رمضان

افغانانو له داعش او طالبانو نه وغوښتل چې د روژې پر وخت حملې ودروي

د سلیمان راپور

افغان ماشومان د می په ۲۱ مه د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ تېرېږي. افغانان له داعش او طالبانو څخه غواړي چې د روژې په بهیر کې له تاوتریخوالي نه لاس واخلي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان ماشومان د می په ۲۱ مه د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ تېرېږي. افغانان له داعش او طالبانو څخه غواړي چې د روژې په بهیر کې له تاوتریخوالي نه لاس واخلي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- افغانان له طالبانو او داعش څخه غواړي چې د روژې مبارکې میاشتې ته درناوی وښیي او ځانمرګي بریدونه، بمي چاودنې او د ترهګرۍ نور کارونه ونه کړي.

افغان عالمان وایي، روژه د عبادت او برکت میاشت ده، او دا چې الله تعالی د دې میاشتې د ټولو نېکیو ثوابونه ورکوي، دغسې ترسره کېدونکي ګناهونه هم ډېرغټ ګڼل کیږي.

افراطیت له اسلام سره د تطابق وړ نه دی

د افغانستان د علماوو د شورا ویاند محمد قاسم حلیمي سلام ټایمز ته وویل، «روژه د اسماني رحمت، خلوص، بخښنې، له ګناهونو څخه د ځان ساتنې، توبې اېستلو، او د ښو عملونو ترسرکولو ته د ورګرځېدلو میاشت ده،»

حلیمي وویل، «الله تعالی په صریح ډول وایي، 'روژه زما لپاره ده، او زه به یې اجر ورکوم،' د الله تعالی دا روښانه وینا د هغو خلکو لپاره، چې روژه لمانځي، نیسي او له ګناهونو څخه ځان ساتي، اخروي اجر بیانوي.»

هغه وویل، د دغو افراطي ډلو عملونه په بشپړ ډول د روژې له روحیې سره د تطابق وړ نه دي.

د حلیمي په وینا، د روژې له مبارکې میاشتې نه د داعش تفسیر او د روژې د اړوندو فعالیتونو او مراسمو ممانعت «د اسلامي شریعت پر ضد» دي.

هغه وویل، «د روژې د میاشتې په بهیر کې د دغو افراطي ډلو له خوا ترسره کېدونکي ترهګریز فعالیتونه د بشري او اسلامي ارزښتونو پر ضد کارونه دي، او د دغه ډول ګناهونو دروندوالی د هغو ګناهونو په نسبت چې د کال په نورو وختونو کې کېږي څو ځلې ډېر زیات دی،»

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح سلام ټایمز ته وویل، «د روژې د میاشتې په ترڅ کې له مذهبي عبادتونو او دودونو څخه د خلکو مخنیوی له افغاني کلتور او رواج سره په ټکر کې دی،»

د ننګرهار ولایت د جلال اباد یوه اوسېدونکي محمد یوسف وویل، «له بده مرغه، داعش او طالبانو هېڅکله هم مبارکو ورځو او میاشتو ته درناوی نه دی ښودلی، جوماتونه یې په نښه کړي او بې ګناه خلک یې د لمانځه پر وخت وژلي دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له دغو ډلو څخه غواړو چې لږ تر لږه د روژې په میاشت کې پرېږدي چې د افغانستان مسلمان خلک په یوه خوندي چاپېریال کې، چې هلته چاودنې او ځانمرګي بریدونه نه نوي، عبادت وکړي او دغه مبارکه میاشت په صحیح توګه ولمانځي،»

امنیتي ځواکونه دې ته تیار دي چې عبادت وکړي او نور خوندي کړي

د دفاع وزارت یوه ویاند محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «الحمدلله، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه مخلص، متقي مسلمانان دي، چې په اسلامي اساساتو او ارزښتونو بشپړ باور لري،»

هغه وویل، «د افغاني ټولنې د نورو غړو په څېر په روژه نیولو او عبادت کولو سربېره، دغه ځواکونه دا اسلامي او افغاني دنده لري چې خپل خلک او خپل هېواد خوندي کړي،»

هغه وویل، «که داعش، طالبان، یا بله ترهګره ډله خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي او خلک د خپلو عبادتونو له ترسره کولو څخه راوګرځوي، بیا به امنیتي ځواکونه د مخکې په څېر یو ځل بیا پر هغوی حملې وکړي،»

په تېرو کلونو کې، افغان حکومت له اورپکو څخه غوښتي وو چې د روژې په بهیر کې له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي، خو هېڅ ګټه یې نه وه کړې.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش تېر کال د روژې میاشتې په پیل کې وویل، «که طالبان په اسلام باور لري، هغوی باید په روژه کې تاوتریخوالی، ترهګري او د بې ګناه خلکو وژنه ودروي،»

افغانستان ټایمز د ۲۰۱۶ د جون په ۸ مه راپور ورکړ، چې نه یوازې دا چې طالبانو د حکومت دا غوښتنه رد کړه، بلکه دا ژمنه یې هم وکړه چې په عالمانو، د پارلمان پر غړو او بې ګناه افغانانو به بریدونه وکړي.

تمه ده چې د سږ کال روژه به د جمعې په شپه /د می ۲۶ مه/ شروع شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په کار دی چې ټول وسله وال ګروپونو د روژې د مبارکې میاشتې درناوی وکړي او نه یوازې په روژه کې بلکه د تل لپاره د بې ګناه افغانانو وژل ودروي.‌ افغان ملي اردو او امریکایي ځواکونه دې هم په روژه کې د وسله والو پر وړاندې له تعرضي بریدونو نه ډډه وکړي چې د هغوی دا بهانه هم ختمه شي چې ګوا دفاعي عمل ترسره کوي او په نتیجه کې یې روژه په خوله بې ګناه خلک ووژل شي.‌

ځواب ورکړئ