امنیت

په افغانستان کې د داعش تلفات ډېر شوي دي

د نجیب الله راپور

افغان امنیتي ځواکونه د می په ۲۱مه د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش د عملیاتو په ترڅ کې ګزمه کوي. امنیتي چارواکي وایي، چې عسکرو په وروستیو عملیاتو کې د داعش لږ تر لږه ۷۰ غړي وژلي دي. [نورالله شېرزاده/ای ایف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د می په ۲۱مه د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش د عملیاتو په ترڅ کې ګزمه کوي. امنیتي چارواکي وایي، چې عسکرو په وروستیو عملیاتو کې د داعش لږ تر لږه ۷۰ غړي وژلي دي. [نورالله شېرزاده/ای ایف پي]

کابل -- داعش په افغانستان کې د خپل فعالیت له پیل راهیسې درنې ماتې خوړلې دي، او افغان امنیتي ځواکونه اراده لري چې دغې چارې ته دوام ورکړي.

چارواکي وایي، په افغانستان کې د دې ډلې هیلو هېڅ ځای نه دی نیولی، او د پرله پسې نظامي عملیاتو په واسطه یې مخه نیول کیږي.

داعش د ۲۰۱۵ په جنورۍ کې د خراسان په نامه د خپلې څانګې د جوړښت اعلان وکړ چې په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي.

د افغان ملي اردو د لوی درستېز مرستیال جنرال مرادعلي مراد د اپریل په میاشت کې په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې په پیل کې د دغې ترهګرې ډلې ستراتیژیک مرکز د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې وو او وړو ګروپونو یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه کول.

مراد وویل، خو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو هوایي او ځمکنیو بریدونو په ننګرهار کې د داعش پاخه سنګرونه ویجاړ کړل.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري دغه ارزونه تایید کړه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «داعش په خپلو پلانونو کې ناکام شو. هغوی د افغانستان په ټولو ولایتونو کې چې هغوی په کې فعالیتونه شروع کړي ول، مات کړای شول.»

افغانان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، او داعش ردوي

وزیري وویل، «له نېکه مرغه، افغانانو له خپلو امنیتي ځواکونو سره د داعش پر ضد جګړه کې مرسته وکړه،»

تحلیلګران وایي، دغه فزیکي او اخلاقي ملاتړ -- چې په افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د افغانانو د اعتماد په نتیجه کې رامنځته شوی او د داعش د ظلمونو پر ضد د هغوی نفرت -- مرسته کړې چې د دغې ډلې د ریښو ځغلولو مخه ونیول شي.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي پخوانی استاد فاروق بشر وایي، د اسلام هغه افراطي تفسیر چې داعش یې ملاتړ کوي په افغانستان کې هېڅ ځای نه لري، او له همدې امله دغه ګروپ په دې کې پاتې راغی چې په ځان باندې ډېر پلویان ورټول کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغانان اکثر متقي او معتدل مسلمانان دي چې خپلو کلتوري او محلي ارزښتونو ته ژمن دي. په دغه دلیل، د داعش عملونه خلکو ته د منلو وړ نه دي.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، د دې ښه ثبوت هغه ولسي پاڅونونه دي چې د یادې ډلې پر ضد وشول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ننګرهار خلک د داعش پر ضد جګړه کې د هېواد امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ودرېږي،»

د تلفاتو ډېرېدل

وزیري وویل، سربېره پر دې چې داعش په دې کې پاتې راغی چې کوم د پام وړ قلمرو لاندې کړي، تر څنګه یې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د دغې ډلې رهبرۍ ته درانه تلفات ورواوښتل.

د داعش د خراسان لومړنی مرستیال مشر ملا عبدالرؤف خادم د ۲۰۱۵ د فبرورۍ په ۹مه په هلمند ولایت کې ووژل شو.

حافظ سعیدخان چې د ۲۰۱۵ په جنورۍ کې د داعش د خراسان د امیر په توګه مقرر شوی وو، د ۲۰۱۶ د جولای په ۲۶مه په اچین ولسوالۍ کې ووژل شو.

افغان او امریکایي پوځي چارواکو تایید کړه، چې د داعش د خراسان مشر عبدالحسیبچې په سعیدخان پسې راغلی وو، د سږکال د اپریل په ۲۷مه په ننګرهار ولایت کې د هغه په برخلیک اخته شو.

د ملي امنیت ریاست د می په ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې حسیب او له هغه سره د داعش لږ تر لږه ۳۵ نور قوماندانان او جنګیالي په ننګرهار ولایت کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په یوه عملیات کې ووژل شول.

د ملي امنیت د ریاست د خبرپاڼې په اساس، د داعش په وژل شویو غړو کې ۱۳ د دغې ډلې قوماندانان ول چې ۷ په کې پاکستاني، ۴ ازبکستاني او ۲ نور تاجکستانیان ول.

باختر خبري اژانس په هغه وخت کې د ولایت د پولیسو له قوله راپور ورکړ چې په جوزجان ولایت کې، امنیتي ځواکونو د فبرورۍ په میاشت کې د داعش یو قوماندان، قاري قدرت الله، او د هغه درې کسان ووژل.

په زابل کې د افغان ملي اردو قوماندان ډګروال صدیق الله صابري وویل، د اپریل په ۲۵مه سرتېرو په پوځي عملیاتو کې، په زابل ولایت کې د داعش مؤسس خالد اخونزاده او ورسره د هغه ۵ پلویان ونیول.

د داعش پر ضد عملیات دوام مومي

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې هم د داعش پر ضد عملیات ترسره کوي. په وروستیو کې هلته داعش له یو شمېر هزاره مشرانو او همدارنګه له درې ښځو او یوه ماشوم نه سرونه پرې کړل.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني سلام ټایمز ته وویل، چې «د غضنفر په نامه د طالبانو یو پخوانی قوماندان، چې له داعش سره یوځای شوی وو، د هغه له یو شمېر کسانو سره یوځای په وروستیو کې ووژل شو،»

هغه وویل، «د طالبانو پر پخوانیو غړو سربېره، چې اوس له داعش سره یوځای شوي دي، یو شمېر بهرني ترهګر هم په دې ولسوالۍ کې موجود دي،» هغه زیاته کړه، «د هغوی پر ضد عملیات دوام کوي.»

د داعش پر ضد روان عملیات چې له څو میاشتو راهیسې په ننګرهار ولایت کې ترسره کیږي وروسته له هغه پياوړي شول چې د متحده ایالاتو پوځ د دغه ولایت په یوه لیرې پرته سیمه کې د داعش په تر ځمکې لاندې شبکو باندې خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم وغورځاوه.

د افغان چارواکو په وینا، دغه بم د داعش خواوشا ۹۰ اورپکي ووژل. چارواکو وویل چې پېښې ملکي تلفات نه درلودل.

د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «د ننګرهار ولایت په اچین، مومند دره او هسکه مېنه ولسوالیو کې د داعش پر ضد عملیات په بریالیتوب سره روان دي،»

هغه وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د داعش او نورو ترهګرو پر ضد په هر هغه ځای کې ګامونه اخلي چې هلته هغوی یو ګواښ جوړوي،» او زیاته یې کړه چې په ننګرهار، کونړ، سرپل، زابل او غور ولایتونو کې عملیات روان دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500