تروريزم

په کابل کې د مرګ پر طالبانو شعارونه او د مقاماتو له خوا د نویو امنیتي ګامونو تنفیذ

ای اېف پي او سټاف

افغانان د افغانستان په پلازمېنه کې د می د ۳۱ مې له فاجعه زېږوونکي لارۍ بمي برید څخه وروسته د جون په ۲ مه په کابل کې د طالبانو او حکومت پر ضد د یوه لاریون په ترڅ کې د جمعې لمونځ کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانان د افغانستان په پلازمېنه کې د می د ۳۱ مې له فاجعه زېږوونکي لارۍ بمي برید څخه وروسته د جون په ۲ مه په کابل کې د طالبانو او حکومت پر ضد د یوه لاریون په ترڅ کې د جمعې لمونځ کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- سلګونه مظاهره چیان چې د «مرګ پر طالبانو» شعارونه یې ورکول او له حکومت نه یې د ځواب غوښتنه کوله د جمعې په ورځ / د جون ۲ مه/ له هغې ساحې سره نژدې له پولیسو سره په شخړه واوښتل چې د چارشنبې په ورځ /د می ۳۱مه/ یوه لارۍ بمي برید په کې، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان په پلازمېنه کې تر ټولو ډېر خونړی برید وو، ۹۰ کسان ووژل او له ۴۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.‌

پولیسو په هغو لاریونیانو چې ډبرې یې وارولې او غوښتل یې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړ شي، ډزې وکړې، او څلور کسان یې په کې ووژل.

ښاریانو د ترهګرو پر ضد غوسه څرګندوله او له حکومت نه یې د استخباراتي ناکامۍ له امله، چې په نتیجه کې یې یاده پېښه رامنځته شوه، د ځواب غوښتنه کوله.‌

په کابل کې د چارشنبې د ورځې له بمي برید راهیسې، چې د اورپکو دا وړتیا یې وښودله چې کولی شي د پلازمېنه په تر ټولو ډېره خوندي سیمه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او خارجي سفارتونه په کې د کانکرېټي دېوالونو تر منځ پراته دي، هم برید وکړي، تاوتریخوالی موجود دی.‌

افغان ماتم چیان د جون په ۱ د هغو ۹۰ قربانیانو له ډلې څخه د ۱ تابوت لېږدوي چې د می په ۳۱ مه په کابل کې د یوه لارۍ بمي برید په واسطه ووژل شول. [شاه مری/ ای اېف پي]

افغان ماتم چیان د جون په ۱ د هغو ۹۰ قربانیانو له ډلې څخه د ۱ تابوت لېږدوي چې د می په ۳۱ مه په کابل کې د یوه لارۍ بمي برید په واسطه ووژل شول. [شاه مری/ ای اېف پي]

د مدني ټولنې یوې فعالې راحلې جعفري د لاریون په ترڅ کې وویل، «مونږ عدالت غواړو؛‌ مونږ غواړو چې د حملې مرتکبین راځوړند کړای شي،»

د افغانستان د استخباراتو ادارې د برید پړه د طالبانو پر متحدې حقانې شبکې ورواچوله، خو طالبانو -- چې د خپلو کلنیو پسرلنیو عملیاتو په نیمایي کې دي -- له دې نه انکار وکړ چې په دې برید کې دې لاس ولري.

د برید مسؤلیت کومې بلې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مقاماتو د ودانیو د خرابیو پاتې شوني، ماتې شیشې او په چاودنه کې د متاثرو شویو موټرو ویجاړ شوي قالبونه له سیمې نه لیرې کړل، او ټکان خوړلو اوسېدونکیو له سختو احساساتو سره د خپلو عزیزانو جنازې پورته کړې.

نوي امنیتي ګامونه

د کابل د پولیسو قوماندان حسن شاه فروغ وویل، چې پولیس په دې کار کوي چې ښار ته د ننوتلو په څلورو نقطو کې د امنیتي دروازو د لګولو په شمول په کابل کې امنیتي ګامونه پیاوړي کړي.

هغه په کابل کې خبریالانو ته وویل، «مونږ د دې لپاره یو چې د خپل ملت خدمت وکړو، او خلک له مونږ سره دي،»

هغه وویل، دغه دروازې به کابل ته د داخلېدلو د څلورو لویو نقطو په خوندي کولو کې مرسته وکړي، او هغه موټر او لارۍ به ګوري چې له ولایتونو څخه شیان را انتقالوي.

هغه وویل، «دغه دروازې به د کابل په ختیزه، شمالي، لوېدیزه او جنوبي برخو کې چې له ولایتونو او د هېواد له بهر څخه ډېر موټرونه پرې راځي ولګول شي،» او زیاته یې کړه چې هره دروازه به د امنیتي ځواکونو لپاره چې هر موټر یا لارۍ ښار ته له داخلېدلو څخه مخکې ګوري یوه لویه ساحه ولري.

هغه زیاته کړه، چې پولیس به د مشکوکو یاغیانو د فعالیت په سیمو کې تصفیوي عملیات ترسره کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي سلام ټایمز ته وویل، «اوس د دې وخت دی چې له اردو او ملي امنیتي ځواکونو سره د خپل ملت د دفاع لپاره ودرېږو،»

هغه وویل، «مونږ په یوه ډېر بد حالت کې یو، خو مونږ کولی شو چې له دې ځای نه وړاندې لاړ شو. مونږ باید د راډیکالېزم او هغو ګروپونو پر ضد چې زمونږ خلک وژني خپل غږ پورته کړو.»

د پوځي چارو افغان کارپوه او متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل وویل، امنیتي ځواکونه باید په ګډه د یوه هدف د ترلاسه کولو لپاره سره راټول شي: چې په افغانستان کې یاغیتوب پای ته ورسوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ترهګرو له منځه وړل ممکن دي. زمونږ افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه کولی شي چې په ګډه سره حرکت وکړي، او هغوی دا وړتیا لري چې ترهګر له منځه وېسي.»

د کابل د پولیسو یوه افسر راحت ګل سلام ټایمز ته وویل، پولیس په تازه عزم او مورال سره کار کوي چې «د داعش او طالبانو پر ضد، چې بې ګناه افغانان وژني، وجنګېږي،»

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «د افغانانو دښمنان نشي کولی چې له زړورې اردو سره مخامخ شي، له دې امله هغوی د ګڼې ګوڼې په ساحو کې پټېږي او بې ګناه خلک وژني،»

هغه وویل، «مونږ به په سختۍ سره جګړه وکړو ځکه چې زمونږ ملت زمونږ مرستې ته اړتیا لري، او مونږ د سولې او ثبات په راوستلو کې د خپلو خلکو ملاتړ ته ضرورت لرو،»

[له کابل نه اعزازالله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اللہ دا شہدت انتزار

ځواب ورکړئ