تروريزم

په کابل کې د جنازې په ترڅ کې له بمي چاودنو څخه وروسته د ملي یووالي لپاره غږونه

ای اېف پي او سټاف

افغان خپلوان د جون په ۳ مه، د یوه سیاستوال د زوی د جنازې په مراسمو کې له یو لړ چاودنو څخه وروسته، د کابل له یوه روغتون څخه بهر د یوه ټپي شوي سړي ویلچییر سایکل ټېله کوي. د سیاستوال زوی د نا امنۍ پر ضد د جون د ۲مې په لاریون کې وژل شوی وو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان خپلوان د جون په ۳ مه، د یوه سیاستوال د زوی د جنازې په مراسمو کې له یو لړ چاودنو څخه وروسته، د کابل له یوه روغتون څخه بهر د یوه ټپي شوي سړي ویلچییر سایکل ټېله کوي. د سیاستوال زوی د نا امنۍ پر ضد د جون د ۲مې په لاریون کې وژل شوی وو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- چاودنو د شنبې په ورځ / د جون ۳ مه/ په کابل کې د یوه افغان سیاستوال د زوی د جنازې مراسمو ته ټکان ورکړ، او لږ تر لږه ۷ کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

د سالم ایزدیار د ښخولو په ساحه کې چاودنو، په کابل ښار کې چې هلته په دپلوماتیکه سیمه کې د می د ۳۱مې د برید له امله چې لږ تر لږه ۹۰ کسان یې ووژل او په سلګونو نور یې ټپیان کړل، تاوتریخوالي لا نور زیات کړل.

په غونډۍ پرته، باد جارو کړې هدیره په وینو ککړو جسدونو او بې خاونده پښو ونیوله.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ای اېف پي ته وویل، «تر اوسه پورې د ۷ مړو جسدونه او ۱۱۹ ټپي شوي کسان د کابل روغتونونو ته راوړل شوي دي،»

د یوه افغان سناتور د زوی، ایزدیار، په جنازه کې د اجرایه رییس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په شمول جیګپوړو حکومتي کسانو برخه لرله، خو یوه ته هم کوم زیان ور ونه رسېد.

هېڅ ډلې تر اوسه پورې د دغه برید مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی، او طالبانو بیا هم په کې له لاس لرنې نه انکار کړی دی.

د ملي یووالي لپاره غږونه

حکومت د طالبانو ملګرې حقاني شبکه د می د ۳۱مې د برید مسؤله ګڼلې، خو تر اوسه پورې هېڅ ګروپ د هغه مسؤلیت نه دی منلی.

افغان سیاسي مشرانو او عالمانو دغه بریدونه په کلکه غندلي، او د اسلام او افغاني کلتورخلاف یې ګڼلي دي.

ولسمشر اشرف غني د جنازې په مراسمو کې له بمي بریدونو څخه وروسته په یوه تلوېزیوني بیانیه کې د ملي یووالي غږ کړی دی.

هغه وویل، «هېواد تر برید لاندې دی. مونږ باید قوي او متحد پاتې شو.»

د افغانستان د علماوو د شورا رییس مولوي قیام الدین کشاف په یاغیانو باندې د اسلام د اساساتو، چې هغوی یې د دفاع ادعا کوي، د سپکاوي تور ولګاوه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ کلتور او اسلام هیچا ته اجازه نه ورکوي چې بې ګناه خلک، او په ځانګړې توګه په مقدسو ځایونو کې، ووژني،»

هغه وویل، «د طالبانو له خوا په جوماتونو، د جنازې په مراسمو او ښوونځیو باندې حملې د کرکې وړ دي،» او زیاته یې کړه چې یاغیان بشري ارزښتونه ترپښو لاندې کوي.

کشاف له مقاماتو څخه وغوښتل چې د می د ۳۱مې د بمي برید له قربانیانو سره د مرستې لپاره هر شونی کار وکړي.

'په اسلام کې د ترهګرۍ لپاره ځای نشته'

د حکومت اجرایه رییس عبدالله هم دغه برید وغانده، او له ملت نه یې غوښتنه وکړه چې سره متحد واوسي او د بمي برید په هکله د پلټنو پر وخت دې مرسته وکړي.

د ځایي رسنیو د راپورونو په اساس، د ولسي جرګې پخواني وکیل عبدالرب رسول سیاف د ایزدیار د جنازې په مراسمو کې وویل، «ترهګر قوم یا مذهب او هېڅ پولې نه پېژني او اکثر وختونه د انسانانو او اسلام پر ضد عملونه ترسره کوي،»

هغه وویل، «د ترهګرۍ لپاره نه په اسلام کې ځای شته او نه هم په افغاني ټولنه کې،»

د جنازې د مراسمو یوه برخه وال ارشاد اماني سلام ټایمز ته وویل، هغه د درې پرله پسې بمي چاودنو په ترڅ کې سرسري ټپي شو.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې کومه ترهګره ډله مسؤله ده، سلام ټایمز ته وویل، «زه نه پوهېږم چې هغوی څنګه ادعا کوي چې هغوی د اسلام لپاره جنګ کوي. هغوی بیا څنګه په هغو مسلمانانو باندې برید کوي چې د یوه مسلمان د جنازې د لمانځه په مراسمو کې برخه لري؟»

محدود شوی ښار

هغه وویل، افغانان باید سره یوځای شي او په هېواد کې د یاغیانو او ترهګرو پر ضد جګړه وکړي.

پولیسو د شنبې په ورځ د کابل ډېرې برخې د تلاشۍ د پوستو او زغره والو ګاډو په وسیله چې په سرکونو یې ګزمې کولې محصورې کړې چې د جمعې د ورځې د تاوتریخوالي د تکرار مخه ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500