رسنۍ

افغانانو په جلال اباد کې د ملي راډېو تلوېزیون پر ودانۍ د داعش د حملې په وړاندې په غوسه غبرګون وښود

د ای اېف پي او سټاف راپور

افغان امنیتي ځواکونه د می په ۱۷مه په جلال اباد کې د ځانمرګي بمي برید په ساحه کې ځای پرځای کېږي. په دغه ترهګریز برید کې لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول. [نورالله شېرزاد/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د می په ۱۷مه په جلال اباد کې د ځانمرګي بمي برید په ساحه کې ځای پرځای کېږي. په دغه ترهګریز برید کې لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول. [نورالله شېرزاد/ای اېف پي]

جلال اباد -- چارواکو او عیني شاهدانو وویل، چې ځانمرګو بمي بریدګرو د چارشنبې په ورځ / د می ۱۷مه/ د افغانستان په جلال اباد ښار کې د ملي تلوېزیون په سټېشن حمله وکړه، او په داسې حال کې چې ژورنالستان دننه بند پاتې ول، ۶ کسان یې د ټوپک په ډزو او چاودنو کې ووژل.

د افغانستان په راډېو تلوېزیون باندې په دغې څلورساعته اوږده حمله کې لږ تر لږه ۱۷ کسان ټپیان شول.‌ دا په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د رسنیو په کارکوونکو باندې د حملو د لړۍ یوه تازه کړۍ ښیي.‌

داعش په ننګرهار ولایت کې د دغې حملې مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

د ننګرهار والي ګلاب منګل خبریالانو ته وویل، «څلور بریدګرو حمله وکړه -- یوه خپل ځان په دروازه کې والوزاوه، او پیره دار یې وواژه.‌ درې تنه نور ودانۍ ته ننوتل خو وروسته له هغه چې زمونږ امنیتي ځواکونو د هغوی پر ضد څلورساعته جګړه وکړه، ووژل شول،»‌

هغه زیاته کړه، «د ۴ ملکیانو او ۲ پولیسو په شمول شپږ کسان ووژل شول او ۱۷ تنه نور ټپیان شول،»‌ یوه روغتیایي کارکوونکي ای اېف پي ته وویل، چې د هغو کسانو چې روغتون ته ور وړل شوي ول ډېر یې د توپک په ډزو لګېدلي ول.

د ملي راډېو تلوېزیون یوه عکاس وویل، سم چې د ټوپکو ډزې شروع شوې هغه له ودانۍ څخه وتښتېد، خو د هغه ډېر همکاران تر هغه وخته دننه ایسار پاتې شول چې سرتېرو ټول اورپکي ووژل.‌

غوسه

ځایي کتونکو په داسې یوه هېواد کې چې ډېر ژورنالستان په کې وژل شوي دي د وروستۍ ترهګریزې حملې په وړاندې په غوسه سره غبرګون وښود.‌

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي سلام ټایمز ته وویل،‌ «د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه ملکي ساحه باندې شوې دغه حمله په سختو ټکو غندي.‌ مونږ له حکومت نه غواړو چې د دغه ډول عملونو مرتکبینو ته سزا ورکړي.»‌

د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحادیې رییس فهیم دشتي سلام ټایمز ته وویل، «په رسنیو باندې حملې له ټولو معقولو ارزښتونو څخه سرغړونه ده. مونږ له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره کار کوو چې رسنۍ خوندي کړي.»‌

په کابل کې یوه ژورنالست خیرالله سلام ټایمز ته وویل، «دا لومړی ځل نه دی چې ترهګرو افغان ژورنالستان په نښه کړل. هغوی د ټول بشریت پر ضد دي.»‌

په ننګرهار کې د داعش پر ضد جګړه

د داعش یاغیان، په ننګرهار ولایت کې چې جلال اباد یې مرکز دی، فعال دي.‌

د متحده ایالاتو اردو تېره میاشت په ننګرهار کې د داعش په مرکزونو باندې د ټولو بمونو مور بم (GBU-43/B) وغورځاوه، چې د افغان حکومتي چارواکو په وینا تر ۹۰ پورې اورپکي یې ووژل. دغو چارواکو وویل چې په یاده بمبارۍ کې ملکي خلکو ته هېڅ تلفات ور وانه وښتل.‌

په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو په وینا، تښتېدنو او د جګړې په ډګر کې وروستیو زیانونو په سیمه کې د داعش د کسانو حضور له ۳۰۰۰ جنګیالیو څخه په اعظمي توګه ۸۰۰ جنګیالیو ته راټیټ کړی دی.‌

د رسنیو لپاره مرګونی هېواد

د چارشنبې د ورځې برید د افغان رسنیو په اداره باندې د اورپکو تر ټولو وروستی برید دی.‌

د افغان ژورنالستانو د خوندیتابه د کمېټې (AJSC) په وینا، په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې ژورنالستانو ته تر ټولو ډېر تلفات ور واوښتل.‌دغه کمېټه وایي، چې دغه هېواد د خبریالانو لپاره له سوریې څخه وروسته په نړۍ کې تر ټولو ډېر خطرناک هېواد دی.‌

د افغان ژورنالستانو د خوندیتابه کمېټې (AJSC) وویل، تېر کال په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۳ ژورنالستان ووژل شول.‌ دا کمېټه ادعا کوي چې لږ تر لږه د ۱۰ کسانو د وژنې تر شا د طالبانو لاس وو.‌

د تېر کال په جنورۍ کې،‌ د طلوع د مشهور تلوېزیوني چینل،‌ چې ډېر وختونه په یاغیانو باندې انتقادونه کوي، ۷ کارمندان په کابل کې د طالبانو په ځانمرګي بمي برید کې ووژل شول.‌

دا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو راهیسې د افغان رسنیو په یوه اداره باندې تر ټولو لویه حمله وه.‌

[له کابل څخه نجیب الله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه تحلیل او هراړخیزه لیکنه ده. یوه خبره ده چې په فیسبوک ستاسو د لایک کوونکو شمېر کم دی. که تاسو خپل د فیسبوک پوښښ زیات کړئ خبرونه او راپورونه به مو ډېرو خلکو ته ورسېږي. مننه

ځواب ورکړئ