زغم

د کابل بهیر ښیي چې افغانستان سولې ته ژمن دی

د نجیب الله راپور

له افغانستان سره د پیوستون په لړ کې، د پاکستان د مدني ټولنې فعالانو د جون په ۳ مه په پېښور کې د کابل د وروستیو بریدونو پر ضد د یوه احتجاج په ترڅ کې پله کارډونه پورته کړي دي.‌ په دې اونۍ کې، افغان حکومت د یوه داسې نړیوال کانفرانس کوربه توب کوي چې هدف یې هېواد ته د دوامدارې سولې راوستل دي. [عبدالمجید/ ای اېف پي]

له افغانستان سره د پیوستون په لړ کې، د پاکستان د مدني ټولنې فعالانو د جون په ۳ مه په پېښور کې د کابل د وروستیو بریدونو پر ضد د یوه احتجاج په ترڅ کې پله کارډونه پورته کړي دي.‌ په دې اونۍ کې، افغان حکومت د یوه داسې نړیوال کانفرانس کوربه توب کوي چې هدف یې هېواد ته د دوامدارې سولې راوستل دي. [عبدالمجید/ ای اېف پي]

کابل -- د کابل بهیر کانفرانس، داسې یوه جرګه ده چې لږ تر لږه د ۲۸ هېوادونو او موسسو مشران سره یوځای کوي، او هدف یې دا دی چې افغانستان ته د سیمه ییزو او نړیوالو متحدانو په ملاتړ سره سوله راولي.‌

دغه جرګه چې د مهالوېش له مخې، د سې شنبې په ورځ / دجون ۶ مه/ په تېره اونۍ کې د خونړیو ترهګریزو بریدونو د عروج په ترڅ کې دایرېږي.‌

افغانستان سولې ته ژمن دی

د طالبانو او د پوښتنې وړ امنیتي حالت پر ضد لاریون کوونکي د شنبې په ورځ / د جون ۲ مه/ له پولیسو سره په سخته شخړه واوښتل چې په نتیجه کې یې ۴ کسان ووژل شول.‌

په ورپسې ورځ، د یوه سیاستوال د زوی د جنازې په مراسمو کې چې په یادو شخړو کې وژل شوی وو، درې پرله پسې چاودنو لږ تر لږه ۷ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.‌

برخه وال وایي، له پلان سره سم د کابل بهیر دایرول ښیي چې افغانستان دې ته ژمن دی چې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او د دوامدارې سولې لپاره یوه حل لاره راوځي.‌

ولسمشر اشرف غني د می په ۱۸مه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له یو شمېر بهرنیو سفیرانو سره ولیدل او د کانفرانس په هکله یې سره خبرې اترې وکړې.

هغه وویل، دا کانفرانس باید تشریفاتي نه وي.‌ هغه باید د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو او دوامدار ثبات ته یوه روښانه ژمنتیا ولري‌.

غني وویل، «افغانستان به د کابل بهیر رهبري کړي، او دا به له طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو سره د سولې اساس جوړ کړي،»

هغه وویل، په داسې حال کې چې افغان حکومت به دغه بهیر رهبري کړي، هغه له متحدانو څخه غواړي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.‌

د افغانستان د سولې عالي شورا دغه کانفرانس ته ښه راغلاست وویل، او هیله یې وښودله چې مثبت نتایج به ورکړي.‌

د سولې د عالي شورا یوه مخکښ غړي محمد اسماعیل قاسمیار سلام ټایمز ته وویل، د دغه کانفرانس ترسره کول به په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره مثبت نتایج رامنځته کړي.

د افغانستان تر مشرۍ لاندې بهیر لپاره هیله

هغه وویل، د حکومت او د سولې د عالي شورا د هڅو په نتیجه کې د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار لا وار دمخه جګړه بس کړې او د سولې بهیر سره یوځای شوی دی.‌

په وروستیو وختونو کې، ګڼ شمېر طالبانو او د داعش اورپکو هم تاوتریخوالی غندلی او ژمنه یې کړې چې د سولې په رامنځته کولو کې به له حکومت سره کار وکړي.‌

د افغانستان په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي د دې خبرونو هرکلی کړی چې د سولې بهیر به د افغان حکومت له خوا رهبري کېږي،‌ او وایي، چې «د سولې یو بین الافغاني بهیر به بریالی وي.»

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو یوې استازې ساهرې شریف وویل، چې د سولې پروسه به سخته وي ځکه چې اورپکي په ډلو وېشل شوي او یو واحد مشر نه لري چې د هغوی استازیتوب وکړي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «طالبان سره وېشل شوي دی...‌ او یو واحد مستقل مشر نه لري چې وکولی شي له حکومت سره خبرې اترې وکړي او دغه مذاکرات بریالي کړي،»‌

افغانان وایي، هغوی هیله لري چې د حکومت نوښتونه به د دې سبب وګرځي چې اورپکي جګړه او د ملکي خلکو بې توپیره وژنې بند کړي.‌

په کابل کې د یوې خیریه ادارې یوه کارمنده شبنم مرادي وایي، هغه د حکومت دا هڅې، چې په افغانستان کې سوله او امنیت راولي، ستایي.

'ترهګر نشي کولی چې افغانستان ته ماتې ورکړي'

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه هیله لرم چې مخالف ګروپونه به دا بې ګټې جګړه هم ودروي،»‌

هغې وویل، «ترهګر مشران د ځوانانو له ناپوهۍ څخه ناوړه استفاده کوي... او په افغانستان کې د جګړې اور بلوي او جرایم کوي،"

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالله یوسفي وویل، «طالبان او نورې ترهګرې ډلې هېڅ ډول روښانه ستراتیژي نه لري. هغوی د 'جهاد' په نامه بې ګناه خلک وژني، په داسې حال کې چې د هغوی اکثر کارونه د هغوی له شعارونو سره سر نه خوري.»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «اورپکي نور د خلکو په منځ کې هېڅ ځای نه لري. افغانان په یوه خوله د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، او د حکومت د سولې پلانونو ته ښه راغلاست وایي.»

په کابل کې د پوهنتون یوه محصل محمد نادر ایوبي سلام ټایمز ته وویل، «دا روښانه شوې ده چې ترهګر نشي کولی چې د افغانستان حکومت ته، چې هم په ملي سطحه مشروعیت لري او هم په نړیواله سطحه، ماتې ورکړي. له دې امله، ښه دا ده چې هغوی د بې ګناه خلکو وژنه ودروي.»‌

په کابل کې د پوهنتون یو بل ۲۴ کلن محصل رحیم الله میرزایي په افغان امنیتي ځواکونو باندې تاکید کوي چې د ترهګریزو بریدونو د ودرولو لپاره خپل عملیات ګړندي کړي.‌

'افغانان هېڅکله هم یوازې نه دي'

هغه سلام ټایمز ته وویل، ترهګر «له هېڅ مذهب یا مذهبي عقایدو سره جوړ نه دي، او نه هم هغوی د سولې د بهیر ملاتړ کوي،»‌

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري له افغان امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري وستایله او ویې ویل، چې افغان سرتېري د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې دې ته ژمن دي چې د افغانانو د ژوند او ملکیت دفاع وکړي.‌

د کابل بهیر کانفرانس ته د منځنۍ اسیا د هېوادونو او اروپایي هېوادونو، او همدارنګه د هندوستان، پاکستان، سعودي عربستان، ناروی او د متحده ایالاتو استازي وربلل شوي دي.‌

د تېرې اونۍ په بریدونو پسې وروسته د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو سفیر هوګو لیورینس په یوه خبرپاڼه کې وویل، «د افغانستان دښمنان نشي کولی چې ویې ګټي.‌ هغوی به یې ونه ګټي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500