تروريزم

نیازبي بي په افغانانو تاکید کوي چې د داعش پر ضد راپورته شي

د سلیمان راپور

ولسمشر اشرف غني د اپریل په میاشت کې نیاز بي بي ته د اعزاز مډال ورکوي. د ننګرهار ولایت د دغې اوسېدونکې درې زامن او درې لمسیان داعش وژلي دي. [عکس د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه]

ولسمشر اشرف غني د اپریل په میاشت کې نیاز بي بي ته د اعزاز مډال ورکوي. د ننګرهار ولایت د دغې اوسېدونکې درې زامن او درې لمسیان داعش وژلي دي. [عکس د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه]

کابل -- داعش د تېر جولای په میاشت کې د نیاز بي بي درې زامن او درې لمسیان ووژل، خو هېڅ شی به هم هغه د دغې ترهګرې ډلې پر ضد له خبرو کولو څخه را ونه ګرځوي.‌

ځایي رسنیو راپور ورکړ، چې داعش د نیاز بي بي په کور له دې امله حمله وکړه چې د هغې ځینې زامنو له افغان محلي پولیسو سره کار کاوه.‌

دغې د ۱۲ بچیانو ۵۵ کلنې مور وویل، چې د داعش اورپکو د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د قلاجات په کلي کې د هغې په کور حمله وکړه.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «هغوی زما درې زامن او درې لمسیان زمونږ په مخکې وویشتل، بیا هغوی زما د زامنو سرونه پرې کړل.»

هغې وویل، «د هغوی بهانه دا وه چې مونږ له حکومت سره همکاري کړې ده. مونږ په قانوني توګه له خپل کور، سیمې او ځایي خلکو نه دفاع کوله.»

'د داعش پر ضد راپاڅېږئ'

نیاز بي بي وویل، «زما زامن د دې لپاره له محلي پولیسو سره یوځای شول او د داعش پر ضد یې جنګ کاوه چې له خپلې خاورې او د ننګرهار د اوسېدونکو د ژوند او عزت څخه دفاع وکړي. زه مې په خپلو زامنو افتخار کوم چې داعش ته په ماتې ورکولو کې یې خپل رول ولوباوه او شهیدان شول.»

هغې وویل، «زه په نورو افغان میندو او په عمومي توګه په نورو افغانانو باندې تاکید کوم چې د داعش پر ضد دې راپورته شي او له منځه دې یې وېسي.»

د تېر کال په بهیر کې، افغان او نړیوالو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې له تقریبا ټولو سنګرونو څخه داعش پسې اخیستی دی.

نیاز بي بي وویل، «له نېکه مرغه، اوس داعش زمونږ له سیمې څخه وتلی دی، او زمونږ کلی په بشپړ ډول خوندي دی. مونږ بیا په خپل کور کې اوسېږو.»

هغې د هغې ضربې په هکله د خبرو کولو پر وخت چې هغې او کورنۍ ته یې ور رسېدلې ده، وویل، «مونږ به هېڅکله دغه فاجعه هېره نه کړو،»

«مونږ له حکومت څخه غواړو چې هېڅکله پرې نه ږدي چې داعش بیا ننګرهار ته راستون شي.»

په عین ډول د انتقام اخیستنې لپاره هوډ

د نیاز بي بي دوه پاتې زامنو ژمنه کړې چې د داعش پر ضد جګړې ته به دوام ورکړي.

د نیاز بي بي یوه زوی سید امین سلام ټایمز ته وویل، «اورپکو زما ورونه ملک محمد امیر، محمد زمین او محمد کمین د هغوی د مېرمنو او بچیانو په مخکې وویشتل،»

هغه وویل، «تر دې چې هغوی زما په ورېرونو باندې هم سرپه ونه کړه. هغوی محمدخان، ګل امین او تحویلدار وویشتل،»

نوموړي وویل، له یوه وژل شوي ورور نه مې «د ۴ نجونو په شمول ۹ ماشومان» پاتې شول، په داسې حال کې چې له نورو دوو نه په ګډه ۹ ماشومان پاتې شول.

سید امین وویل، «که څه هم چې داعش زما د کورنۍ ۶ غړي په دې نامه چې له حکومت سره یې کار کاوه ووژل، خو زما یو بل ورور په پولیسو کې کار کوي. که هغه ورور مې هم شهید شي، زه به د هغه پر ځای ورشم او د داعش پر ضد به جګړه وکړم.»

د هغه ورور، عتیق الله، چې له افغان محلي پولیسو سره کار کوي، د تېر جون په میاشت کې د داعش پر ضد جګړه کې ټپي شو. اوس هغه په بشپړ ډول بېرته رغېدلی او بېرته خپل کار ته تللی دی.

عتیق الله سلام ټایمز ته وویل، «زه به تر خپلې وروستۍ سلګۍ پورې د داعش پر ضد وجنګېږم. زه به تر هغه وخته پورې وجنګېږم چې ننګرهار ته امنیت راشي. زه غواړم چې خپل یتیمان ورېرونه داسې وګورم چې وکولی شي د داعش له وېرې پرته ښوونځي ته لاړ شي.»

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو، د خلکو په همکارۍ، زمونږ سیمې د داعش له غړو څخه پاکې کړي دي،»

د سید او عتیق الله یوه وراره هم هوډ څرګند کړ چې داعش ته به ماتې ورکړي.

۱۰ کلن اسدالله چې د ارواښاد ملک محمد امیر د ۹ ماشومانو له ډلې څخه دی، سلام ټایمز ته وویل، «له هغه وخت نه ډېرې ورځې وشوې چې ما وروستی ځل خپل پلار ولید. کله چې زه لوی شم، زه به انتقام واخلم.»

ټول ولایت به جګړه وکړي

کتونکي وایي، د ننګرهار خلک داسې اراده نه لري چې داعش ته دې اجازه ورکړي چې بیا ورته ښه راغلاست وویل شي.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «هغوی د داعش پر ضد جګړه او هغوی ته په ماتې ورکولو کې یو فعال او مؤثر رول» لوبوي. نوموړي وویل، «د ننګرهار سلګونو میندو په ملي اردو، ملي پولیسو او محلي پولیسو کې د خپلو زامنو نوم لیکنه کړې ده.»

رادمنش وویل، کله چې په ۲۰۱۵ کال کې په لومړي ځل داعش په ننګرهار کې راڅرګند شو، د دغه ولایت اوسېدونکو په چټک او سخت ډول غبرګون وښود. نوموړي زیاته کړه، چې له امنیتي ځواکونو سره د هغوی همکاري د دې سبب شوه چې داعش په ننګرهار کې مات کړای شي.

د افغانستان د ښځو د شورا مؤسسې او رییسې فتانې ګېلاني وویل، «کله چې داعش د ننګرهار ولایت په ځینې برخو کې موجود وو، هغوی یو شمېر بدترین وحشتونه ترسره کړل. هغوی سلګونه ملکي خلک ووژل... ډېر یې یتیمان کړل، ډېرې ښځې یې وتښتولې او سلګونه کورونه یې وسوزول.»

فتانې، چې پخپله هم مور ده، سلام ټایمز ته وویل، «د تاریخ په اوږدو کې، افغان ښځو د ډېرو زیاتو بچیانو قربانۍ ورکړي چې افغانستان خوندي وساتي او دفاع ترې وکړي،»

هغې وویل، «نیاز بي بي او د هغې په څېر سلګونو نورو میندو خپل اولادونه له لاسه ورکړل چې په نتیجه کې یې داعش په ننګرهار کې مات کړای شو،»

د نیاز بي بي د نه منلو وړ سخت زیانونه د دې سبب شول چې هغه د اپریل په میاشت کې په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره وګوري.

نیاز بي بي ته، چې د ننګرهار والي ګلاب منګل او یو شمېر نور ولایتي مشران او دیني عالمان هم ورسره ول، د غني له خوا تسلیت وړاندې شو او هغې ته یې د هغې د زړورتیا له امله د ملالې عالي دولتي مډال ورکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

محترمې مورې! زه د یوه افغان ځوان په توګه په تا افتخار کوم. خدای تعالی دې تاته صبر درکړي. خدای دې د دین ټول دښمنان هلاک او برباد کړي، ان شاء الله! زمونږ میندې به تر څو پورې خپل ماشومان له لاسه ورکوي، او تر څه وخته پورې به زمونږ ماشومان خپلې میندې له لاسه ورکوي؟ که د خدای رضا وه، یوه ورځ به راشي چې سوله او ارامي به زمونږ په ټول هېواد حاکم شي.

ځواب ورکړئ

نیازبي بي ته د ملالې د مډال ورکړه ښه اقدام دی، لاکن د هغې لمسیان دې ته تشویقول چې د هغوی د مړو انتقام واخلي منفي فکر پراخوي. په کار دی چې د هغې لمسیان خصوصا هغه چې لږ عمرونه لري کتاب، قلم، ښوونځي ته سوق کړای شي. څومره چې انتقامونو ته تشویقول کیږي هومره به په افغانستان کې وینې تویېدل دوام کوي. بله خبره دا ده چې امریکا باید له افغانستان سره د صداقت او ریښتنولۍ معامله وکړي او د دغو په پاکستان کې جوړو داعشیانو چې له اصلي داعش سره فرق لري پر ضد لاس په کار شي. خو کله چې خبرونه وایي چې ټرمپ هیلري کلنټن ته ویل چې داعش هغې جوړ کړی یا دا چې د افغانستان شمال ته د داعش کسان په الوتکو کې لېږدول کیږي دا نو بیا داسې تشویشونه دي چې د حل لاره یې موندل سخت دي ځکه د دې معنی دا ده چې امریکایان هم په دې معامله کې لاس لري. په کار دی چې امریکا د نړۍ د زبرځواک په توګه په نړۍ کې د سولې د راوستلو او دنړۍ د ښېرازۍ لپاره کار وکړي، نه د پاکستان په څېر د ترهګرو د ملاتړ لپاره.‌

ځواب ورکړئ