تروريزم

افغانان د کابل په دپلوماتیکه ساحه کې د لارۍ بم چاودنې سخت په قهر کړل

ای اېف پي او سټاف

د کابل په دپلوماتیکه ساحه کې د چارشنبې په ورځ / د می ۳۱ مه/ د یوه لارۍ بم له چاودنې څخه د وروسته وخت ویډیو. په دې چاودنه کې، چې د روژې د مبارکې میاشتې له پیل نه یوازې څو ورځې وروسته وشوه، لږ تر لږه ۸۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول. [راډیو فري یورپ/ازادي راډېو/ای اېف پي]

کابل -- لږ تر لږه ۸۰ کسان هغه وخت ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول چې د چارشنبې په ورځ / د می ۳۱مه/ د روژې له پیل نه یوازې څو ورځې وروسته د کابل په دپلوماتیکه ساحه کې یو ستر لارۍ بم وچاودېد.

د سهار د ګڼې ګوڼې په ساعتونو کې له شوې چاودنې څخه وروسته په سیمه کې د مړو جسدونه خواره واره پرېوتل، له سیمې څخه د دود یو غوړسکه پورته شوه او د ګڼو دفترونو او کورونو کړکۍ یې والوزولې.

عیني شاهدانو وویل چې په لسګونو موټرې په سرکونو کې بند پاتې ول او د ښوونځیو نجونې په دې لټه کې وې چې خوندي ځای پیدا کړي. سړيو او ښځو هڅه کوله چې له امنیتي پوستو څخه تېر شي او خپل عزیزان ولټوي.

یوې لویدېزې دپلوماتیکې سرچینې ای اېف پي ته وویل چې عراده د اوبو ټانکر وو چې له ۱۵۰۰ کیلوګرامو څخه ډېر چاودېدونکي مواد په کې ځای پرځای شوي ول او دا چې د چاودنې په نتیجه کې په ساحه کې یوه ۷ متره ژوره کنده جوړه شوه.

ټپي شوي افغانان د می په ۳۱ مه په کابل کې د ستر لارۍ بمي چاودنې ساحې ته په لاس اشاره کوي. د کابل په دې دپلوماتیکه ساحه کې د چاودنې په نتیجه کې لږ ترلږه ۸۰ کسان ووژل شول. [شاه مری/ ای اېف پي]

ټپي شوي افغانان د می په ۳۱ مه په کابل کې د ستر لارۍ بمي چاودنې ساحې ته په لاس اشاره کوي. د کابل په دې دپلوماتیکه ساحه کې د چاودنې په نتیجه کې لږ ترلږه ۸۰ کسان ووژل شول. [شاه مری/ ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه، اور وژونکي او د نجات کارکوونکي د می په ۳۱ مه په کابل کې د یوې ترهګریزې حملې ساحې ته رسېږي. تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دغې چاودنې، چې د روژې له پیل نه یوازې څو ورځې وروسته یې سلګونه تلفات رامنځته کړل، مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی. [شاه مری/ ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه، اور وژونکي او د نجات کارکوونکي د می په ۳۱ مه په کابل کې د یوې ترهګریزې حملې ساحې ته رسېږي. تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دغې چاودنې، چې د روژې له پیل نه یوازې څو ورځې وروسته یې سلګونه تلفات رامنځته کړل، مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی. [شاه مری/ ای اېف پي]

سمدلاسه هیچا د دغه برید مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی، او ولسمشرغني دا برید یو «جنګي جنایت» ګڼلی دی.

طالبانو ټویټ کړی چې هغوی په دې چاودنه کې لاس نه درلود او دا چې «په کلکه یې غندي».

داعش د هغې زورورې چاودنې په شمول چې د می په ۳ مه یې د ناټو کاروان په نښه کړ او لږ تر لږه ۸ کسان یې ووژل او ۲۸ نور یې ټپیان کړل، په کابل کې د وروستیو ډېرو بمي بریدونو مسؤلیت پرغاړه اخستی دی.

په روغتونونو کې وینې ته 'سخته اړتیا'

له چاودنې څخه له یو ساعت څخه ډېر وخت وروسته لا هم امبولانسونو ټپي کسان روغتون ته انتقالول او کارمندانو جسدونه له خاورو او خځلو نه را اېستل په داسې حال کې چې اور وژونکو هڅه کوله چې په ګڼو ودانیو کې لګېدلي سخت اورونه کنټرول کړي.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وویل، «له بده مرغه، د شهیدانو شمېر ۸۰ ته رسېدلی او له ۳۰۰ څخه ډېر کسان ټپي شوي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي،» او زیاته یې کړه چې کېدای شي له خاورو او خځلو نه د نورو جسدونو په را اېستلو سره دغه شمېرې زیاتې شي.

د کورنیو چارو وزارت، چې د ټپیانو شمېر یې ۲۰ تنه یاد کړی دی، وویل چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د سهار په خواوشا ۸:۳۰ بجو په زنبق څلورلارې کې په چاودېدونکو توکو سمبال یوه موټر ته چاودنه ورکړې ده.

وزارت له کابل ښاریانو نه وغوښتل چې د وینې مرسته دې وکړي، او ویې ویل چې روغتونونه وینې ته «سخته اړتیا» لري.

سفارتونه ویجاړ شول او ژورنالستان ووژل شول

هدف سمدلاسه نه دی روښانه شوی

چاودنې په دې سیمه کې، چې دپلوماتیکې او حکومتي ودانۍ په کې پرتې او د چاودنو دفاعي دېوالونه، او د موټرو د مخنیوي خنډونه په کې لګول شوي او وسله وال امنیتي ساتونکي په کې ځای پرځای شوي دي، یو شمېر سفارتونه ویجاړ کړي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګبریل وویل، «دغې منفورې» حملې د جرمني د سفارت یو افغان ساتونکی وواژه، او زیاته یې کړه چې ځینې کارمندان ټپیان شول، خو نور جزیات یې ورنه کړل.

بي بي سي وویل چې د هغوی افغان موټروان محمد نذیر ووژل شول او څلورتنه ژورنالستان ټپیان شول. ځایي تلوېزیون، طلوع، هم ټویټ کړه چې د هغوی یو کارمند عزیز نوین وژل شوی دی.

د افغانستان لپاره د هندوستان سفیر مانفریت وهرا رسنیو ته وویل چې بمي چاودنه د هندوستان له سفارت نه خواوشا ۱۰۰ متره لیرې وشوه. هغه وویل، چې ټول کارمندان خوندي دي، خو چاودنې د کړکیو د ماتولو په شمول «د پام وړ ویجاړتیا» رامنځته کړه.

په ټوکیو کې د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي ای اېف پي ته وویل، چې چاودنې د جاپان د سفارت کړکۍ هم ماتې کړې، او دوه کارمندان یې سرسري ټپیان کړل.

فرانسې، ترکیې، متحده عرب اماراتو او بلغاریا هم د هغوی سفارتونو ته د ورته ورپېښ شوي زیان راپورونه ورکړل، په داسې حال کې چې هندوستان او پاکستان د نړیوالو په څېر دغه چاودنه وغندله.

برید 'د دښمن منافقت' ښیي

ناټو وویل چې دغه بم په موټر کې د تعبیه شویو چاودېدونکو توکو وسیله (VBIED) وو، او دغه «وحشیانه» برید یې وغانده.

ناټو وویل، «هغه ... د دښمن، چې ادعا کوي چې یوازې افغان امنیتي ځواکونه او بهرني ځواکونه په نښه کوي، منافقت ښیي، په داسې حال کې چې د بې ګناه افغانانو وژلو او کړولو ته دوام ورکوي،»

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې وویل، «د افغان امنیتي ځواکونو هوښیاري او زړورتیا د دې سبب شوه چې زرغونې ساحې ته د تعبیه شویو چاودېدونکو توکو د وسیلې (VBIED) د ننوتلو مخه ونیسي [او که ننوتې وای، کېدای شي چې لا نور تلفات او ویجاړتیاوې یې رامنځته کړې وای]، خو چاودنې ملکي تلفات رامنځته کړل،»

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو سفیر هوګو لیورینس یوه تېزه اعلامیه خپره کړه، دغه «انساني ژوند ته بشپړ سپکاوی» یې وغانده، او ویې ویل چې هغه څوک چې د دې حملې ترشا لاس لري، هغه زمونږ د «بشپړې ناخوښۍ» وړ دي.

یو غیرانساني، اسلام ضد عمل

د پارلمان غړو او نورو افغانانو د بې ګناه خلکو وژنه وغندله.

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازي حاجي محمد عبده سلام ټایمز ته وویل، «افغانان له داسې یوه دښمن سره لاس او ګرېوان دي چې هغه په اسلام او بشري حقونو باندې باور نه لري. هغوی د روژې په جریان کې بې ګناه خلک ووژل.»

هغه له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو څخه وغوښتل چې د ترهګرو ډلو پر ضد عملیات پراخ کړي او د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي.

عبده په افغان حکومت باندې تاکید وکړ چې خپل نړیوال شریکان دې ته وهڅوي چې له ترهګرۍ سره جګړه کې نوره مرسته چمتو کړي.

د فراه ولایت استازې حمیرا ایوبي وویل، هرې ترهګرې ډلې چې د چارشنبې د ورځې حمله ترسره کړې وي، هغه د اسلام او افغانانو ضد ده.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ دښمن بې ګناه خلک ووژل، او له هغه وراخوا ته، هغوی هڅه کوي چې زمونږ ټولنه، زمونږ صنعت او بېخبنا ویجاړ کړي. نن هغوی د افغان ټیلیکام دفتر او یو د تلوېزیون سټېشن هم ویجاړ کړل.»

ایوبي له ټولو افغان سیاستوالو څخه وغوښتل چې په ګډه سره کېني او او د افغانانو وژنې ته د پای ټکي د اېښودلو لپاره حل لاره راوباسي.

په کابل کې د بشري حقونو یوه فعال محمد فهیم سلام ټایمز ته وویل، «د نن ورځې اکثر قربانیان بې ګناه او عادي خلک دي چې خپل کورونه یې د کورنیو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو په خاطر پرېښي ول، خو ترهګرو هغوی ووژل،»

هغه وویل، دا د منلو وړ نه ده چې په هغو ترهګرو باندې باور وشي چې د روژې د مبارکې میاشتې په جریان کې افغانان او مسلمانان وژني او ادعا کوي چې هغوی جهاد کوي. «اوس خلک پوهېږي چې د هغوی ادعاوې دروغ دي.»

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون یوه محصل امین امیني وویل، «له کوم دلیل پرته د لسګونو خلکو وژل او له ۳۰۰ څخه د ډېرو غیرنظامي [ملکي] خلکو ټپي کول د ترهګرو بې رحمي ښيي.

د مرګونو بریدونو یوه لړۍ

د چارشنبې چاودنه په کابل کې سږ کال د بریدونو د لړۍ ترټولو وروستۍ کړۍ وه، چې په دې کې ملکي خلک د تاوتریخوالي قرباني شول.

د جنورۍ په ‍‍۱۰مه له پارلمان سره نژدې غبرګو چاودنو ۳۸ کسان ووژل او ۸۶ نور یې ټپیان کړل.

د فبرورۍ په ۷مه، د سترې محکمې د کارمندانو په منځ کې یوه ځانمرګي بمي برید لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل او ۴۱ تنه نور یې ټپیان کړل.

د مارچ په ۱ په پلازمېنه کې په دوه امنیتي ودانیو په هم مهاله بریدونو کې ۱۶ کسان ووژل شول.

یوه اونۍ وروسته، د مارچ په ۸ مه، وسله والو چې د ډاکټرانو لباسونه یې اغوستي ول، د افغانستان په ترټولو لوی پوځي روغتون باندې حمله وکړه چې ۶ ساعته یې دوام وکړ او پړه یې داعش پرغاړه واخیسته. د مړو رسمي شمېر ۵۰ کسان وو، خو امنیتي سرچینې او ژوندي پاتې شوي کسان وایي چې دغه شمېر له ۱۰۰ نه ډېر وو.

[له کابل څخه نجیب الله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500