲مه په کابل کې د طالبانو پر ضد یوه لاریون کې شعارونه ورکوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغان اتباع د طالبانو پر ضد اواز پورته کوي، او په دغو اورپکو باندې د هغوی د غیراسلامي او ځان غوښتونکو عملونو له امله انتقاد کوي.

طالب ملېشو په افغانستان کې زرګونه بې ګناه ملکي خلک وژلي او ټپي کړي دي، او دغه کار یې په څرګنده تر دې نامه لاندې چې د افغانانو ګټې ساتي او د اسلام دفاع کوي، کړی دی.

خو افغانان د طالبانو دروغ ردوي.

په کابل کې د یوې غیرحکومتي موسسې یوې ۳۵ کلنې کارمندې، شفیقې حکیمي، وویل، «طالبان ادعا کوي چې هغوی د خپل وطن د ازادۍ لپاره جګړه کوي، خو هغوی په دې لړ کې یوازې خلک ژوبل کړي، عامه تاسیسات یې ویجاړ کړي او بې ګناه خلک یې وژلي دي،»

افغان ویرکوونکي د نومبر په ۲۳مه په کابل کې د نومبر د ۲۲مې د جومات په بمي برید کې د یوه قرباني د جسد خوا ته ناست دي. یوه ځانمرګي بمي برید چې داعش یې مسؤلیت پرغاړه واخیست د شیعه ګانو په یوه غونډه برید وکړ او لږ تر لږه ۲۷ کسان یې ووژل. [شاه مری/ ای اېف پي]

افغان ویرکوونکي د نومبر په ۲۳مه په کابل کې د نومبر د ۲۲مې د جومات په بمي برید کې د یوه قرباني د جسد خوا ته ناست دي. یوه ځانمرګي بمي برید چې داعش یې مسؤلیت پرغاړه واخیست د شیعه ګانو په یوه غونډه برید وکړ او لږ تر لږه ۲۷ کسان یې ووژل. [شاه مری/ ای اېف پي]

هغې سلام ټایمز ته وویل، «خپلې ناروا جګړې ته د 'جهاد' د نوم په ورکولو سره، طالبان هڅه کوي چې احساسات راوپاروي، خو خلک په دې پوره خبر دي چې اورپکي د هغوی د غولولو هڅه کوي، ځکه چې اورپکي یوازې د خپلو شخصي ګټو د ساتنې لپاره کار کوي.»

په جوماتونو کې وژنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) او نورو سرچینو په وینا، د تېرو ۱۵ کلونو په بهیر کې، په افغانستان کې په جګړه کې نژدې ۱۱۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

مجیدالله ناصري چې په کابل کې د مخابراتو د ادارې یو کارمند دی وایي، «طالبان ادعا کوي چې هغوی مجاهدین او د اسلام مدافعان دي، په داسې حال کې چې په حقیقت کې هغوی بدترین عملونه ترسره کوي. تر دې چې هغوی ان په جوماتونو کې، چې د مسلمانانو تر ټولو مقدس ځایونه دي، قتلونه کوي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له هغه وخت راهیسې چې هغوی قدرت ترلاسه کړ، طالبانو په زرګونو افغانان وژلي او هر ډول ظالمانه او وحشیانه عملونه یې ترسره کړي دي.»

هغه وویل، «طالبان د اسلام له نامه څخه بده استفاده کوي، او خپل ټول غلط عملونه د مذهب تر نامه لاندې توجیه کوي.»

په کابل کې مېشت یوه دیني عالم، عبدالاحمد محمدیار، وویل، د طالبانو او داعش اورپکو له خوا ترسره کېدونکي اکثرعملونه له اسلامي اساساتو څخه سرغړونه کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د اسلامي لارښوونو په اساس، جوماتونه تر ټولو ډېر خوندي ځایونه ګڼل کیږي، خو طالبان ان په جوماتونو کې دننه مسلمانان وژني او ځانمرګي بریدونه ترسره کوي.»

په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې د ژورنالیزم یوه محصل، امین الله، په جوماتونو کې یو شمېر ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو ته په اشارې سره وویل، چې د دغو بریدونو قربانیان ټول مسلمانان ول چې د عبادت لپاره راغلي ول.

هغه وویل، «د هغه برید په هکله چې تېر کال د روژې په میاشت کې په ننګرهار کې وشو، په کابل کې په باقرالعلوم جومات باندې وشو، او ... په هرات کې په یوه جومات باندې بمي برید وشو، څه ممکنه توجیه کیدای شي وړاندې کړای شي؟»

محلي چارواکو وویل، په یوه بله وروستۍ پېښه کې، د مارچ په ۲۴مه، یوه اورپکي په سرپل ولایت کې په ګذر شاهان جومات کې یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله ځای پرځای کړې وه، چې د جمعې لمونځ کوونکي پرې په نښه کړي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني سلام ټایمز ته وویل، د بم له اېښودلو او په دې پوهېدلو څخه وروسته چې مقامات د هغه لټون کوي، ترهګرهڅه وکړه چې ځان د عبادت کوونکو په منځ کې پټ کړي.

اماني وویل، له نېکه مرغه افغان امنیتي ځواکونو بم شنډ کړ او تورن کس یې ونیو.

په سرپل کې یوه دیني عالم مولوي عبدالصمد له امنیتي ځواکونو نه د دغې ډلوژنې د مخنیوي له امله مننه وکړه.

هغه وویل، «دغه ډول عمل د اسلام له اساساتو او عقایدو څخه سرغړونه ده، او هغه څوک چې لمونځ غاړي په جومات کې په نښه کوي هغوی د اسلام او انسانیت له دایرې څخه وتلي دي،»

د ښوونې او روزنې پر ضد د طالبانو جګړه

طالبانو نه یوازې سلګونه زره بې ګناه افغانان وژلي او ټپي کړي دي، بلکه همدارنګه هغوی د هېواد اقتصاد، بېخبنا او تعلیمي سیستم ته هم درانه زیانونه وراړولي دي.

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالله یوسفي وویل، «د طالبانو رژیم د خپلې واکمنۍ [۱۹۹۶-۲۰۰۱] پر وخت، په عمومي توګه د ښوونې او روزنې ملاتړ نه کاوه او نجونې یې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړې وې،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغه ډله د جګړې د تشویق د تکتیکونو له لارې، اوس هم د دې هېواد د زرګونو ماشومانو مخه نیسي چې ښوونه او روزنه ترلاسه کړي.»

د افغانستان د ولسي جرګې غړې سفورا ایلخاني سلام ټایمز ته وویل، افغانستان ته د طالبانو له خوا په اړول شویو نه جبرانېدونکو زیانونو کې «د ښوونځیو سوزول او له درسونو څخه د ښوونځیو او پوهنتونونو د زرګونو محصلانو مخنیوی» شامل دي.

د ښوونې او روزنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د اپریل په ۱۶مه د هېواد شمالي سیمې ته د ښوونې او روزنې د سیستم د ارزونې لپاره د سفر په ترڅ کې وویل، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خواوشا ۱۰۰۶ ښوونځي د امنیتي ننګونو له امله بند پاتې دي.

خو، هغه وویل، حکومت خپلې ټولې هڅې کوي چې امنیت ښه او دې ته لاره هواره کړي چې افغان ماشومان ښوونه او روزنه ترلاسه کړي.

د پام وړ پرمختګ شوی دی. د تعليمي کال په پیل کې، حکومت په پکتیکا ولایت کې ۱۳ ښوونځي چې په امنیتي دلایلو بند کړای شوي وو، بیا پرانستل.

د پکتیکا ولایت د ښوونې او روزنې رییس، نسیم واجد، د مارچ په ۲۳مه ځایي رسنیو ته وویل، هغه ښوونځي له تېرو څلورو کلونو راهیسې بند ول.

هغه وویل، ښوونځي وروسته له هغه بیا پرانستل شول چې مقاماتو هغه ولایت بېرته امن کړ.

د عامه سپکاوي ډېرېدا

کتونکي وایي، د طالبانو عملونه، چې غیراسلامي او د ملي ګټو ضد دي، د هېواد په اوسېدونکو فشار اچوي چې د اورپکۍ پر ضد غږ پورته کړي.

دغه په لوړ اواز تنقید مخ په ډېرېدا دی، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې ولسمشر اشرف غني د مارچ په ۲۳مه داسې روښانه پیغام ورکړ چې د افغانستان ټول دښمنان باید وځپل شي.

غني په بلخ کې د افغان ملي پولیسو د ځانګړیو ځواکونو د لیدنې په ترڅ کې وویل، «هر څوک چې د اساسي قانون او د افغانستان د حکومت پر ضد وسله راپورته کوي هغه دښمن دی، او تاسو اجازه لرئ چې هغه وځپئ،»

د مدني ټولنې فعال یوسفي وویل، «د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې، د طالبانو د عملونو پر ضد عامه نظرونو پراختیا موندلې ده،»

هغه وویل، «مونږ ګورو چې تحلیلګران د طالبانو پر ضد په صراحت سره بیانونه ورکوي. په جوماتونو کې امامانو څرګنده کړې ده چې د اورپکو عملونه غیراسلامي دي، او د مدني ټولنې فعالانو د لاریونونو په ترسره کولو سره د طالبانو عملونه غندلي دي.»

هغه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونو ته په اشارې سره وویل، «دا وخت، زمونږ خلک په غزني او کندهار ولایتونو کې د ترهګرو پر ضد د امنیتي ځواکونو ترڅنګ جګړه کوي، چې دا ثابتوي چې خلکو نور د اورپکو په وړاندې حوصله له لاسه ورکړې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500