ټولنه

د کابل سینګارځایونه پراختیا مومي او د طالبانو د ماضي په وړاندې مقابله کوي

ای اېف پي

یوه افغانه ناوې چې د واده دودیز لباس یې اغوستی دی د مارچ په ۲۳ مه په کابل کې په یوه سینګارځای کې ناسته ده او سینګارونکې د هغې له واده نه مخکې په هغې باندې د ښکلا توکي لګوي. د افغانستان په پلازمېنه کې سینګارځایونه مخ پر وده روان دي. [ریبیکا کانوی/ای اېف پي]‌

یوه افغانه ناوې چې د واده دودیز لباس یې اغوستی دی د مارچ په ۲۳ مه په کابل کې په یوه سینګارځای کې ناسته ده او سینګارونکې د هغې له واده نه مخکې په هغې باندې د ښکلا توکي لګوي. د افغانستان په پلازمېنه کې سینګارځایونه مخ پر وده روان دي. [ریبیکا کانوی/ای اېف پي]‌

کابل -- په کړکۍ کې ايښي عکسونه د ویلو لپاره ډېر څه لري:‌ ملالې،‌ په رنجو تورې سترګې او روښانه، جذاب نوکان -- خو کله چې تاسو د کابل سینګارځای یا آرایشګاه ته ننوځئ، دا به درته روښانه شي چې بهر لګېدلي عکسونه د هغه حقیقت ترجماني کوي چې دننه یې ګورئ.

وروسته له هغه چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم نسکور شو، په کابل کې د ارامۍ لپاره د ساه اخیستلو کوچني ځایونه وغوړېدل -- او بهر د هغو کوڅو چې سړي په کې ډېر لروبر کیږي پرعکس د ښځو د چارو ځایونه جوړ شول.

د ښار په منځ کې، په کوڅو کې په کتار پراته سینګارځایونه داسې جوړ شوي چې داخلي خواګانې یې د سړیو له لیدنې څخه د سینګار شویو او جوړو شویو وېښتانو لرونکو په عکسونو او کاغذونو باندې پوښل شوي، او په دروازو کې یې یو سکرین یا یوه ساده پرده ځړېدلې وي.

یو ځل چې دغو ځایونو ته ورننوځي، بیا ټیکري او ګلوبندونه لیرې شي.

نور زیات کړه، نور زیات کړه!

د حنا قېمتي سالون مالکې ادینه هاشمي ای اېف پي ته وویل، «هغه کورنۍ چې خپلې نجونې دلته راولي، هغوی په دې خوشحاله وي چې ګوري چې هغه یوازې د ښځو لپاره دی، نو هغوی په دې پوهېږي چې هغه ډېر خوندي ځای دی،»

دغې ۳۲ کلنې ښځې دا سالون دوه کاله مخکې په دوبۍ کې د روزنې له ترلاسه کولو څخه وروسته پرانیست. اوس هغې ۱۷ سینګارچیانې په کار ګومارلې دي.

یوه مشتري مژده چې وېښتان یې په خاص ډول ورته جوړ کړي دي، وایي، «هغوی په ښار کې تر ټولو تکړه دي،»

حنا سالون چې اکثر ورته شتمنې او محلي نامتو ښځې د سینګارلپاره ورځي تر ټولو قېمتي دی: «د ناوې لپاره ځانګړې بسته ۹۰۰۰ افغانۍ ده چې په هغې کې د ټول بدن وېکس کول (۶۰۰۰ افغانۍ قېمت لري) هم شامل دی.

مژده د خپلې خور د واده لپاره تیاری کوي، او د هغې د کورنۍ ښځې سینګار کوي، نوکان جوړوي، وېښتان توني کوي او نکریزې لګوي.

یوه مشتري وایي، «افغان ښځې اوس ډېرې فېشنۍ دي،»

هغه سینګار یا مېک آپ ته چې د ښکلا او نزاکت دودیز افغاني تصویرونه ننګوي، ترجیح ورکول کیږي: لومړی یو ډول کریم وهل کیږي، په سترګو کاذب باڼه لګول کیږي او د لیندۍ په څېر جوړول کیږي، او بیا پاوډر لګول کیږي.

ادینه وایي، «هغوی ماته وایي چې نور زیات کړه! نور زیات کړه!»

ښځې داسې جوړول چې ښکلې ښکاره شي

حما چې یوه ډاکټره ده او په یوه محلي زېږنتون کې کار کوي، له خپلې لور سره، چې دغه سالون ته لومړی ځل راځي او د تره د زوی د واده لپاره سینګار کوي، را ورسېده.

مریم چې ۱۶ کاله عمر لري له سینګار، د مصنوعي بڼو له نښلولو او د ارغواني لېپ سیرین له لګولو څخه وروسته د ۳۰ کالو ښکاري.

د هغې مور وایي چې ودونه یو نادر فرصت دی چې بهر په کې وځي، د هغې په وېښتانو کې لګېدلي پینونه د هغې درنې زلفې ټولوي.

حما او د هغې کورنۍ چې د تښتونو او نظامي حملو اندېښنې ورسره دي، د ډېرو نورو په څېر، اوس رسټورانټونو ته نه ځي. هغوی په لویو غونډو کې برخه نه اخلي او له ښار نه بهر لارو باندې چې طالبان پرې موجود دي سفر نه کوي.

هغه وایي چې د ودونو مخه نه نیول کیږي.

څو کاله مخکې یوې ځوانې څېړونکې، ریما کوهلي، له نژدې څلور لسیزو جګړې څخه وروسته په افغان ښځو کې د سینګار د تاثیر په هکله یوه څېړنه کړې وه چې په دې کې د طالبانو د ښځو ضد واکمنۍ پر وخت کړاوونه هم را اخیستل شوي ول.

هغې وویل، «ښځې د دې جګړې له تر ټولو سختو رواني، احساساتي او ذهني تاثیراتو څخه متاثرې شوې،»

«نو په داسې کوچنيو اجرا وړ ګامونو سره پیلول، لکه هغوی داسې برابرول چې ښکلې ښکاره شي، لږ تر لږه یو څه مثبته انرژي رامنځته کوي او دې ته لاره هواروي چې په لا ژورو مسایلو باندې کار وکړای شي.»

لا تر اوسه هم، د ډېرو محافظه کارانو لپاره، سینګارځایونه د کرکې وړ ځایونه ښکاري. ادینه په دې هکله څه وهم نه لري.

هغې وویل، «حتی نن، کلونه وروسته... هغوی کولی شي چې مونږ وګواښي. مونږ باید محتاط واوسو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500