امنیت

په ننګرهار کې د داعش اورپکي د حقیقت په درک کولو سره د سولې پروسې سره یوځای شول

د سلیمان راپور

وفادار چې د داعش قوماندان وو او په ننګرهار کې تسلیم شوی دی، په یوه بې نېټې عکس کې ښودل کیږي. [د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ له خوا اخیستل شوی عکس]

وفادار چې د داعش قوماندان وو او په ننګرهار کې تسلیم شوی دی، په یوه بې نېټې عکس کې ښودل کیږي. [د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ له خوا اخیستل شوی عکس]

کابل -- د ننګرهار د ولایتي چارواکو په وینا، هغه افغانان چې د داعش له خراسان څانګې سره یوځای شوي ول د خپلو لارو غلطي درک کوي.

په وروستیو اونیو کې، د داعش له یو درجن نه ډېر غړي له دغې ډلې څخه وتلي او ژمنه یې کړې چې د سولې پروسې سره یوځای شي، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر نور یې په روانو امنیتي عملیاتو کې نیول شوي یا وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، «وفادار، چې د داعش قوماندان او په نېک عمل باندې مشهور وو، پخوا د ننګرهار ولایت په کوټ، هسکه مېنه او چپرهار ولسوالیو کې د افغانستان د حکومت پر ضد په ترهګریزو او ویجاړوونکیو عملیاتو کې ښکېل وو،»

وفادار اعتراف وکړ چې هغه مخکې له دې چې له داعش سره افغانستان ته د دغې ډلې په راتګ سره یوځای شي، د طالبانو په لیکو کې کار کاوه او تخریبي فعالیتونه به یې ترسره کول.

خوګیاڼي خبریالانو ته وویل، چې د وفادار په تسلیمۍ پسې سمدلاسه د یوه قوماندان په شمول د داعش ۱۲ غړو خپلې وسلې تسلیم کړې او د سولې پروسې سره یوځای شول.

خامه پرېس د می په ۵ مه راپور ورکړ، چې د یادې ډلې سرګروپ، تاویزخان، وویل چې وروسته له هغه چې نوموړی په حقیقت خبر شو، پرېکړه یې وکړه چې داعش پرېږدي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي. هغه ژمنه وکړه چې د افغانستان د پرمختګ لپاره به کار وکړي.

خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، د دې لپاره چې اورپکي تشویق شي چې خپلې وسلې په ځمکه کېږدي، حکومت ژمنه کړې چې د طالبانو او داعش افغان غړو ته چې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې پروسې سره یوځای کېږي، کاري فرصتونه، امنیت او یو څه مالي مرسته برابره کړي.

د داعش افراطي ظلم

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وویل، «وفادار، چې ۱۵ اورپکو د هغه تر قوماندې لاندې کار کاوه، په هغو ترهګریزو فعالیتونو، ظلمونو او وحشتونو باندې چې هغه د داعش د یوه غړي په توګه ترسره کړي ول، سخته پښېماني څرګنده کړه،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه وعده وکړه چې هغه به بیا له داعش سره یوځای نشي او نه به یې ملاتړ وکړي، او پرځای به یې هغه له یادې ترهګرې ډلې څخه د ننګرهار د خلکو او حکومت دفاع وکړي،»

وفادار وویل، د بې ګناه خلکو په وړاندې د ترهګرو سخت ظلمونه یو له هغو دلایلو څخه وو چې هغه دغه ډله پرېښوده.

هغه وویل، د داعش غړي خپل ځانونه له ملکي خلکو نه د پیسو او ملکیتونو د ترلاسه کولو، او همدارنګه له پټیو او باغونو څخه د حاصلاتو د ټولولو له لارې تمویلوي، او زیاته یې کړه چې یاده ډله د اسلام له نامه نه په استفادې سره وحشتونه او ډله ییزې وژنې ترسره کوي.

'د سولې دروازې پرانستې دي'

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند نجیب الله ازاد وویل، «جګړه او تاوتریخوالی کېدای شي چې د افغانستان او افغانانو لپاره لا نورې ویجاړتیاوې او تاوانونه رامنځته کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغانان او افغان حکومت به هېڅکله داعش یا طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې خپلو هدفونو ته ورسېږي، له دې امله، د داعش یا طالبانو د هغو غړو لپاره چې د سولې پروسې سره یوځای کیږي، خپلې وسلې پرځمکه ږدي او د افراطیت او ترهګرۍ په نسبت سوله ییز ژوند غوره کوي، د سولې دروازې پرانستې دي.»

ازاد وویل، «طالبان له ۱۶ کالو راهیسې د افغان حکومت پر ضد جګړه کوي، چې نتیجه یې یوازې د افغانستان ویجاړتیا او د افغانانو لپاره د بدبختیو رامنځته کول وو،»

هغه وویل، «داعش د خپل لنډمهالي حضور په ترڅ کې، چې اوس د بشپړ زوال حالت ته نژدې شوی دی، وژنې او جنایتونه ترسره کړي، خو هېڅ یې لاس ته نه دي وروړي،»

د کوټ ولسوالۍ یوه ۲۵ کلن دوکاندار حبیب الرحمان وویل، «یوازې په کوټ ولسوالۍ کې، په لسګونو هغه افغانان چې له داعش سره یوځای شوي ول د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول، او اوس د هغوی کورنۍ له بې شمېره ستونزو سره مخامخ دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه افغانان چې د داعش غړي دي باید نور د خپلو ښځو او بچیانو راتلونکی له خطر سره مخامخ نه کړي. پرځای یې، هغوی باید له خپلو کورنیو سره یوځای شي او د نورو افغانانو په څېر له یوه سوله ییز او نېکمرغه ژوند څخه خوند واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که حقیقت څرګند شي او خلکو ته په رښتینې توګه ورسېږي، بیا به ټولې پټې ارادې ښکاره شي.

ځواب ورکړئ