امنیت

د تاجکستان په سرحد کې د طالبانو حضور په افغانستان او منځنۍ اسیا کې چارواکو ته د خطر زنګ ورکوي

د ندین بهروم راپور

یو افغان عسکر د اپریل په ۲۹مه له اشکشم څخه دفاع کوي. [ټوېټر]

یو افغان عسکر د اپریل په ۲۹مه له اشکشم څخه دفاع کوي. [ټوېټر]

دوشنبه -- د افغانستان په بدخشان او کندوز ولایتونو کې له تاوتریخوالي ډکه امنیتي وضعه په افغانستان او د منځنۍ اسیا په یو شمېر هېوادونو کې د چارواکو تر منځ‌ د اندېښنو سبب ګرځېدلې ده.‌

دواړه ولایتونه په افغان - تاجک پوله،‌ چې له ۱۳۰۰ کیلومترو څخه ډېر اوږدوالی لري،‌ پراته دي.‌ په ځینې ځایونو کې د پنج سیند دا پوله جوړوي.‌

د طلوع نیوز د راپور له مخې،‌ په وروستیو ورځو کې،‌ افغان طالبانو په هغو ولایتونو کې دوه ولسوالۍ ونیولې، او په دې توګه هغوی د منځنۍ اسیا دروازو ته ور ورسېدل.‌ خو پوځي چارواکو د پنجشنبې په ورځ‌ / د می ۱۱مه/ وویل،‌ چې افغان سرتېرو له ۱۳ ورځو اوږدې جګړې څخه وروسته طالبان د بدخشان له نیول شویو دوه ولسوالیو څخه واېستل.‌

د پوځي چارواکو په وینا،‌ طالبانو په زېباک او اشکشم ولسوالیو قبضه کړې وه،‌ خو امنیتي ځواکونو تر هغه وخته د هغوی پر ضد جګړه وکړه چې له دواړو ولسوالیو څخه ووتل.‌

په قلعه زال کې د طالبانو له خوا د می په ٦ مه د دغې ولسوالۍ له نیولو څخه وروسته هلته د هغوی موټر ښکاري. [فیسبوک]‌

په قلعه زال کې د طالبانو له خوا د می په ٦ مه د دغې ولسوالۍ له نیولو څخه وروسته هلته د هغوی موټر ښکاري. [فیسبوک]‌

افغان ولسمشر اشرف غني (منځ کې) د می په ۹ مه په شمالي ولایتونو کې د امنیتي وضعې په هکله له امنیتي چارواکو سره خبرې اترې کوي. [ټوېټر]‌

افغان ولسمشر اشرف غني (منځ کې) د می په ۹ مه په شمالي ولایتونو کې د امنیتي وضعې په هکله له امنیتي چارواکو سره خبرې اترې کوي. [ټوېټر]‌

په دوشنبه کې مېشت افغان پوه قاسم بېګ محمد کاروانسرای ته وویل،‌ «له هېواد سره نژدې د یاغیانو د مرکز موجودیت باید د اندېښنې خبره وي،»‌

هغه له منځنۍ اسیا او پاکستان څخه د نویو راغلیو [طالبانو]‌ په هکله د خبرو کولو پر وخت وویل،‌ «د نن ورځې طالبان د ۱۹۹۰مو کلونو طالبان نه دي.‌ مونږ دا اطمینان نشو لرلی چې د هغوی یوازنی هدف به افغانستان وي.»‌

ولسوالۍ په چټکۍ سره سقوط کوي

طالبانو یادې دوه ولسوالۍ په ځانګړې چټکتیا سره ونیولې. د اپریل په ۲۸ مه،‌ هغوی د بدخشان ولایت زېباک ولسوالي ونیوله.‌ زېباک د اشکشم ولسوالۍ جنوب ته د تاجکستان د کورواکي ولایت ګورنو - بدخشان په ۳۵ کیلومترۍ کې پرته ده.‌

مخکې له دې چې افغان سرتېرو د می د میاشتې په ۱۱مه زېباک بېرته ونیوله،‌ د اشکشم د ګاونډۍ ولسوالۍ او د تاجکستان اوسېدونکو کولی شوای چې په سرحد کې په عین نامه ولسوالۍ کې د جګړې ډزې واوري.‌

د تاجکستان د اشکشم ولسوال ذکر خدا صمدوف کاروانسرای ته وویل، «د افغانستان اشکشم ته په پرمختګ سره، اوس، طالبان کولی شي چې د پاکستان له سرحد نه نېغ په نېغه د تاجکستان سرحدونو ته ورسېږي.»

صمدوف وویل،‌ «مونږ داسې معلومات لرو چې له تاجکستان څخه د ۲۵ کیلومترو په فاصله کې جګړه موجوده ده.»

د می په ۶ مه،‌ طالبانو یوه بله سیمه -- د کندوز ولایت قلعه زال ولسوالي ونیوله.‌ قلعه زال د تاجکستان د ختلون ولایت له یوې طبیعي ځنګلي سیمې سره سرحد لري.‌

د قلعه زال په سقوط سره، طالبان اوس په کندوز کې په څلورو ولسوالیو کنټرول لري.‌

خو تاجک ځواکونه وایي چې هغوی په کلکه د سرحد ساتنه کوي.‌

د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ویاند محمد اولوګ خوجه یوف کاروانسرای ته وویل،‌ «مونږ هر څه له نژدې څخه څارو.‌ مونږ له هغه څه نه چې د سرحد پورې غاړه پېښېږي په بشپړ ډول خبر یو... مونږ تر اوسه داسې هېڅ هڅې نه دي لیدلي چې د افغانستان له خوا نه دې په تاجکستان باندې حمله وشي.»‌

تاجک او افغان ولسمشرانو سره خبرې وکړې

د افغان - تاجک سرحد په اوږدو کې د وضعې خرابی په دوشنبه کې له پامه نه دی غورځول شوی.‌

د رحمان د رسنیو د دفتر په وینا،‌ د می په ۵ مه،‌ تاجک ولسمشر امام علي رحمان او د هغه افغان سیال اشرف غني د وضعې په هکله په ټیلیفون سره خبرې اترې وکړې.‌

د رحمان د رسنیو د دفتر په وینا،‌ امام علي رحمان تاکید وکړ چې هغه په افغانستان کې روانه وضعه هره ورځ څاري او غني ته یې وویل چې تاجکستان حاضر دی چې له خپل ګاونډي سره د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.‌

غني له تاجکستان څخه د هغوی د دوامدار ملاتړ او په امنیتي چارو کې د مرستې له امله مننه وکړه.‌

له افغانستان سره د تاجکانو مرسته د سرحد په اوږدو کې په وروستیو جګړو کې ژوند ژغورونکې ثابته شوه.‌

په تاجکستان کې د اشکشم ولسوالۍ د روغتون سرطبیب پروېز بوراکوف کاروانسرای ته وویل،‌ «په ۲۰۱۲ کال کې، دواړو حکومتونو داسې یو تړون لاسلیک کړ چې د هغه په اساس په سرحدي سیمو کې مېشت افغان اتباع اجازه لري چې په تاجکستان کې روغتیایي درملنه ترلاسه کړي.‌ په ځانګړې توګه،‌ مونږ همېشه افغان عسکر د درملنې لپاره قبلوو.»‌

د اپریل په ۲۸مه،‌ هغه ۱۱ افغان عسکر چې په زېباک ولسوالۍ کې ټپیان شوي ول د بوراکوف روغتون ته راوړل شول، چې هلته د هغوی درملنه وشوه.‌ یو یې په روغتون کې مړ شو.

په رغېدلو افغانانو کې سیدقاسم د سیداعظم شاه زوی شامل وو چې په جګړه کې یې پښه ټپي شوې وه.‌

هغه کاروانسرای ته وویل، «مونږ شپږ ساعته جګړه وکړه،‌ خو له مونږ سره مهمات خلاص شول او په شاتګ مو وکړ.»‌

د حاجي علي په زوي کرم علي باندې دېوال رالوېدلی وو.‌

هغه کاروانسرای ته وویل، «مونږ په اشکشم کې په یوه ښوونځي کې را ایسار شوي وو.‌ د جګړې په ترڅ کې،‌ زمونږ دېوالونه را ونړېدل.‌ مونږ د دښمن ۱۸ کسان ووژل.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500