رمضان

په عراق کې خلک روژه په داعش باندې د بري په خوند سره لمانځي

د خالد التایي راپور

عراقیان د مارچ د میاشتې په نیمایي کې د موصل په جنوب کې له داعش څخه د دغه ښار له ازادولو څخه وروسته په یوه مارکېټ کې ترکارۍ اخلي.‌ [احمد الربایي/ ای اېف پي]

عراقیان د مارچ د میاشتې په نیمایي کې د موصل په جنوب کې له داعش څخه د دغه ښار له ازادولو څخه وروسته په یوه مارکېټ کې ترکارۍ اخلي.‌ [احمد الربایي/ ای اېف پي]

سږ کال د روژې مبارکه میاشت د عراق د موصل د ښار اوسېدونکو ته په یوه جلا خوند سره، په داسې حال کې چې د هغوی ډېرې خواوشا سیمې له داعش څخه ازادې کړای شوي دي، را رسېږي.‌

اوس هغوی کولی شي چې د روژې عبادتونه او رواجونه، چې اکثر یې د یادې ډلې له خوا منع کړای شوي ول، په ازادانه توګه او له ډاره پرته ترسره کړي.

د ختیځ موصل د سومر د سیمې یوه ۳۶ کلن اوسېدونکي،‌ متازعلي، د دغې مبارکې میاشتې لپاره د چمتووالي په لړ کې خپل کور په ګروپونو او لاټنونو باندې ښکلی کړی دی.‌

هغه دیارونا ته وویل، «مونږ درې کاله روژه په داسې حال کې ونیوله چې مونږ په کې د ترهګرو تر کنټرول لاندې وو.‌ هغوی مونږ د روژې نیولو،‌ عبادت او د خپلوانو د لیدلو له خوند نه محروم کړي وو.»‌

هغه وویل،‌ «مونږ له دعا پرته بل هېڅ شی نشوای کولی، او مونږ د خدای شکر وباسو چې هغه زمونږ دعا قبوله کړه،»

هغه وویل، هغه ژمنه کړې وه چې وروسته له هغه چې د هغه ښار ازاد شي هغه به د روژې په ټوله میاشت کې غریبانو ته خواړه برابر کړي. هغه وویل، «اوس د دې وخت دی چې هغه ژمنه پوره کړای شي،»‌

په موصل باندې د داعش د واکمنۍ پر وخت، دغې ترهګرې ډلې د روژې د رارسېدا په مناسبت ټول تیاري، لکه د کورونو ښکلي کول،‌ د خوړو او خوږو راکړه ورکړه،‌ او د ماخستن مجلسونه چې معمولا په کې د المهبیس په نامه د عراق د حلقې د لوبې په شمول د روژې مشهور دودونه ترسره کیږي، بند کړي ول.‌

دغې ډلې همدارنګه مذهبي لمانځنې هم بندې کړې وې.‌

د وېرې او ترهګرۍ د پردې پورته کول

په نیناوا کې د سني اوقافو رییس ابوبکر کنان وویل، د اورپکو د تعقیب او سزا وېرې خلک دې ته اړ کړي ول چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او له ډېر ضروري کار څخه پرته راونه وځي.‌

هغه دیارونا ته وویل، «د داعش د واکمنۍ دوره په ټوله معنی یوه توره دوره وه،»‌

هغه وویل، «خلک د دغې ډلې له ظلمونو او د هر هغه چا پر ضد بندیزونو څخه چې د هغوی له حکمونو څخه سرغړونه کوي،‌ وېرېدلي ول،»

په نتیجه کې، ډېر هغه عبادتونه او ټولنیز رواجونه چې د رمضان میاشتې پورې تړلي ول، ورک شول.‌

کنان وویل، «خلکو همدارنګه غوره وګڼله چې د تراویحو او جماعت لمونځونه په خپلو کورونو کې وکړي او جوماتونو ته چې د داعش امامانو په کې امامتونه کول او داسې بیانونه یې ورکول چې د اسلام په هکله یې له تاوتریخوالي ډک نظریات خپرول، ځانونه په څنګ کړي،»

هغه وویل، «څه چې اوس مهم دي، دا دي چې دغه دوره نوره تېره شوې ده او بیا نه راګرځي،‌ او سږ کال رمضان له ترهګرۍ او وېرې څخه خالي دی،»‌

روژې د فتحې له خوند سره

کنان وویل، «د ازادۍ، او له وېرې څخه پرته، عبادت دغه دوره بیا په داسې حال کې رارسېږي چې زمونږ نظامي ځواکونه خپلو بریو ته دوام ورکوي او د موصل د ټولو سیمو ازادولو ته ورنژدې کېږي،»

هغه وویل، د دې ثبوت دا دی چې په نیناوا کې سني اوقافو د رمضان لپاره یو فعال پروګرام جوړ کړی دی.‌

هغه وویل، «مونږ به د موصل او د ولایت په جوماتونو کې داسې خطبې، سیمینارونه او تعلیمي لکچرونه وړاندې کړو چې زمونږ د دین په زغم او د افراطیت او د تاوتریخوالي د ټولو شکلونو په ردولو باندې به تاکید کوي او د یووالي او د ملت جوړونې غوښتنه به کوي،»‌

د عراق د پارلمان د اوقافو او مذهبي چارو د کمېټې رییس او د پارلمان غړي علي ال علاق وویل، د داعش عناصرو د اسلامي عقیدې ټول ارزښتونه تر پښو لاندې کړي ول.

هغه دیارونا ته وویل، «هغوی د روژې، د اعطا، صدقې او همدردۍ له میاشتې نه داسې استفاده کوله چې د بې ګناه خلکو پر ضد به یې بدترین جنایتونه ترسره کول، د ټولو هغو کارونو مخه به یې نیوله چې خدای پاک یې اجازه ورکړې او د خلکو په حقونو باندې به یې تېری کاوه،»‌

«د موصل خلکو له دغو جنایتکارانو سره د روژې سختې میاشتې تېرې کړې، خو سږ کال رمضان د بري له خوند سره راغی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500