ديپلوماسي

پاکستان او افغانستان د اړیکو د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کوي

د محمد شکیل اوعدیل سعید راپور

د اپریل په ۱۴مه له تورخم سره نژدې افغان پولې سره، پاکستانۍ لارۍ لیدل کیږي. [عبدالمجید/ ای اېف پي]

د اپریل په ۱۴مه له تورخم سره نژدې افغان پولې سره، پاکستانۍ لارۍ لیدل کیږي. [عبدالمجید/ ای اېف پي]

پېښور -- پاکستان او افغانستان په دې برخه کې کلک ګامونه اخلي چې دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي او د پولې دواړو غاړو ته اورپکي کمزورې کړي.

د پاکستان د پارلمان یوه جیګپوړي پلاوي د اپریل ۲۹ - د می ۱ په کابل کې له افغان چارواکو سره ولیدل، او د کتونکو تر منځ یې داسې هیلې راپورته کړې چې دواړه لوري په همکارۍ کې یو نوی فصل پرانیزي.

په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال وویل، د پلاوي هدف دا وو چې د داسې «مسایلو په هکله چې د دواړو هېوادونو تر منځ د بې اعتمادۍ/فاصلې» سبب شوي دي، خبرې اترې وکړي.

هغه د اپریل په ۲۹مه د ټوېټر له لارې وویل، دغه خبرې اترې به «د دې لپاره ترسره شي چې د داسې پرمختللیو دوه اړخیزو اړیکو د رامنځته کولو لپاره لاره وموندل شي چې زمونږ شکایتونو او درکونو ته ځواب ووایي.»

د پاکستان د پارلمان یو پلاوی د اپریل په ۲۹مه په کابل کې افغان ولسشمر اشرف غني سره ګوري. [عکس په پاکستان کې د افغان سفیر عمر زاخېلوال له ټوېټر پاڼې څخه را اخیستل شوی دی]

د پاکستان د پارلمان یو پلاوی د اپریل په ۲۹مه په کابل کې افغان ولسشمر اشرف غني سره ګوري. [عکس په پاکستان کې د افغان سفیر عمر زاخېلوال له ټوېټر پاڼې څخه را اخیستل شوی دی]

د صمیمي اړیکو بیا رغول

۱۷ کسیز پاکستانی پلاوی چې د بېلابېلو سیاسي طبقو استازي په کې شامل وو، د ملي شورا (نېشنل اسامبلي) د رییس سردار ایاز صادق په مشرۍ تللی وو.

صادق چې د پاکستان د مسلم لیګ ګوند یو مشر دی د می په ۱ له کابل څخه تر راستنېدلو وروسته په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، «دغه لیدنه د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا د یوې بلنې په ځواب کې وشوه او د هغې تر شا اصلي هدف دا وو چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې بیا ورغول شي او ټولې اندېښنې ځواب کړای شي.»

هغه وویل، «د پاکستان ټولو سیاسي مشرانو د پاکستان او افغانستان تر منځ د یوه ګټور مشارکت د انکشاف لپاره په ګډه اواز پورته کړ،» او نوموړي دغه لیدنه «ډېره بریالۍ» وګڼله او هیله یې څرګنده کړه چې هغه «به د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو یو نوی فصل پرانیزي.»

صادق وویل، «مونږ خپلو افغان وروڼو ته وویل چې پاکستان غواړي چې په سیمه کې سولې ته انکشاف ورکړي او دا چې دغه هېواد به د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي،»

د نه پوهاویو له منځه وړل

د ملي شورا غړی غلام احمد بلور، چې عوامي نېشنل ګوند پورې تعلق لري، په دغه پلاوي کې موجود وو.

هغه له پاکستان فارورډ سره د خبرو کولو پر وخت وویل، «دغه لیدنه... ډېره ضروري وه او د هغو نه پوهاویو د له منځه وړلو په برخه کې ډېره مؤثره وه چې د سرحد د مدیریت په برخه کې رامنځته شوي ول،»

هغه وویل، دواړو لوریو په صریحو ټکو خبرې وکړې.

بلور وویل، «افغان مقاماتو د امنیت اړوندو مسایلو په هکله خپلې اندېښنې شریکې کړې، او مونږ خپل شکایتونه راپورته کړل،» او زیاته یې کړه چې له غني سره د پلاوي کتنې خواوشا ۶ ساعته وخت ونیو.

هغه وویل، «دغه خبرې اترې ډېرې د نتایجو په اساس خبرې وې او تمرکز په کې پر دې وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ صمیمي اړیکې بیا ورغول شي.» نوموړي وویل، دا خبرې به «د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا باندې یو ډېر اوږدمهاله اغېز ولري.»

هغه وویل، «هره شخړه کېدای شي چې د خبرو له لارې حل شي، او که مونږ مخامخ خبرو اترو ترسره کولو ته دوام ورکړو، زمونږ تر منځ به بد پوهاوی پاتې نشي،»

یوه نوې دوره

د پېښور پوهنتون د سیاسي علومو د ډیپارټمنټ رییس پروفیسر ای، زیډ هلالي وویل، دغه کتنه یو مثبت ګام دی، او «د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د یوې نوې دورې پيل دی،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د پلاوي ځینې غړو «له خپلو افغان سیالانو سره ډېرې صمیمې او ګرمې اړیکې» لرلې.

هغه وویل، «دغو سیاستوالو له افغان مقاماتو سره ډېرې صمیمي خبرې اترې ترسره کړې او په سیمه کې د سولې او امنیت د خوندي ساتلو لپاره یې د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزې همکارۍ د اهمیت په هکله ښه معلومات ورکړل،»

هغه د نورو خبرو تر څنګ وویل چې، پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ قربانیان دي او دواړه هېوادونه له ورته ستونزو، لکه بې امنیتۍ، بې کارۍ او اقتصادي ځوړ یا رکود سره مخامخ دي.

هلالي همدارنګه هیله څرګنده کړه چې د پارلماني پلاوي کتنه به تلپاتې سولې او د دواړو هېوادونو تر منځ ملګرتیا ته لاره هواره کړي.

مستقیم ټیلیفون لین له امنیت سره مرسته کوي

تحلیلګران وایي، مخکې د اپریل په میاشت کې دوه اړخیزې اړیکې هغه وخت تودې شوې چې دواړو لوریو یو نظامي مستقیم ټیلیفون لین پرانست چې د سرحدي امنیت په برخه کې مرسته وکړي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې وویل، پاکستاني او افغان پوځي افسران د اپریل په ۴مه د لومړي ځل لپاره په یاد مستقیم ټیلیفون لین باندې وغږېدل او د پولې د حالت په هکله یې خبرې اترې وکړې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ادارې په وینا، پاکستاني ډګرجنرال امیر ریاض او افغان ډګرجنرال داودشاه وفادار د مستقیم ټیلیفون لین د جوړېدا له امله خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې دغه ډول خبرو اترو ته به دوام ورکړي.

په پېښور کې مېشت متقاعد ډګرمن محمودشاه چې پخوا د فاټا یا قبایلي سیمو د امنیتي چارو سکرټر وو، وویل، دغه مستقیم ټیلیفون لین «داسې یو مېکانېزم دی چې د هغه په واسطه کېدای شي چې د عامه اندېښنو اړوندې ستونزې هوارې کړای شي.»

محمودشاه پاکستان فارورډ ته وویل، «د افغان اردو عملیاتي تجربه د پاکستاني سیال په نسبت ډېره کمه ده، او د یوه خوندي او چټک چینل له لارې د ناڅاپي ستونزو د هوارولو لپاره د ستراتیژیو جوړول به دواړه هېوادونه د دې وړ کړي چې یو پر بل اعتماد وکړي،»

هغه وویل، د ازادو خبرو اترو یو لېنک به دواړه هېوادونه دې ته تشویق کړي چې د خوندیتوب، پایښت او د سولې د رامنځته کولو په هکله جدي ستونزې حل کړي.

محمودشاه وویل، «دغه هڅې کولی شي چې ګډ او مؤثر تاثیرات رامنځته کړي، او د ښو اړیکو لپاره هیلې زیاتې کړي،» او زیاته یې کړه چې دواړه لوري باید مخلص او شفاف وي.

د دوامدارې سولې رامنځته کول

په پېښور کې مېشت د امنیتي چارو تحلیلګرعقیل یوسفزي پاکستان فارورډ ته وویل، «د هرې ورځې په تېرېدلو سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پیاوړې کېږي چې دا د ستاینې خبره او یو ښه شګون دی او دا به ...په سیمه کې د دوامدارې سولې د رامنځته کولو لپاره لاره هواره کړي،»

هغه وویل، دغه دواړه هېوادونه، چې ګټې یې د خوا په خوا جغرافیوي موقعیتونو له امله سره نژدې دي، له دغو پرمختګونو څخه وروسته د همکارۍ لپاره په یوه لا ښه موقف کې واوسېږي.

هغه وړاندیز وکړ، «له هغو پښتنو مشرانو څخه چې د پولې په دواړو غاړو کې د درناوي لرلو ادعاوې کوي باید استفاده وشي چې اړیکې پیاوړې او په خلکو کې اعتماد خپور کړي.»

هغه وویل، «په اړیکو کې پیاوړتیا به دغه دوه ګاونډي هېوادونه سره نژدې کړي او مرسته به ورسره وکړي چې د خپلو ستونزو لپاره به چې د خبرو اترو د نشتوالي په نتیجه کې رامنځته شوي دي د حل لارې راوباسي،»

پرانستې پولې

پاکستاني مقاماتو همدارنګه په وروستیو وختونو کې په خیبرایجنسۍ کې د تورخم د پولې او په بلوچستان کې د چمن په پرانستلو پسېپه وروستیو وختونو کې په جنوبي وزیرستان کې د انګور اډې پوله هم پرانستله.

د پېښور د ګمرک یوه چارواکي قربان علي د اپریل په ۲۰ مه د پاکستان اسوسیټډ پرېس خبري اژانس ته وویل، چې اوس انګور اډه پرانستې ده.

پاکستان له افغانستان سره خپلې پولې د فبرورۍ په میاشت کې د امنیتي اندېښنو له امله، چې په ترهګریزو بریدونو کې د زیاتوالي له امله رامنځته شوې وې، وتړلې، چې زرګونه خلک یې ایسار کړل او د پولې دواړو غاړو ته سوداګري یې ودروله.

د پاکستان - افغانستان د سوداګرۍ او صنعتونو د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي پاکستان فارورډ ته وویل، «هر هېواد ... یو له بل سره په مستقیم یا غیرمستقیم ډول تړلی دی،»

هغه وویل، په دې سناریو کې، د سوداګرۍ شریکان «په دوامدار ډول هڅې کوي... چې هدف یې دا وي چې خپل اقتصادي حیثیت قوي کړي،»

هغه وویل، کله چې د پاکستان او افغانستان تر منځ پوله بنده شوه، دواړو حکومتونو او خصوصي سهم لرونکو «میلیاردونه روپۍ تاوان وکړ».

سرحدي د پولې په بېرته پرانستلو او د مستقیم ټیلیفون لین په جوړېدا خوښي وښودله.

هغه وویل، «د دواړو هېوادونو د مقاماتو ترمنځ د مستقیم مخابروي لېنک جوړېدا به نه یوازې په وخت سره د کوچنیو ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي بلکه همدارنګه به د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ چې د یوه دین، کلتور او رواجونو لرونکي دي، اعتماد جوړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500