تروريزم

طالبان او داعش په افغانستان کې د پیسو او قلمرو په سر سره ونښتل

د سلیمان راپور

افغان محلي پولیس د ۲۰۱۷ د اپریل په ۸ مه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې چې طالبان په کې ډېر فعال دي، د یوه پوځي عملیات په ترڅ کې څار کوي. [نورمحمد/ ای اېف پي]

افغان محلي پولیس د ۲۰۱۷ د اپریل په ۸ مه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې چې طالبان په کې ډېر فعال دي، د یوه پوځي عملیات په ترڅ کې څار کوي. [نورمحمد/ ای اېف پي]

کابل -- چارواکي وایي، طالبان او د داعش اورپکي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په جګړه کې سره ښکېل دي، او هره ډله د دې وړتیا په ښودلو کې یوه له بلې سره سیالي کوي چې څنګه ملکي خلک لوټ او تالا کړي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وویل، چې په جوزجان ولایت کې د اپریل په یوه جګړه کې، د دواړو ډلو ۸۷ غړي ووژل شول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د شخړې په نتیجه کې ۷۲ طالب اورپکي د هغوی له دوه مهمو قوماندانانو سره یوځای ووژل شول، او ۵۷ تنه نور ټپیان شول، په داسې حال کې چې د داعش ۱۵ غړي هم ووژل ووژل شول او ۱۲ تنه نور یې ټپیان شول،»

هغه وویل، «سربېره پر دې، داعش د طالبانو ۱۰ غړي ژوندي ونیول،» او زیاته یې کړه چې، «ډېر امکان شته چې د دغو دوه ترهګرو ډلو تر منځ به لا سختې جګړې ونښلي.»

د خلکو لوټل

غفوري وویل، چې دواړه ډلې له خلکو نه د نغدو پیسو او نورو شتمنیو په غصبولو سره د خپلو ترهګریزو فعالیتونو لپاره ملاتړ ترلاسه کوي.

هغه وویل، «په قوش تېپه او درزاب ولسوالیو کې خواوشا ۱۰۰ د داعش غړي او له ۲۰۰ نه تر ۳۰۰ پورې طالبان موجود دي،» او زیاته یې کړه چې د هغو سیمو اوسېدونکي د یاغیانو له خوا لوټل کیږي.

غفوري وویل، دوه میاشتې مخکې، داعش درې ښځې یرغمل ونیولې او بیا یې اعدام کړې، او زیاته یې کړه چې اورپکو ۶۰ کورونو ته اور هم ورواچاوه.

د ځایي سرچینو په وینا، د راپورونو له مخې داعش په غلطۍ سره داسې فکر کړی وو چې هغه ښځې له محلي پولیسو سره کار کوي او هغوی یې د غچ اخیستنې په لوړ کې اعدام کړې.

د سیمې اوسېدونکو همدارنګه سلام ټایمز ته د داعش او طالب اورپکو له خوا هغوی ته د دوامدارو کړاوونو د جوړولو په هکله خبرې وکړې.

د قوش تېپې یوه پخواني اوسېدونکي شریف الله چې له سیمې څخه تښتېدلی او اوس په کابل کې اوسېږي، وویل، «پخوا طالبانو زمونږ د سیمې له اوسېدونکو نه په ورځ کې درې ځلې په زوره خواړه اخیستل. اوس طالبان او داعش دواړه دا کار کوي.»

هغه وویل، «هره میاشت، هره کورنۍ مجبوره ده چې دواړو ډلو ته لږ تر لږه ۵۰۰ افغانۍ (۷.۳۵ ډالره) ورکړي،» او زیاته یې کړه چې شتمنې کورنۍ مجبوروي چې زیاتې پیسې ورکړي.

د پیسو په سر لانجه

د جوزجان د امنیې قوماندان رحمت الله ترکستاني سلام ټایمز ته وویل، چې دغو دوه ډلو د ځایي غلاوو او لوټنو په سراو وروسته له هغه چې داعش د طالبانو درې قوماندانان ووژل، په خپلو کې سره جګړه پیل کړه.

هغه وویل، «د پیسو د ورکولو لپاره د قوش تېپې او درزاب د اوسېدونکو له مجبورولو څخه وروسته، یو شمېر طالبان د اپریل په ۱۹مه له هغو سیمو څخه راستنېدل چې داعش ورته کمین ونیو او له هغه وخت نه جګړه پیل شوه.»

هغه زیاته کړه، «د دغه ټکر یو بل دلیل د داعش له خوا د اپریل په ۱۵مه د طالبانو د درې مهمو قوماندانانو وژنه وه. هغه درې واړه د نشه ییزو توکو قاچاقچیان هم ول.»

هغه وویل، «په جوزجان کې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې لپاره تیار دي چې د داعش او طالبانو په ترهګرو ډلو باندې عملیات ترسره کړي،» او زیاته یې کړه چې په دغه ولایت کې به «ډېر ژر» د خالد په نامه عملیات پیل شي.

دا مهال عسکر په ۱۳ ولایتونو کې عملیات ترسره کوي، او د طالبانو او داعش عناصر په نښه کوي.

نور تاوتریخوالی هم ممکن دی

په ولسي جرګه کې د درزاب استازی عبدالستار درزابي وایي، په جوزجان کې د اورپکو له خوا په قاطع توګه د غلاوو له ختمولو څخه پرته، کېدای شي چې په ستونزه لرونکو ولسوالیو کې تاوتریخوالی له بد نه بدتر شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو له هغو سیمو څخه چې هغوی په کې کنټرول درلود له اوسېدونکو څخه په زور سره عشر او زکات راټولولو، خو اوس، داعش هم د عشر او زکات راټولول پیل کړي دي، چې دا کار د طالبانو لپاره د منلو وړ نه دی.»

هغه وویل، له اوسېدونکو څخه په دې ډول د پيسو د په زور اخیستلو د سیالۍ له امله، «دا امکان شته چې د دغو ډلو تر منځ لا نور خونړي جنګونه رامنځته شي.»

درزابي وویل، «په یوه یا دوه میاشتو کې، به فصلونه واخیستل شي. له دې امله هره ډله هڅه کوي چې بلې ته ماتې ورکړي، او وکولی شي چې په یوازې سر د فصلونو عشر او مرستې ټولې کړي.»

هغه وویل، «ملکي خلک د داعش او طالبانو له ترسره کېدونکو عملونو څخه ډېر په تنګ راغلي دي،»

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي سید جمیل سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ خلک له داعش او طالبانو څخه په دوامداره وېره کې ژوند کوي. زه هیله لرم چې هغوی په خپلو کې جګړې ته سره دوام ورکړي او یو بل سره ووژني.»

هغه وویل، «زه په حکومت تاکید کوم چې څومره ژر چې ممکنه وي په درزاب کې دې عملیات پیل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500