تروريزم

حکمتیار له ۲۰ کلونو څخه وروسته عادي ژوند ته راستون شو

ای اېف پي

افغان جنګسالار او پخوانی لومړی وزیر ګلبدین حکمتیار (منځ کې) د اپریل په ۳۰ مه د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې په یوه غونډه کې لیدل کیږي.‌ نوموړی له ۲۰ کاله اوږدې جلاوطنۍ څخه وروسته بېرته عادي ژوند ته راستون شو، او له طالبانو نه یې وغوښتل چې خپلې وسلې دې پرځمکه کېږدي.‌ [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

افغان جنګسالار او پخوانی لومړی وزیر ګلبدین حکمتیار (منځ کې) د اپریل په ۳۰ مه د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې په یوه غونډه کې لیدل کیږي.‌ نوموړی له ۲۰ کاله اوږدې جلاوطنۍ څخه وروسته بېرته عادي ژوند ته راستون شو، او له طالبانو نه یې وغوښتل چې خپلې وسلې دې پرځمکه کېږدي.‌ [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

کابل -- افغان جنګسالار او پخوانی لومړی وزیر ګلبدین حکمتیار له ۲۰ کاله اوږدې جلاوطنۍ څخه وروسته د شنبې په ورځ / د اپریل ۲۹مه/ بېرته عادي ژوند ته راستون شو، او له طالبانو نه یې وغوښتل چې خپلې وسلې دې پرځمکه کېږدي او «د سولې کاروان» سره دې یوځای شي.

حکمتیار،‌ چې ږیره یې سپینه شوې او سپین لباس یې پر تن دی او ځانګړی تور پټکی یې په سر وو،‌ په لغمان ولایت کې خپلو ملاتړو ته خبرې وکړې چې په افغانستان کې په پراخه کچې خپرې شوې‌. نوموړی څو میاشتې وروسته له هغه راښکاره شو چې له یو لړ جنجالي مذاکراتو څخه وروسته د سولې هوکړې ته ورسېد.‌

هغه وویل،‌ «د خدای لپاره راشئ.‌ راشئ او جګړه بس کړئ،‌ د دې جګړې قربانیان افغانان دي.»‌

«راشئ او د سولې دې کاروان سره یوځای شئ...‌خپل هدفونه وټاکئ، او زه به ستاسو د ښو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره له تاسو سره ملګری یم.»‌

حکمتیار د افغانستان د تاریخ د ډېرو شرموونکو جنګسالارانو له ډلې څخه دی، چې اکثر په ۱۹۹۰مو کلونو کې د کورنیو جګړو پر وخت د هغه د رول له امله یادېږي.‌

خو د سپتمبر په میاشت کې د سولې لاسلیک شوي تړون،‌ چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې طالبانو بغاوت پیل کړی دی د خپل ډول لومړنی تړون دی، له دوه لسیزو څخه ډېر وروسته د سیاست ډګر ته د هغه د راستنېدا لپاره لاره هواره کړه.‌

حکمتیار، چې د اورپکو د یوه داسې ګوند مشري کوي چې اوس غیرفعال دي،‌ د هغو جنجالي څېرو د لړۍ وروستۍ کړۍ ده چې کابل غوښتل له طالبانو څخه وروسته دوره کې یې د هغوی د تېرو وختونو جرمونو ته په معافیت ورکولو سره بېرته خپل ځای ته راولي.‌

د هغوی یو ښه مثال د جنرال عبدالرشید دوستم په څېر نور جنګسالاران دي چې دا مهال د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه کار کوي.‌

د افغانستان د اورپکو دویم تر ټولو لوی ګروپ سره د سولې د تړون لاسلیکول د ولسمشر اشرف غني لپاره،‌ چې هڅه یې کوله له لا پیاوړي ګروپ طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي، یوه سمبولیکه بریا ګڼل کیږي.‌

خو دغه کار د بشري حقونو د ډلو او د پلازمېنې د هغو اوسېدونکو له غبرګون سره مخامخ شو چې له کورنۍ جګړې څخه ژوندي راوتلي دي.‌

حکمتیار چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې د شوروي اتحاد ضد جګړې نوموتی قوماندان وو د ۱۹۹۲ - ۱۹۹۶ کلونو د کورنۍ جګړې په ترڅ کې په دغه ښار کې د زرګونو خلکو په وژنه تورن دی.‌

د هغه د جلاوطنۍ پر وخت داسې باور کېده چې نوموړی په پاکستان کې پټ دی،‌ خو د هغه ډلې ادعا کوله چې هغه په افغانستان کې دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500