امنیت

د کونړ اوسېدونکي له ترهګرو نه پوزې ته رسېدلي دي

د نجیب الله راپور

په کونړ ولایت کې یو دوکاندار د ۲۰۱۶ د فبرورۍ د ۲۷مې د ځانمرګي بمي برید په صحنه کې چې لږ تر لږه ۱۰ کسان یې ووژل، له خپلو ماتو شویو کړکیو نه ګوري.‌ د دغه ولایت اوسېدونکي د ترهګرو له تاوتریخوالي، وېرونې او شوکو څخه تر پوزې پورې رسېدلي او له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د هغوی پر ضد لاس په کار شي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په کونړ ولایت کې یو دوکاندار د ۲۰۱۶ د فبرورۍ د ۲۷مې د ځانمرګي بمي برید په صحنه کې چې لږ تر لږه ۱۰ کسان یې ووژل، له خپلو ماتو شویو کړکیو نه ګوري.‌ د دغه ولایت اوسېدونکي د ترهګرو له تاوتریخوالي، وېرونې او شوکو څخه تر پوزې پورې رسېدلي او له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د هغوی پر ضد لاس په کار شي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- د کونړ ولایت اوسېدونکي وایي، هغوی د ترهګرو ډلو له خوا کافي اندازه تاوتریخوالی، وېره اچونه او شوکې لیدلي دي او له افغان حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره مداخله وکړي.‌

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په دغه ولایت کې د طالبانو، داعش، القاعدې او د هغوی د نورو متحدینو په شمول له ۱۵ نه د ډېرو ترهګرو ډلو حضور تایید کړ.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغه ترهګر ګروپونه په چپه دره، مروره او غازي اباد ولسوالیو کې موجود دي،»

د کونړ ولایت یوه ۴۵ کلن بزګر محمد نسیم وویل، «ځایي خلک د طالبانو او داعش له خوا کنټرولېدونکو سیمو کې د روان وضعیت له امله تر پوزې پورې رسېدلي دي،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خلک نشي کولی چې په خپلو سیمو کې ازاد وګرځي،»‌ او زیاته یې کړه چې ترهګرې ډلې پیسې شکوي او هغوی وهي.‌

هغه په حکومت تاکید وکړ چې ژر تر ژره ټول د اړتیاوړ ګامونه واخلي او سیمه د ترهګرو له منګولو نه خلاصه کړي.

کلیمزي وویل، د کونړ خلک باید وارخطا نشي، او ادعا یې وکړه چې وضعه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.‌

هغه وویل،‌ «عملیاتي پلانونه تیار کړای شوي، او د هېواد امنیتي ځواکونه دې ته چمتو دي چې د ترهګرو پر ضد جګړه وکړي،»

خلک له امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو یوې استازې وږمې صافۍ وویل، «په کونړ ولایت کې ترهګرو ډلو ژوند سخت کړی دی،»

هغې وویل، دغو ډلو هڅه وکړه چې په کونړ ولایت کې نوره خاوره ونیسي، خو عامو خلکو، له امنیتي ځواکونو سره په همکارۍ کې، ترهګرو ته اجازه ورنه کړه چې کنټرول په لاس کې واخلي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، ملکي خلک «له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي. سربېره پر دې، محلي پولیس، چې ټول یې وطندوست خلک دي، به ترهګرو ته هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د هغوی سیمې ونیسي.»‌

مېرمن صافۍ په حکومت تاکید وکړ چې له ترهګرو عناصرو څخه د ولایت د خلاصي لپاره لا نور ګامونه واخلي.‌

د کونړ یوه اوسېدونکي، محب الله، چې ۳۲ کاله عمر لري او په کابل کې په پوهنتون کې درس وایي، وویل، «اورپکي د انسانیت او اسلام پر ضد کارونه کوي او په ملکي خلکو باندې یې سخت رواني او فزیکي فشار اچولی دی،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خلک دا ازادي نه لري چې د ودونو پروګرامونه جوړ کړي، نشي کولی چې د خوشحالۍ پروګرامونه ولمانځي یا مېلمستیاوې وکړي، او نه هم کولی شي چې په خپلو پټیو کې کارونه وکړي،»

محب الله وویل، د کونړ اوسېدونکي «له حکومت نه تمه لري چې ژر تر ژره پوځي عملیات ترسره کړی او ترهګر له دغه ولایت څخه وباسي،»

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه تیار او چمتو دي

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه هره ورځ د ترهګرو پر ضد عملیات ترسره کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی به د ترهګرو پر ضد چې امنیت ته ګواښ پېښوي د موقعیت له پام کې نیولو څخه پرته عملیات ترسره کړي،»‌

وزیري وویل، «امنیتي ځواکونه د ژمي په بهیر کې ښه پوره چمتو شوي دي،» او زیاته یې کړه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به ژر د کونړ په شمول د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ترهګرو پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي چې عام خلک خوندي کړي.‌

هغه وویل، «امنیتي ځواکونه په پام سره امنیتي وضعه څاري، او هغوی به ترهګر چې هرچېرې راښکاره شي وځپي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500